کور / سياسي / پاکستان عقده یي دی

پاکستان عقده یي دی

ليکنه: ايمل پياوړی

پاکستان چې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې د افغانستان په چارو کې نه یوازې مستقیمه لاسوهنه کوي، بلکې د افغانستان پر وړاندې یې نااعلان شوی جنګ پیل کړی او عملاً د جنګ یو طرف دی، ځکه وسله وال طالبان چې له حکومت سره جنګېږي، تروریستي بریدونه او چاودنې ترسره کوي او هره ورځ عام افغانان شهیدانوي، د پاکستان له لوري یې مستقیم ملاتړ کېږي. په پاکستان کې پټنځایونه لري. پاکستان کې یې جنګي روزنه کېږي، استخباراتي معلومات او پلانونه ورکول کېږي او بیا افغانستان ته د جنګ لپاره را استول کېږي.

پاکستان د توطیې تیورۍ په اساس په افغانستان کې خپل سیاست عیار کړی او تر دې وړاندې یې افغان مسوولین په یو نه یو ډول تر خپل اغېز لاندې راوستلي وو، مګر محمد اشرف غني چې واک ته ورسېد، نو پاکستان ته یې واضح کرښه کش کړه، پاکستان ته یې وویل چې نااعلان شوی جنګ دې ودروه اوله افغانستان سره له بې دلیله دښمنۍ څخه لاس واخله.

پاکستان هیڅ وخت له افغان لوري د دغه ډول خبرو د اورېدو توقع نه لرله، ځکه دوی څلوېښت کاله د همدې لپاره په افغانستان کې جنګ ته ادامه ورکړه چې نه دلته قوي مرکزي دولت رامنځته شي او نه هم داسې څوک واک ته ورسېږي چې حداقل د پاکستان خلاف موضع ګیري اختیار کړي، مګر ولسمشر غني دوی هک پک کړل.

د ولسمشر غني پلانونو او پروګرامونو د پاکستان هر څه په اوبو لاهو کړل، ځکه هم یې افغانستان د پاکستان له فشار څخه را وېست او هم یې د دوی توطیې او دسیسې نه یوازې ټولې نړۍ ته رسوا کړې بلکې شنډې یې کړې او له وسله والو طالبانو څخه یې د جنګ هغه مشروعیت هم واخیست چې پاکستاني مفتیانو او ملایانو هغوی ته ورکړی و د ولسمشر غني دې او ورته نورو کارونو او پلانونو پاکستان عقده یي کړ.

تر ټولو لا دې کار پاکستان سخت په غوسه کړ چې ولسمشر غني په نړیواله کچه د پاکستان ترهګریز فکر نړۍ ته رسوا کړ او په دې ډول یې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات کړل. د پاکستان پر وړاندې حساسیتونه را وپارېدل او په سیمه کې یې د ترهګرۍ د تولیدونکي هیواد په توګه شهرت وموند.

ولسمشر غني وایي: ”موږ د ځینو هېوادونو د انزوا او د ځینو هېوادونو د مرستو جلبولو طرحه د تېر کال په حمل کې د امریکا دولت ته وړاندې کړه. د دغې طرحې مثبت نتایج موږ نن هره ورځ ګورو.د تروریزم د حامیانو له منزوي کېدو څخه تر اوربنده او بیا ملت ته د سولې د پلان د وړاندې کولو پورې دا ټول هغه ابتکارات او اقدامات دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا ترسره شوي دي، چې د افغانستان د څلوېښت کلن بحران د ختمولو په لار کې سابقه نه‌لري.“

پاکستان غواړي چې له ولسمشر غني څخه د دې ټولو چارو غچ واخلي او د دې لپاره یې د ولسمشر غني پر ضد تبلیغاتي جنګ شروع کړی. طالبان یې یو ځل بیا په ټوکرۍ کې اچولي او چېرې چې امریکا وغواړي نو همغلته یې وروړي او د هغوی مخې ته یې خوشې کوي، مګر د پاکستان دغه چالاکي او بې ځایه هڅې به ځکه نتیجه ورنه کړي چې اوس افغانان هوښیار شوي او له پاکستان څخه سخته کرکه لري او له همدې امله د سولې په اوسنیو هڅو سخت مشکوک دي.