کور / سياسي / د افغانستان اوسنی پیچلی حالت او د احتمالي سولې لپاره د ولس بي حده هیلې 

د افغانستان اوسنی پیچلی حالت او د احتمالي سولې لپاره د ولس بي حده هیلې 

ليکنه: سباوون حقیار

مقدمه:
پدې لیکنه کښي تر ډیره بریده هڅه کوم چه په اوسني شرایطو کې په افغانستان کې چې څه روان دي، د افغانستان کورني او بهرني وضعیت او دهمسایه هیوادونو ملي ارزښتونه او ګټې د افغانستان  په سوله او جګړه کې او همدارنګه بین الافغاني مذاکرات اصلاْ څه ته وایې او څنګه را پیدا سوي دي.

د افغانستان اوسنی وضعیت:

په افغانستان کې اوسنی وضعیت ډیر پیچلی دی او تر نورو وختونو اوس حساس حالت روان دی، ګران هیواد افغانستان د تیرو څلویښتو کلونو راهیسي په داخلي جګړو کې ښکیل دی، په زرهاوو بي ګناه ولسي وګړي د ښځو، نارینو او ماشومانو په ګدون خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړی دی. ځوانان او روشنفکران مو دخلقي، پرچمي، مجاهد، دولتي چارواکي، طالب، جاسوس او کفر تر نامه لاندي له منځه ولاړه.

 معارف مو خراب شو، پخواني تحصیل لروونکي ځوانان خو مو یا له منځه ولاړه او یا هم بهرنیو هیوادنو ته مهاجر شول.

له یوې خوا څخه فساد، له  بلي خوا څخه د خلګو بي باوري پر حکومت او دیموکراسۍ نوره هم  په ډیرودو ده. څوک حق ته حق نسي ویلی، که یي ووایي یا یي دنده له لاسه ځي  یا خو په یو نامه او بل نامه ذلیل او بدنامه کیږي.

 په تیرو څو میاشتو کې چې د پارلمان لپاره کومي ټاکنې ترسره شوي،  د دموکراسۍ په تمثیل کې هغه بي باوري یې رامنځته کړه، چې د خلکو د باور د بیرته لاسته  راړلو لپاره  باید له صفر څخه کار پیل او اړتیا ده، چې دا تشه ډکه  شي.

 د سیاسي احزابو ترمنځ اختلاف، دافغان ولسمشر د دوهمې دورې لپاره زیاد تاکید او دطالبانو ضد حکومتي ټاکنی، ترخې او جدي خبرې اوکنفرانسونو وضعیت نور هم پیچلی کړی دی. له بلي خوا دطالبان د سولې خبرې چې ټولې د (اې ایس ای) تر چتر او مشورو لاندي په مختلفو هیوادو کې روانې دي. کیدای شي چې ددغو هیوادونو د هلو ځلو ترمنځ کومه همغږي وجود ونلري خو د سولې په وړاندي یو ډول خنډونه پیداکولی شي، څنګه چې په تیرو وختونو کې تجربه  شوې هم دي.

د سولې شورا تر چتر لاندې مختلفې ډرامې او کارونه مخته ولاړل، چې حتی خلکو په ترکیه، دبی او لندن کې کورنه پرې رانیول، د سولې شورا نه بلکي سم یو ډول د فساد پروژه وه، چې په دا وروستیو وختونو کې یې دفترونو په ولایاتو کې وتړل شول، چې دا د فساد پر ضد یو نیک او ښه اقدام  وو.

د سولې هلې ځلې له اوس څخه ندي پیل شوي، د افغانستان پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ډیرې هلې ځلې وکړې، خو د (ای ایس ای) لخوا دسولې پروسه د ملا محمد عمر اخندزاده د مرګ اعلان سره وځنډیده، په داسي حال کی چې ملاعمر له وخته لا خپل ژوند دلاسه ورکړی و، دا چې څنکه یې ژوند دلاسه ورکړ، دلته پردې بحث نه کوو. وروسته له هغه چې کله د دوهم ځل لپاره د سولې خبرې شروع اوبیا تر ډیره حده مخته ولاړې، په دې وخت کې تصادف نه  بلکي قصدي او تربیب شوي پلان له مخي د ملا ملامحمد عمر ځای ناستی ملا اختر محمد منصور هم ووژل شو، چې شیخ مولوی هیبت الله یې پر ځای کښیناست او دسولې پروسه سبوتاژ شوه، او وروسته له هغه به دکویټي شورا او پښور شورا هغه ټول کسان هغه په یو نامه او بل نامه د ( ای ایس ای) لخوا نیول کیده کوم چې سولې ته به ژمن وو.

