کور / سياسي / قوي مرکزي دولت ګټوره نسخه

قوي مرکزي دولت ګټوره نسخه

ليکنه: محمد روښان ښاد

له کومې ورځې چې په افغانستان کې د زور او تشدد له لارې د واک د ترلاسه کولو لپاره کودتاګانې پیل شوي، خصوصاً د ۱۳۵۷ کال د غویي له کودتاه وروسته، نو له هغه راهیسې هیواد جنګ او بحران ته تللی. سره له دې چې د دغه جنګ او بحران د پایته رسېدو لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې روانې دي، مګر لا هم مطلوبې پایلې ته نه دي رسېدلی، دلیل یې په هیواد کې د قوي مرکزي دولت نه شتون دی.

د هیواد اوسنیو ستونزو ته په کتو زموږ ملت د اساسي قانون په تصويب د يوه قوي دولت د جوړولو په خاطر اجماع ته رسېدلی. د هیواد اساسي قانون په دې اړه کافي وضاحت لري. د يوه ولسواک نظام اساسي اصول د اساسي قانون په مختلفو موادو کې مشخص شوي دي.

افغانستان داسې یو دولت ته ضرورت لري چې په هغه کې اجراييه، مقننه او قضاييه قواوې د هیواد د اساسي قانون مطابق په پوره استقلال، قوت او همغږۍ کار وکړي. د قواو تفکیک او د هغوی فعالیت نهایت مهم دی، ځکه دولت په همدغو درې یانې قضایه، مقننه او اجرائیه قواو ولاړ دی او څومره چې دغه قواوې متحرکې او فعالې وي، نو همغومره ورسره د دولتدارۍ ماشین په حرکت راځي.

د دولت د قواوود تفکيک او له بيړنیو حالاتو سره د مقابلې او مبارزې لپاره د قانون د حکمونو مطابق د اړتیا پرمهال خپلواکې ادارې جوړېږي.  حتی د اړتیا پرمهال د قانون په چوکاټ او د قانون د حکمونو په رڼا کې اساسي قانون هم تعدیلېدلی شي.

اساسي قانون او قوي مرکزي دولت موخې نه، بلکې دوه مهمې او اساسي وسیلې دي. موخه وطن او ملت دی. مګر وطن او ولس ته د ښه خدمت لپاره باید قوي دولت او ټول منلی اساسي قانون موجود وي. قانون یوازې د کاغذ په مخ بې مانا دی، قانون هغه مهال خپل ارزښت پیدا کوي چې عملي شي او د قانون عملي کول باید له هر ډول تفکیک پرته په ټولو یو ډول وي. تر هغو چې قانون پر ټولو تطبیق نشي، نو بیا به یې هم ارزښت نیمګړی وي.

په اساسي قانون کې د اتباعو حقوق او وجايب په وضاحت سره تعريف شوي، نو اجرا ته یې باید پام وشي، خو زموږ اساسي قانون د اتباعو، دولت او مدني بنسټونو تر منځ يوازې يو قرارداد دی. قرارداد د حقوقو او وجايبو د تطبيق زمينه برابروي، خو د هغو لپاره کامل وضاحت نه وړاندې کوي. د قراردادونو د تطبيق او اجرا ضمانتونه يوازې په هغه قدرت کې نغښتي چې د قرارداد اړخونه يې د خپلو حقوقو د خوندي ساتلو لپاره لري.

افغانان په دې باور دي چې قوي مرکزي دولت به یې د قانون د پیاوړتیا او د دولت د وجايبو د تطبيق په خاطر د اتباعو پرله پسې نظارت لپاره زمينې پياوړې کړي او د هیواد د اوسنیو ستونزو د حل په برخه کې به موثر رول ولري. له همدې امله د قوي مرکزي دولت لرل د هیواد او هیوادوالو د اوسنیو ستونزو د حل لپاره یوه عالي نسحه ده