کور / خبرتیا او پيغامونه / دمبارز ارمان لوڼي د شهادت په اړه د تسلیت پیغام

دمبارز ارمان لوڼي د شهادت په اړه د تسلیت پیغام

نېټه: 2018/02/02
پنجابي اشغالګرو محکوم افغانستان مبارز او د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ کمېټې غړی ارمان لوڼی په شهادت رسولی دی، اناالله وانا الیه راجعون
پنجابي ریاست تل د پښتون افغان وینه تویه کړې او په دې سره غواړي، چې د سامراج پوځ او څارګرې ادارې پر ضد د ازادۍ غږونه زیندۍ او په مبارز افغان ولس کې وېره، ترهه او ډار خپور کړي.
پنجابي ریاست ته دا پته نشته، چې محکوم افغان ولس د پنجابي ظلم ته سر نه خم کوي او د خپلې ازادۍ لپاره به نوره هم مبارزه غښتلې کړي.
بنجابی ترهګر پوځ او ایس، ای، ای د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه وېره لري، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به د مصنوعي پنجاب د بربادۍ لامل کېږي، موږ اوس له ترور اومرګ څخه وېره نه لرو، تر هغو به موږ د پنجابي ریاست پر ضد مبارزه کوو، تر څو چې لروبر افغان د لوی افغانستان جوګه شوی نه وي او  په خپل لوی کور کې  امن سا واخلي.
لروبر افغان یو افغان دی، دهر افغان د هر څاڅکي وینې غچ به له پنجاب څخه اخلو او د شهید لوڼي ارمان ارمان  به پوره کوو.
جمیل وقار
د لوی افغانستان تحریک ریس