ولس مشر ته لیک

دفراه ولایت د ناامنیو په اړه ولس مشر ته لیک

باور به دي نه راځي چي په داسي ښار کي دي ژوند کوم چي امکان لري هره شیبه د مرګ له دیو سره مخامخ شم او د ابد نړی ته وګرځم .  دا یواځي زما ستونزه نه ده، بلکه ددې ځای ټول خلک ورسره لاس او ګریوان دي .  هره ورځ چي د کوره کارته ځم، فکر کوم چي بیا به کورته را ستون نشم .

کله چي سهار شي نوبیا د یو بل څخه پوښتنه کوو څه نوي خبره؟ څوک خوبه يي نه وي تښتولۍ؟؟؟



خو ډیر کم داسي پیښیږي چي وانوورو « فلانی دي پیژندی؟ پرون/نن تښتول شوی دی . هغه فلانی يي د فراه – هرات/فراه – کندهار پر لویه لار د ۳۰۳ موټر څخه کښته کړی . هغه فلانی زده کوونکی چي ډیر لایق او د ښه استعداد خاوند ؤ، هغه چي یوتحصیلي بورس ته هندوستان ته کامیابه شوی ؤ او غوښتل يي چي ولاړشي، په لاره کي يي مخ را ګرځولی او د موټر څخه يي کښته کړي .  او با الآخره ( هغه د فلاني خان ښځ نه وه، هغه يي د دوو ماشومانو سره تښتولی………….) « دا هغه څه دي د ټولو فراهیانو غوږونه ور سره اشنا دي .



آوازي په هره سیمه کي شته، خو هغه بیا په رشتیا هم یو آوازه شي او زیات وخت هغه  دروغ وی، خو زما په ښار کي داسي نه دی، دلته چي دي کله یوه خبره واوریدل هغه بیا سل په سلو کي رښتیا وي .

بیا هم دلته اوری :

« رشتیا خبر شوي؟ هغه دفلاني د زوی د خلاصیدو په بدل کښي يي شل ملیونه ایرانی تومان غوښتي دي . خبر شوي؟ هغه د فلاني زوی چي يي تښتولي ؤ هغه يي وژلی د ی . خبريي، هغه فلاني چي يي تښتولی ؤ، دهغه نښي نښاني په فلاني غره کښي پیدا شوي . او رښتیا!   وايي هغه د فلانی ښځه د کورني اختلافاتو لپاره تښتول شوي ده . او دا بږنونکي خبر د هر ملګري او خواخوږي څخه اوري چي ( ګوره!  ځان ته دي ډیر پام کوه، د سړي تښتونکو یو نوی بانډ پیدا شوی چي د ډیر لږو پیسو دپاره خلک تښتوي او که پیسی ور نکړي سمدستي يي سر له تنه بیلوي) او داسي نور «

دغه او دي ته ورته خبرو پر ټولو خلکو بده اغیزه کړي او ټول انديښمند دي، دهیچا پرڅهره به د خوشحالی نښه ونه ویني .  نر، ښځه، لوي، کوچني، ځوان او سپینږیري ټول په دغه فکر کي دي چي څنګه ځان دغه ځناورو د منګولو څخه وساتي .


ترټولو بد وحشت او ډار د زده کوونکو په څهرو کي څرګندیږي او هره ورځ زړه نا زړه د کوره د ښوونځي په لور روان شي، ارو مرو به فکر کوي چي ګویا د هغي خوا به ژوند یا روغ رمټ بیرته راستون شم او که نه؟ ایا زه او یا کوم بل ټولګیول خوبه مي ونه تښتول شو او ……..؟؟؟

کله چي ټولګي ته داخل شي، سمدستي د ښوونکي څخه پوښتنه وکړي ایا رښتیا ده چي ښوونکوته يي اخطار ورکړی او دايي هم ویلي چي ټول هغه کسان چي ښوونځي ته ځي هغوی ته مونږ خبر ور کوو چي لاړنشي؟؟؟

ښوونکی ددې لپاره چي زده کونکوته يي ډاډ ورکړی وي، وايي دا هسي خبري دي، هیڅ هم نشته .