راځو دا نژدو وختونو ته تیر کوچني اختر په ورځو کې کله چې د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ درې ورځني اوربند اعلان وشو، نوې هیلی را ژوندۍ شوې، د خلکو په زړونو کې یو ځل بیا دا احساس پیدا شو، چې سوله به راځي، افغانستان په جوړيږي حتی طالبانو اوحکومتي عسکرو یو بل ته غیږ ورکړي. چې وروسته د اوربند څخه زیات شمیر هغه طالبان چې په اوربند کې یې د ولس او حکومتي عسکرو سره ترغاړې دریدلي وو او یو بل یې پر مخ ښکل کړي وو، یا خو ګوښه شول، یا تبدیل او یا هم تعزیزي مجازات ورکړل شول. که دا ډول کړنې تحلیل کړو، نو دې پایلې ته  رسیږو، چې دا اوربند طالبانو نه بلکي دپاکستان (ای ایس ای) یا په بله اصطلاح ایسټابلیشمینټ کړی وو، ترڅو پوري چې افغان ولس او حکومت ته یې ور وښیې چې که دوی وغواړي په ضرب دڅو ساعتونو کې ټول افغانستان کې به ډز لا ونه وینی. ددې هدف شاته د دوی هغه غوښتنې پر افغانانو باندي منل دي کوم چې پنجاب یې د ۱۹۴۷ ملادي کال راهیسي ویني.

راځو دوست هیواد امریکا  ته: د امریکا متحده ایالاتو مبارزه د تیرو اولسو کلونو د تروریزم په ضد شروع ده چې د براون پوهنتون د آتکل په اساس د امریکا متحده ایالاتو نظامي  کلنۍ مصرف چې په افغانستان  او عراق کې يې کوي  د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه ۵.۹ تریلیونه ته به پورته شي.

 د ستمبر یوولسمی نیټې څخه د ۲.۷ میلیونو زیات امریکایان د تروریزم سره په مبارزه کې وجنګیدله او تر پنځلس زرو زیاتو امریکایانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی، وینې توې شوې دي او بیخي زیاتي پیسي يې مصرف شوي دي، مګر بیا هم په افغانستان کې امینت رانه غی او هغه پیسې چې د افغانستان د بیاروغونې لپار راغلې وي دولتي فاسدو چارواکو شخصي جیبونو ته ولاړي.

 د امریکا د متحده ایالاتو ولس په وارو وارو غوښتنې کړې دي، چې نور هغه جګړې ته د پای ټکی کښیږدي، کوم چې د امریکا لپاره يې تر ګټو زیانونه او مشکلات ډیر دي، یعني د دوی دهیواد ځوانان د وطن څخه ډیر ګوښه وجنګیږي او بیادي مړه شي، د ویلو خو لا داده چې د ولسمشر ټرمپ د بریا یو راز دا وو چې د بریا په صورت کې به امریکایي پوځیان د افغانستان او سوریې څخه باسي. د ولسمشر ټرمپ تر ډیره بریده پوري هلې ځلې د افغانستان څخه د امریکایي پوځیان وتل دي، مګر په یو دم سره نه، بلکي په تدریجي ډول سره چې کیدای شي تر ۱۸ میاشتو پوري دا سلسله جریان ومومي او د افغانستان سیاسي حالت تر جدي څار وروسته د وتلو پروسه پایته ورسوي.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان او عراق لپاره پخوانی سفیر ښاغلی زلمی خلیلزاده خپل ځانګړی استازی په توګه وګماره چې د سولی په روانو خبرو کې به دنوموړي  په مشرۍ امریکایی پلاوی د طالبانو سره مختلفې غونډې جوړې کړي چې د تیرو څو میاشتو راهیسي دا پروسه روانه ده، په پایله کی یې ښاغلي خلیلزاد خپل په تویتر داسي لیکلي دي (مونږ د تروریزم سره د مبارزې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د پام وړ پرمختګ کړی دی  دا زموږ خبرو‌اترو ته د پای ټکي ایښدلو څرګندونه نه کوي. مونږ تر اوسه پوري د یادو مسایلو په اړه وروستۍ موافقه نه ده کړې، او لاهم د نورو مهمو مسایلو لکه د افغانانو خپل ‌منځي خبرو‌اترو او د بشپړ اوربند لپاره کار کولو ته اړتیا لیدل کیږي.).

د یادونی وړ ده چه د روان کال د فبروری پر پنځمه نیټه ولسمشر ټرمپ خپل ملت ته په وینا کی وویل (ستر قومونه ناختمیدونکی جنګونه نه کوي، او زیاته یی کړه چه ما په افغانستان کی د سیاسی جوړجاړی لپاره مذاکرات کړندي کړي دي، او همدارنګه یی د سولی خبری ګټوری وبللی، او په اخیر کی یی وویل چه دا لا نده معلومه چه مونو موافقی ته سره ورسیږو او که نه خو مونږ په دې پوهیږو چه دوو لسیزو د جنګ څخه وروسته اوس د سولی لپاره کوښښونو ته ضرورت دی)

له بلی خوا څخه د ښاغلي خلیلزاد د مختلفو غوڼدو څخه وروسته د بین الافغاني مذاکراتو مسله راپورته سوه، دا وورسته له هغه چې طالبانو د افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو څخه ډه ډه وکړه.اوس راځو بین الافغاني مذاکرات څه ته وایی؟ د طالبانو تحریک او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې ته ولي مونږ بین الافغاني مذاکرت نشو ویلی؟ بین الافغاني مذاکرات عبارت د مختلفو وتلي څیرو او سیاسي ګونډونو مشرانو ناسته د طالبانو سره عبارت د بین الافغاني مذاکراتو څخه ده.

