کور / سياسي / کرزی خېل څه غواړي؟

کرزی خېل څه غواړي؟

ليکنه: محمد بشير يوسفزی

حامد کرزی چې پوره دیارلس کاله یې پر افغانستان د واکمني پرځای ملکي وکړه، د سیستمونو د رغاولو پرځای یې پر اشخاصو تکیه وکړه او له فرصتونو څخه د اعظمي استفادې پرځای یې فرصتونه ضایع کړل، نړیوالې مرستې حیف او میل شوې او د افغانستان لپاره له برابر شوي طلایي چانس څخه له بده مرغه استفاده ونشوه.

د ښاغلي کرزي په وخت کې محدودو کسانو او کورنیو غلاوې او فساد وکړ، خو درېغه چې د شرم توغ یې ټول وطن ته ور ترغاړې شو، ځکه افغانستان د نړۍ د مفسدو هیوادونو د کتار په سر کې ودرېد، مګر ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې د خپل مسلسل کار او د فساد ضد مبارزې په پایله کې په دې وتوانېده چې افغانستان حداقل د مفسدو هیوادونو له لومړي کتاره وباسي.

جمهوررئیس غني د افغانستان د ابادۍ لپاره واضح او عالي برنامې لري، خو درېغه چې له یوې خوا یې وسله وال طالبان او ګاونډیان کارته نه پرېږدي او د هغه زیات وخت پر هیواد د تپل شوي جنګ پر مدیریت لګېږي او له بلې خوا د حامد کرزي په ګډون داخلي مخالفینو، سیاسیونو او مافیا لاس سره یو کړی دی او هره ورځ حکومت او ولسمشر غني ته نوې ستونزې تراشي.

په دې وروستیو کې چې د سولې هنګامه ګرمه شوې او امریکا له افغانستانه د وتلو خبره کړې، نو وسله والو طالبانو، د افغانستان ګاونډیانو، د حکومت سیاسي مخالفینو او حامد کرزي هم ځانونه سره نږدې کړي او هم یې خپلې هڅې سره چټکې کړې دي. دوی غواړي چې له دغه فرصت څخه د وطن نه، بلکې برعکس د ځانونو لپاره استفاده وکړي.

ښاغلی کرزی او ډله ټپله یې غواړي چې یو ځل بیا واک ته ورسېږي. هغه ته دا مهمه نه ده چې واک ته څنګه او د چا له خوا رسېږي، د دې لپاره کوم اصل او معیار ته هم پام نه کوي، ځکه خو دا مهال له خپلې ټولې ډلې ټپلې سره د مسکو غونډې ته تللی دی او هغه به هڅه وکړي چې دا ځل د روسانو او طالبانو په ملاتړ واک ته ورسېږي.

مګر افغانستان  اوس له هغه حالته وتلی چې سرنوشت به یې په مسکو، راولپنډۍ، بن او یا نورو بهرنیو هیوادونو کې ټاکل کېده، افغانستان اوس د نظام، منتخب حکومت، ولسمشر، اساسي قانون، پیاوړې اردو او تاسیساتو لرونکی دی. دلته د واک اصلي سرچینه ولس دی، ځکه د ولس رایه او ملاتړ هم واک ته د رسېدو منبع ده او هم نظام ته مشروعیت ورکوي.

کرزی خېل هڅه کوي چې یو ځل بیا د بهرنیو په اوږو سپاره وطن ته راشي او یو ځل بیا د مظلومو خلکو وینې وزبېښي، مګر زموږ خلک نور د فساد، ظلم او وحشت د زغم تاب نه لري، پوره څلور لسیزې دومره ځورول شوي چې زغم یې پایته رسېدلی دی. کرزي خېل دې د پردیو په اوږو واک ته د رسېدو خوبونه له ذهنه وباسي. دوی دې ولس ته مراجعه وکړي. د ولس ملاتړ او اعتماد دې خپل کړي، مګر ولس به په سختۍ په دوی باور وکړي، ځکه د دوی بې کفایتي او فساد لا هم د ولس په یاد دی.