دهر درس دشروع نه مخکي، د خبرو اترو جریان ښه تود وي او هر زده کوونکی خپله انديښنه د خپل ښوونکي او ټولګیوالو سره شریکه وي .  ځیني ددې ټولو ستونزو لامل بهرني پوځونه بولي، ځیني بیا خلک ملامته وي او ځیني بیا حکومت په بي کفایتی تورنه وي . 


ددې لپاره چي هره شیبه د عامو اوبي ګناه هیوادوالو د وژني او ځورني شاهد  ونه اوسم ، د افغانستان تلویزیوني چینلونه مي بند کړي او نه يي ګورم ځانته دوکه ورکوم سریال، فوټبال او یا هم کومه بله لوبه ګورم، هغه هم د بهرني چینلونو څخه .

ځیني وخت مي ستوني را ډک شي او ډیر مي په خپل ځان او هیوادوالو زړه وسوځي او خداي (ج) مخاطب کړم چي ای د قدرتونو او کمال خاونده! مګر مونږ کومه داسی ګناه کړي ده چي ستا دداسي عذاب سره مخ سوي یو؟


خو د بل پلوه، دولتي مسؤلین ګورم چي اصلاً په دي خبرو سر نه ګرځي او نه هم دوی ته ارزښت لري، خلک سخت نفرت ورڅخه کوي، حتی د خپلو خپلوانو د تښتولو او یا هم بي ګناه وژنوخبر هم دولتي چارواکو ته نه ورکوي، ځکه چي بیا یو کمیسو ټاکل کیږي دموضوع د څیړني لپاره…….!!!!!

دهغه ورځي څخه چي ځوان زده کوونکی د خپلو هیلو د بڼ څخه د یوې هیلي د پوره کیدو لپاره هندوستان ته دلوړو زده کړو لپاره په سفر روان ؤ او بیا په لاره وتښتول شو، هغي ورځي را پدیخوا وینو چي ځوانان بیخي نا امیده شوي دي، او پښیمانه ښکاري چي کاش سواد يي نه واي زده او ښوونځي يي نه واي لوستي، ځکه هغه بی ګناه ځوان بغیر له دې نه بل څه جرم درلود؟؟؟ 

ځیني وخت فکر کوم چي شاید زه په منځنی پیړی کښي ژوند کوم، هیڅ باور مي نه راځي چي په یوویشتمي پیړی کښي دي زه په داسي یو هیواد کښي ژوند کوم .

څو ورځي مخکي يي د هغه ځوان زده کوونکي هډوکي د هغه وکورنی ته وسپارل او تراوسه معلومه نشوه چي دا هډوکی د هغه ځوان دي که یا!!!


باور لرم چي تاسو په دې خبرو باور نکوي، خو کاش چي دا رښتیا نه وای، خو څه وکړو چي یو تریخ حقیقت دی . څو ورځي مخکي مي غوښتل چي ولس مشر ته یو لیک ولیکم دده د انټر نيټ پاڼي (ویب سایټ) له لاري، تر څو د فراه ولایت په روانو حالاتو ورته یو څه ولیکم . خو ملګرو راته وویل چي ویب پاڼه يي په هفتو او میاشتو نه تازه کیږي او هغه هیڅ خبر ندي په ویب پاڼي .

زه نه پوهیږم چي ایا کولای شم چي ښاغلي ولس مشر دخپل خلکو د ژند څخه چي هره شیبه د مرګ سایه احساسه وي او د مرګ له دیو سره مخامخ دي ددې لیک په واسطه خبر کړم . خوخیر په هر حال، خپل زړه خوبه خالي کړم شاید د ښاغلي ولس مشر د سلګونو مشاورینو څخه یو ناببره دا مقاله ولولي او ښاغلی ولس مشر دخلکو ددې درد څخه خبر کړي .



ښاغلی ولس مشر!



