کور / طنز / واک / لنډه کيسه

واک / لنډه کيسه

لیکوال : ماهر احسانزی

پر امسا يې زور وکړ له ځایه پورته شو .

زړه يې غوښتل بیرته لاړ شی خو کور يې سترګو ته ودریده !
په  ناروغۍ د اخته ماشومانو زګیرویو يې د غیرت پښو ته د ناچارۍ زنځیرونه ور واچول .
سر يې ټيټ کړ .
لړزې ونیوه .
بیا وښوریده خو بیرته کیناست .
پر امسا ایښې لاسونه يې  خپل سرته تکیه کړل .
خپل تېر ژوند ، منډې ترړې او سپيڅلې عقیده وریاده شوه .
د جهاد شپو ته لاړ . له خپلو ملګرو سره کړی ژوند ور په زړه شو.
هغه شپه يې یاده شوه ، چې قومندان ورته ویلي و مجاهدین ځان سره کړه او د پورې کلي مامور ګلزمان لاس تړلی راولي !
مامور ګلزمان په تورن و ، چې د حکومت له کسانو سره يې یو ځای د ولسوالۍ په بازار کې ډوډۍ خوړلې ده .
د ګلزمان نس مردار شوی دی ځکه حکومت د روسانو دی .
له بې دینه خلکو سره ناسته ولاړه ، خبرې او ډوډۍ خوړل نه دي په کار . که چا دا کا ر وکړ نو باید سزا يې وګوري .
قومندان صیب لا له پخوا خپل ټول مجاهدین پدې پوه کړي و ، چې ګورئ !
اسلام د تشدد دین نه دی خو که دا خلک همداسې پریږدو ، چې د حکومتي کسانو سره ډوډۍ وخوري ، خبرې وکړي او سبا به ورسره راشه درشه هم پيل کړي .
بیا به خدای مه کړه له دوی سره مونږ هم ستړي مه شي نه شو کولی .
بیا به يې لاسونه ورغوڅوو . ددوی لاسونه له نورو پلیتو خلکو سره لګیدلي او که داسې ونه کړو نو سبا به ټول وطن کې خلک ورځي او ورسره به کیسې کوي ، ستړي مشي به ورسره  کوي او له مونږ به بیا ویره نه لري او نه به مو بیا څوک خبره مني .
دده  له ذهن لا هغه ژړا ګانې نه وي تتلي چې یو ماذیګر يې د خپلو مجاهدینو په لاس کلي ته راغلی ځوان په ونې پورې تړلی و او مور او خویندو يې ورته په سرو سترګو زارۍ کولې ، چې خیر دی بیا به هيڅ حکومتي سړي ته اوبه نه ورکوي او نه به ورسره خبرې کوي ، چې قومندان يې ورته باندې غږ وکړ.
خیرمحمد ه ولې داسې غلې ناست يې ؟
چورت دې بیخي خټه دي .
ګوري نه چې بهرني دوستان راغلې دي او دوی بیا له داسې خلکو ډېر بد وړي ، چې په مجلس کې يې ناست خلک يې خبرو او حرکتونو ته درناوي ونه کړي .
لږ را بیدار شه !
دوی خو هسې هم دې شپو کې له ملایانو او مجاهدینو ویریږي که خیر وي بیا به مو لاس په غوړیو کې وي .
وايې چې کلي کې له هغه خلکو سره مو مرسته کوو ، چې بې وزله وي او هم د دوی څه نور دوستان دي کیدای شي ، څاګانې او کوڅې هم راته جوړې کړي .
خیرمحمد سرته تکیه شوې لاسونه لري کړل .
پر تندي راماتې خولې يې د شهادت په ګوته د تندي له چپ لوري ښې اړخ ته را ټولې کړي او بیا په غټه ګوته پرځمکه وڅڅولې .
په زړه کې په کړیو کارونو پښمانه و خو ژړلی يې نه شول ،  راغليو بهرنيو دوستانو ته به بیا سل او زر پوښتنې پیدا شوې وای .
زړه يې په دې ډاډه و ، چې دده پرتندې د غصې خولې نه بلکې د د رد د اظهار لپاره د سترګو بله لاره وه چې اوښکو يې ځای بدل کړی و.
سترګې يې  مخامخ په خپل قومندان ولګیدې ، چې د جهاد په وخت کې  یې به ددې خلکو د ځایونو خبرونه هم نه اوریدل ، چې بیا مو ورسره یا مینه پيدا کیږي او یا که ورسره ظلم شوی وي نو زړه مو ورباندې سوزي .
قومندان صیب او په دریشو کې خریلي ږیرې دوه نسبتآ ځوان کسان ورسره په کوچ کې اوږه پر اوږه ناست و.
زړه یې غوښتل چې قومندان له ګریوانه راونیسي چې مونږ دې ورسره خبرو ته نه پریښودو او تاسې ورسره دومره جوخت ناست یاست خو خپلې یوې پښې ترې اوس هغه د ځوانې جذبه او غیرتي نوم اخیستی و!!
لړریدلي لاسونه يې راکابو کړل ګوته يې راغیو میلمنو ته ونیوه ، ويې ویل  :
قومندان صیب دا ولې ته خو ورسره دومره جوخت ناست يې لکه ته چې هم کوم حکومتي سړی يې ؟
خدای ته به څه وايې ؟
توبه وباسه !
هغه د جهاد شوګیرې او خوارۍ درپه زړه کړه ، هر څه دې لکه چې تباه کړل ؟!
قومندان پر چپې پښې خپله اړولې پښه بیرته سمه کړه په ښې لاس يې د زنې منډۍ ږیره کې ګوتې وهلې .
موسکی شو .
خوله وازې وکړ، خبرې ته يې ځان برابرو چې ساتونکي يې ورته وویل :
صیب د قومندانۍ مکتوب مو را ورسید او له دې سره  په کوچ کې ناستو میلمنو ته يې لاس ور اوږد کړ او د مخ په جنګولو يې ورسره د مبارکۍ ستړي مه شي وکړي .