کور / د ډيورنډ کرښه / وینه به مې وبهیږي خو ګندمک به بیا را باندې څوک امضا نه کړي

وینه به مې وبهیږي خو ګندمک به بیا را باندې څوک امضا نه کړي

ليکنه: م . س

ولسمشر غني د امریکا د پالیسیو ښه تطبیق کوونکی و، د خپل حکومت ټوله کاري دوره یې د امریکا د پالیسیو تطبیق ته ځانګړې کړې وه، خو اوس تازه پوه شوی چې امریکا ور سره چل  او دوکه کړې او دا دوکه اوس ډېره ژوره شوې.

غني وایي:

هیڅکله د  تېرې  ترخې دورې تکرار د منلو نه دی، که څوک فکر کوي چې په اشرف غني باندې به بله د ګندمک معاهده امضا کړي زما وینه به ځي؛ دا رقم ننګین کار به زه نه کوم.”

دا د ولسمشر د خولې خبرې دي چې په ډېر لوړ غږ او غصه ناکه لهجه کې یې بیان کړې.

دا خبرې داسې حال کې بیان شوې چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سولې خبرو په هکله تازه ټویټ کې ویلي چې د سولې خبرې په ښه لوري روانې دي، او ژر به یوې نتیجې ته ورسیږي.

همدا ستونزه ده چې ټرمپ ته داسې آسانه ښکاري.

ټرمپ په څو دلیلونو نه شي کولی دا پروسه لکه چې روانه ده داسې خپل هدف ته ورسوي، دې پروسه کې د کابل تر څنګ سیمه کې د افغانستان لوی ستراتیژیک ملګری هند هم له پامه غورځول شوی. نه یواځې چې له پامه غورځول شوی بلکې مثبت فعالیت یې د ټرمپ لخوا غندل شوی.

څوک را باندې د ګندمک معاهده نه شي لاسلیک کولی، د غني دا خبره ډېرې ژورې ریښې لري.

دا خبره له هغې وروسته د غني له خولې څخه را ووته چې طالبانو د پاکستان په اشاره په ابوظبي کې له افغان مرکچي پلاوي سره ونه کتل. پاکستان غواړي او ټوله هڅه یې همدا ده چې دې پروسه کې کابل او نوی ډیلی څنډې ته شي. د دې دواړو څنډې ته کول پاکستان ته دا فرصت ورکوي چې په طالبانو ستر امتیاز واخلي، طالبان د پاکستان په خدمت کې دي، او هره خبره یې په پټو سترګو مني، دریځونه یې هم د هغوي لخوا عیاریږي.

کابل  له دې کاره ډېر مایوسه شو، تاسو به د حمدالله محب ټویټ لیدلی وي چې لیکلي یې و” د افغانانو په سیاسي جوړښت او هېواد هیڅوک، هیڅ سازمان او هیڅ هېواد معامله نه شي کولی.”

پاکستان په خپلې دوه ګونې لوبې سره ټرمپ پر ځان سور کړی خو دا حالت ژر بدلېدونکی دی، ځکه د ټرمپ نوره اداره، استخبارات او پوځیان ټول ور سره موافق نه دي.

د امریکا د ملي استخباراتو او مرکزي استخباراتو د چارواکو وروستۍ خبرې به مو اورېدلي وي. دوي د پاکستان له دوه ګونې لوبې خوښ نه دي او په څرګنده یې مخالفت کوي.

د دواړو ادارو مشرانو د امریکا د سنا  د استخباراتي کمېټې په یوې غونډه کې وویل چې پاکستان لا هم د ترهګرو په وړاندې دوه ګونی چلند کوي. دوي وویل چې پاکستان هغه ترهګر ځپي چې د اسلام آباد ګټې ګواښي په هغو ترهګرو کار نه لري چې د سیمې هېوادونو ګټې ګواښي، حتی د هغوي مرسته او لاس نیوی کوي.
دوي دواړو په افغانستان کې په طالبانو او داعشیانو د پوځي فشارونو د دوام غوښتنه وکړه.

د امریکا بهرنۍ پالیسي سنا او استخبارات ټاکي، ټرمپ څوک ده او څو بالتۍ خوري چې ووایي زه عسکر باسم او یا پرېږدم.

ټرمپ یواځې ولسمشر دی چې د دې دواړو بنسټونو پرېکړې به په هر قیمت چې کیږي، عملي کوي.

تازه  نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې ولسمشر غني ټرمپ ته یو لیک استولی او د سولې، لګښتونو او سرتېرو د کمولو په تړاو یې ­­­هغه ته یو لړ وړاندیزونه کړي. ورځپاڼه وایي چې دا لیک د سویلي آسیا په چارو کې د امریکا استازې ایلس وېلز ته سپارل شوی. درې امریکایي چارواکو دې ورځپاڼې سره خبرو کې دا مساله تایید کړې او ویلي یې دي، غني خپل هیڅ تشویش پټ نه دی ساتلی.

ټرمپ ته له طالبانو سره د پخلاینې د بیړني جورجاړي په تړاو خبرداری ورکړل شوی  ورته ویل شوي چې د ځواکونو د ویستو په صورت کې به افغانستان بیا د ترهګرو په مرکز او پټنځای بدلیږي.

دا خبره ښکاره ده، طالبانو ته د پاکستان لخوا ویل شوي چې امریکا ته ووایي القاعده او نور ترهګر نور له افغانستان څخه د امریکا او ملګرو پر ضد یې کار نه شي اخیستلی.