نه پوهیږم چي تراوسه دي د خپل ګران زوی میرویس بیقراري او ځوریدل لیدلی؟ ایا داسي حالت راغلی چي هغه ډیر بیقرار او په تکلیف وي او ستا او دمور څخه مرسته غواړی؟ که دې لیدلی دي، نو یوه شیبه د هغه ماشومانو، ځوانانو، سپینږیرو او ښځو په حال هم ځان خبر کړه چي د نا امني تر سیوري لاندي د فراه غوندي ولایت کښي د ژوند شپي او ورځي سبا کوي ‎ او هیڅوک دهغوی درد نه دوا کوي او د هغوی ستونزي نه اوري .  دا یوه خبره سپینه در ته کوم چي دا ټول هغه کسان دي چي هیڅ اقتصادي توان نلري چي مهاجر شي د هغه زرګونو نورو کورنیو په څیر چي دخپل کور او کلي پريښودلو ته د ناامنی له وجي اړشوی . 



ښاغلی ولس مشر!


ایا د اختطاف درد دي تراوسه څکلی؟ ایا د هغه بوري مور چي د خپل یواځني زوی د تښتیدلو او بیا وژلو په غم کښي سوي کوکاري وهی او ریدلای سی؟ ایا د هغي په درد پوهیږي، چي هغه دخپل ځوانیمرګ زوي درد څونه ځوروي؟

ایا د هغه پلار په حال چي زوي يي دمخي نه تښتول کیږي او څو ورځي ورسته يي هډوکي ورته رالیږي خبر یي؟

ایا پوهیږي چي د هغه کس به څه حال وي چي ښځه او دوه کوچنیان يي تښتول شوي دی؟

دا بیچاره ولس د چا دروازه وټکوي ښاغلی ولس مشر؟؟؟


تراوسه لا ستا هغه رنګا رنګ انتخاباتی شعارونه ځاي ځای ځوړند دي . څه سوي هغه خبري، څه سول هغه سره او شنه باغونه……..

ایا دا ددیرشو کالو خواری او تکلیفونه بس ندی چي پردي ملت راغلي؟ زه ستا څخه ځواب غواړم، ځکه چي اوس ته ددې هیواد او خلکو مسؤل يي .‎ مونږ ستا دسړکونو، بندونو او روغتونونو دبیا رغوني شعارونه درته بخښو، یواځي امنیت غواړو. پریږده چي وږي ویده شو، پریږده چي خلک مو زاړه کالي واغندي، پریږده چي لڅي پښي وګرځو او لوږه مو څهره را بدله کړي، خو په امن کی و اوسو.

ایا را ته ویلاي سی چي ددې ناامنی او بي باوری مسؤل څوک دي؟ ستاسو دولتي مسؤلین د څه شی لپاره دي؟  بهرني سرتیری او په اصطلاح زمونږ دوستان په دې هیواد کي کومه وظیفه لري؟ د امنیت ساتلو او که پرواده او یا ملي پولیسو باندي د بمبار کولو؟؟؟ 
 
ښاغلی ولس مشر!

مونږ ته ووایه چي کومه دروازه و ټکوو، چرته ولاړ شو او څه وکړو؟! 





Hemat_shiwani@yahoo.com             0799556770

تبصره نسته

  1. کرزې صا حب دا ېو جمله حو دې زه هم در ته تحفه کړم٠ که چېر ې ورته زير شې يو اوږد طو ما ر ترې جوړيږي٠ حو افسوس وخت ېاري نه کوي ٠
    حو کرزې صا حب د قهرمان غازي امان الله خان هغه ميډال ته هم زير شه
    چې د هر داخلي او حارجي په مټو ځوړند وي٠ اه دېحوا هغه ړنده تور کرغه
    ته خو د فکر وي چې نور دا ښکلي ګلان خو په پنجو درنه زحمي نه کړي٠
    او دا تور کرغه هم د ځوړندولو خق لري

  2. وروره دا ستا ولس مشر پخپله رئیس د ټولو رئيس دی لری ګرځه چپ شه هيچا ته څه مه وايه کنی خدا ناخواسته چه د ستا په لار کشی کوم کوهی پيدا نشی