کور / سياسي / ‎پاکستان د شیطانت زېږنده!

‎پاکستان د شیطانت زېږنده!

‎لیکنه : مینه منګل 

‎که چېرې موږ د پاکستان تاریخ ولولو نو دا راته معلومېږي چې کله یې هم د بشریت د پاره خدمت ندی کړی ، تل یې ظلم کړی وحشت یې خپور کړی ، هڅه یې کړې څو د خپلو بادارانو په فرمایش افغانان او پښتانه ودردوي، ویې وژني، او ویې رټي.

‎پاکستان د شیطانت زېږنده ده .

‎چېرې چې شیطاني کارونه کېږي جوړونکی یې پاکستان ثابت شوی .

‎پاکستان د تاریخ په اوږدو کې نه هېرېدونکې جنایات د افغانانو په حق کې کړي، څلوېښت کاله یې د افغانستان خلک په خپلو وینو کې لت پت کړل ، د افغانانو د تباهۍ د پاره یې یو شمېر افغانې کورنۍ او حزبي مشران کرا کړل تر څو د همدوی په لاس زموږ خاوره نارامه وساتي.

‎دا حزبي مشران یې دومره سرټيټي کړل چې څه ورته پاکستان ووايي همدا به دوی کوي.

‎پاکستان تر ټولو لوی ظلم له پښتون قوم سره وکړ ، د پيدایښت څخه یې هڅه کړې څو دا نومیالی قوم سرټيټی او ورک وساتي، بدبختانه زموږ د پښتنو یو شمېر مشران د همدې پاکستان د غوښتنو د پوره کېدو په خاطر د پيسو په مقابل کې ښکیل پاتې دي ، چې ددې پښتنو نه ځان ته خیر رسېږي او نه یې هم نورو ته .

‎د پاکستان ترهګرې ادارې کلونه یې هڅه کړې  څو په پاکستان کې میشت پښتانه قومونه وزوروي ویې وژني او له کورونو یې را وباسي او ورک یې کړي.

‎د پاکستان د استخباراتي ادارې د لاسه په پاکستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې مېشتې پښتنې کورنۍ اوس هم د خپلې کورنۍ د غړو له حالت څخه نا خبرې دي چې دوی چېرې دي ؟ په کوم حال کې دي؟ او مړه دي که ژوندي؟

‎ماشومان یې برمته کړل د پاکستان په مدرسو کې یې ترهګریزې زده کړې ور وښودلې ذهنونه یې ور سپين کړل او بیا یې دلته په افغانستان کې افغانان پرې شهیدان کړل چې دا لړۍ اوس هم دوام لري.

‎د پاکستان ترهګره اداره تل هڅه کوي څو د حق غږونه غلي کړي.

‎نړیوال هم ورته خاموشه ناست دي او صرف تماشه یې کوي، دا نو داسې بریښي لکه نړیوال ځواکمن هېوادونه د پاکستان له شیطانت او د افغانانو له تباهۍ خوند اخلي.

‎اوس ټولو افغانانو او په تېره بیا ټولو پښتنو ته پکار ده څو د پاکستان او په تېره بیا د امریکا له لومو ځانونه را وباسي او د تروریزم او د شیطانت ځالې {پاکستان} په وړاندې سره یو شي د ‌‌‌‌‌‌ډالرو پر ځای د د بېګناه انسانانو وینو ته ارزښت ورکړي .

‎نو هغهوخت به نه لر افغان وژل کېږي او نه هم بر، موږ د نا اهله او بېلاره شویو مشرانو د لاسه تباه او در په دره یو لومړی خو د خدای ج دې مشرانو ته هدایت وکړي که د هدایت وړ نه وي نو

‎الله ج د تباه کړي چې نور مو ګل ګل ځوانان د خاورو خوراک نه شي.