کور / سياسي / پاکستان لا هم د ځان بدلولو فرصت لري

پاکستان لا هم د ځان بدلولو فرصت لري

ليکنه:اېمل پیاوړی

لکه څنګه چې د خدای په خدایي کې شک کفر دی، نو همداسې د پاکستان له لوري د ترهګرۍ په ملاتړ کې شک کفر دی او زه فکر نه کوم چې هیڅوک دغه احمقانه کار ته زړه ښه کړي، ځکه  د طالبانوتمویل، روزنه او جغرافیایي ملاتړ د پاکستان له لوري کېږي.  د پاکستان نظاميان له وسله والو طالبانو او نورو تروریستي ډلوڅخه د افغانستان پر وړاندې د نامشروع فشار او د بې ثباته کولو د وسیلې په توګه استفاده کوي.

په پاکستان کې د مقاماتو په ادلون بدلون سره هر یوه د ځان او د پاکستان دریځ د بدلولو ګڼې ژمنې کړي، خو اوس دغو ژمنو خپل ارزښت بایللی او څوک د یو توت ارزښت هم نه ورکوي، ځکه دوی په دې برخه کې هیڅ ژمنه هم نه ده پرځای کړې.

ولسمشر غني چې کله په دې پوه شو چې پاکستان ورسره همکاري نه کوي او یا حداقل د تروریستانو له ملاتړه لاس نه اخلي، نو خپلې اړیکې یې ورسره وځنډولې. د ولسمشر کرزي غوندې یې تر پایه ماته غاړه ورسره وېنوړه بلکې داسې لارې چارې او دریځ یې خپل کړ چې له امله یې پاکستان هم د فشار احساس وکړ او ځان یې منزوي ولیده.

جمهوررئیس غني وایي: ” افغانستان له پاکستان سره د همکارۍ غوښتونکی دی. زموږ اړیکې پر درې مؤلفو استوارې دي: لومړی: د تاوتریخوالی د سیوري له منځه وړل؛ چې دې ژمنې د څلوېښتو کلونو لپاره وجود درلود او له دې تعهد څخه وتل د ټولو قوانینو او اصولو خلاف دي. یو ګاونډی هېواد چې له خپل ګاونډي سره نږدې فرهنګي اړیکې لري، ورانکاري او وسله وال تحرکات نه تمويلوي. بناً دا د بحث یو اړخ دی.

دویم، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر همکارۍ ولاړې سالمې اړیکي باید څه ډول وي؟ زما په نظر، موږ به د باثباته او مرفه پاکستان لپاره تر ټولو عالي سرمایه واوسو، ځکه موږ له منځنۍ اسیا څخه د برېښنا د انرژۍ د ترانزیټ او اتصال سرچینه یوو.

دریمه مشترکه موضوع، موږ د تروریزم له دوامداره ستونزې سره څه وکړو؟ موږ باید همکاري او تعهد ولرو. کلیدي موضوع دا ده چې د یوه ملت او دولت په توګه په تېر د بریالي کېدو په اړه مصمم واوسو. “

افغانستان لا هم د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ د هیڅ هیواد پر وړاندې بد نیت نه لري او نه هم بد نیت د ځان او یا نورو په ګټه بولي، بلکې له ټولو سره دوامداره او دوستانه اړیکې غواړي، ځکه د هیوادونو، حکومتونو او ملتونو ګټې په ښو مناسباتو کې نغښتې دي. خصوصاً له افغانستان سره دوستانه مناسبات د پاکستان په ګټه دي، ځکه چې پاکستان د خپلو صادراتو او اړتیاو د پوره کولو لپاره د افغانستان له موقعیت او فرصتونو څخه په اصولي توګه ښه استفاد کولی شي، ځکه د افغانستان په اړه د دوی د تېرو ۱۷ کلونو شېوې هغوی ته ګټه نه ده رسولې،  حتی د دوی دوه رنګي، نیرنګي او شیطاني چالونه او د ترهګرو ملاتړ ټولې نړۍ ته رسوا شو او پاکستان اوس خپل اعتبار او شهرت بایللی دی.

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ناوړه او له دښمنۍ ډک دریځ هغوی زیانمن او منزوي کړي. د جمهوررئیس غني په باور پاکستان چې په ۲۰۴۷ کال کې چې  د خپلې خپلواکۍ سلمه کلیزه ونمانځي، ډېر بې وزله به وي، خو که چېرې خپل سلوک تغیر کړي او په سیمه ییزه همکارۍ، بنیادي اقتصاد او سیاسي او اجتماعي اصلاحاتو کې ونډه واخلي کولای شي پر متوسط عاید لرونکي هېواد بدل شي. انتخاب له دوی سره دی