القاعده، طالبان او پاکستان په سیمه کې یو نه بدلېدونکی مثلث دی، پاکستان له ترهګرۍ پرته نور څه لري نه، پاکستان څخه که دا وسله واخیستل شي، په همغې ورځ پاشل کیږي.

ډاڼ ورځپاڼې ویلي چې پاکستاني جنرالانو له طالب مشرانو سره ناسته کې ویلي چې غني باید له واکه لرې کړای شي، طالبانو هم ډاډ ورکړی چې دی به له صحنې وباسي یا به یې وژني.

دا خبره جدي ده، ځکه پاکستان په اقتصادي جګړه کې  غني ته مات شوی، په سیاسي ډګر کې یې هم نوم بد دی د ترهګرو د ملاتړي او پالوونکي په توګه ورته کتل کیږي، د امریکا د استخباراتي ادارو د مشرانو وروستۍ خبرې یې ښکاره ثبوت دی چې ویلي یې دي پاکستان د ترهګرو په منځ کې فرق کوي.

اوس غني باید همداسې توندې ویناوې وکړي، توندې خبرې وکړي او تر څنګ یې د هند له لارې په ټرمپ فشار راوړي چې دا پالیسي بدله کړي، د ټرمپ او طالبانو  احتمالي معامله په پټو سترګو او تړلو لاسونو او پښو سره پاکستان ته د افغانستان سپارل دي، غني خو د خپل حکومت ټول ځواک له پاکستان سره په مقابلې مصرف کړ. اوس له داخله کوښښ کیږي چې د غني په ضد خبرې وشي، د محقق، اسماعیل خان، عطا محمد نور او حکمتیار وروستۍ مرکې یې څرګند ثبوتونه دي، څلور واړو په غني ګوزارونه کړي دي.

حکمتیار خو حکومت د سولې په وړاندې لوی خنډ یاد کړی دی. عطا محمد نور بیا له ولسمشره غوښتي چې احساساتي چلند ونه کړي، اسماعیل خان د موقتې ادارې د جوړېدو ملاتړ کړی. محقق هم ویلي چې خلیلزاد ته دې فرصت ورکړل شي چې کار په ښه توګه تر سره کړي.

خلیلزاد مامور دی چې دا پروسه د طالبانو او پاکستان په خوښه سر ته ورسوي خو داسې به ونه شي.

د فبروري په پنځه ویشتمه بیا امریکایان له طالب استازو سره ګوري.

طالبان وایي، دواړه خواوې(طالبان او امریکایان) به ژر کمېسیونونه جوړ کړي څو د قطر د وروستۍ شپږ ورځنۍ ناستې ژمنې وڅاري چې څرنګه عملي کیږي.

د طالبانو د قطر دفتر یوه ویاند سهیل شاهین ویلي، دوي غواړي د اوسني حکومت په شتون کې د نوي حکومت په جوړېدو کار وکړي او دوي غواړي له سیاسي ګوندونو، بهیرونو او حکومت کې له شاملو څېرو سره په دې تړاو بحثونه وکړي، خو په وینا یې حکومت دې برخه کې رول نه لري.

داسې ښکاري چې د طالبانو او امریکایانو خبرې وروستي حد ته رسیدلي، او د طالبانو وینا ده چې د فبروري په کېدونکې ناسته کې به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال وېش روښانه شي او دوي به هم امریکا ته تضمین ورکړي چې د القاعده شبکې په ګډون ټولې ترهګرې ډلې افغانستان کې فعالیت نه شي کولی.

خبره خو تر دې ځایه ښه روانه ده، خو حکومت له دې پرمختګونو راضي نه دی. د زلمي خلیلزاد وروستۍ خبرې هم د توجه وړ دي.

خلیلزاد له افغان مشرانو سره تر کتنې وروسته ویلي چې په افغان مشرانو کې د سولې لپاره د قرباني ورکولو ملي اجماع لا نه ده جوړه شوې.

ولسمشر غني چې تر اوسه یې په چوپه خوله د امریکا پالیسي تطبیق کړي، خو هیڅ اعتراض یې نه دی کړی، اما اوس ډېر غصه دی. د خلیلزاد دې خبرو ته یې غبرګون کې چې ویلي یې و، د سولې کیلي په کابل کې ده، توند غبرګون وښود. ولسمشر وویل، هو خلیلزاده د سولې کیلي ځکه کابل کې ده چې دوي دې برخه کې واضح پلانونه او پروګرامونه لري، خو په وینا یې د جګړې کیلي په راولپنډۍ، کوټې او اسلام آباد کې ده.

په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د غني د ټکټ ملګري امرالله صالح ویلي چې دوي به هیڅکله نابرابره هوکړه ونه مني. منظور دا دی چې پاکستان دې برخه کې د لوبې د ګټلو او ډېرو امتیازونو تر لاسه کولو هڅه کوي، خو داسې نه کیږي.

یو باور دا دی چې غني اوس یواځې پاتې شوی خو دا یواځې توب به زما په اند ور سره مرسته وکړي چې بیا نوموړی ارګ کې پاتې شي،  د ګندمک معاهدې د نه لاسلیک خبرداری یې ډېر ګټور دريځ دی او دا دریځ به ور سره مرسته وکړي چې دی یو ځل بیا د نورو پنځو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه پاتې شي، طالبان نه شي کولی هر څه له امریکا سره فیصله کړي.

دا په یاد ولرئ چې غني په خپل دې دریځ کې کامیابیږي.