 ددې مذاکراتو څخه هدف دادی چې د سولې خبرې ډیر ژورې او عمقې دي، ډیر فساحت او بلاغت ته اړتیا لري، سوله دومره ژر هم نسي راتلای لکه څنګه چې مونږ او تاسي ورته فکر کوو او افغان ولس ورته بي صبرۍ سترګې په لاره  دي، د سولې شاته مختلف شرطونه وجود لري، چې هر ګاوندۍ هیواد خپل ملې ګتې او ارزښتونه په پام کې نیسې دا هم ممکنه نه ده، چې د څو غونډو په ترڅ کې یوې۴۰ کلنې جکړې ته د حل لاره پیدا او یا هم د پای ټکی کیښودل شي. دا د افغانانو لپاره ښه وخت دی چې دسولې په ژورو خبرو ځان خبر کړئ، تر ټولو مهمو موضوعاتو ته راځو، هغه دا چې د ګاوندي هیوادونو ګټې او ارزښتونه د افغانستان په سوله کې څه دي؟ ولې ایران جلا، چین جلا، پاکستان جلا او روسیه جلا ښکیل دي، او سعودي خو د سولې په پروسه کې دقطر منځګړیتوب نه مني، د سعودي موضوع ‌ډیر پراخ بحث ته اړتیا لري، دلته راځو صرف په ګاوندي هیوادونو خبري کوو.

د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې ساحوي ښکیل اړخونه:

الف: پاکستان:

دا چې پاکستان د سولې په پروسه کې همکاري کوي، داسي ندی چې دوی د افغانانو غم اخیستي دي او نه هم د خدای لپآره داکار کوي، بلکي هغه د افغان او باالخصوص د پښتنو په تباهۍ کې خپل د پنجاب ابادي ویني. په هرحال، پاکستان ته خپلی ملي ګټې او ارزښتونه تر هرچا مهم دي او کله چې  هره مسله په نظر کی نسي، دوی ته لومړیتوب خپل ملي ارزښتونو او ملي ګټې دي، چې دلته  په څلورو کلیدي موضوعاتو بحث کوو.

لمړۍ: د ډیورنډ کرښې سرنوښت په رسمي ډول معلومول، یعني د پاکستان نظامي قوت چې په راس کې یې (اې ایس ای) دی اوس پدې ښه پوهیږي چې افغانان نور له جنګ څخه ستړي دي او سوله په هر قیمت  چې وي غواړي یې، که ریفرنډم(ټول پوښتنه) وسي، تاسي به یو کس په ټوله افغانستان کې پیدا نکړئ چې ووایې  سوله نه غواړو، یعنی تر انتخاباتو، تر معارف، تر هرڅه دمخه سوله غواړي او سولې ته  لیواتیا ښيي.

دوهم: هغه اوبه چې د افغانستان څخه تر لاهوره ځي، په ځانګړي ډول سره د کنړ سیند چې دهغو اوبو د بندونو مخنوی وکړي، ترڅو پوري د دوی ځمکې د خړوبوول موانع په راتلونکې کې  نسي.

دریم: هغه د هند د فعالیتونو مخنوی دی، پاکستان تل دا ویره  لري،  که داسي یو حکومت په افغانستان کې شتون ولري، چې مناسبات یې د هند سره تر پاکستان ښه وي، نو کیدای شي چې دپښور، کوټي او وزیرستان پښتانه او د بلوچستان بلوڅان د دوی په خلاف تقویه او استعمال کړي.

څلورم: د افغانستان ضعیف ساتل او ملک الطوایقي په کي رامینځته کول

ب: هند:

هند هم غواړي چې دافغانستان دسولې په پروسه او مذاکراتو کې مستقیم یا غیر مسقیم ځان خبر وساتي هغه پدي معنی که چیر سوله په افغانستان کې راځي نو دوی کشمیر مسله هم مطرح کولی شي، او د داسي یو حکومت څخه هم ترس لري، چې سبا د دوی په ضد دی، افغانان د کشمیر په افراط ګرو ډلوو کې دهند په خلاف وجنګیږي

ت: ایران:

ایران هم د تیرو څو کلونو راهیسي د افغانانو په بربادۍ او وژنه کې بي برخې ندی پاته  شوی، د طالبانو سره خپل تر حده یې مالي او نظامي مرستو ته  کش ورکړی دی، حتی فراه، هلمند، نیمروز او هرات طالبان د روزنې لپاره زاهدان نظامي کمپونو ته لیږلي ترڅو یې ښه استخدام او ورزنه ورکړل شي، چې  د دوی یواځنی هدف  دا وو ترڅو طالبان د امریکا په ضد د افغانستان په خاوره کې وکاروي او همدرانګه امریکا ته داسي یوه ضربه ورکړي، چې ددوی د اقتصادي بندیزونه یو غچ مثال شي او همدارنګه  د سلما، کجکي، کمال خان او بخش اباد د اوبو بندونو چې ددوی په وړاندي د اوبو موانع کیږي، له منځه یوسي او یا يې هم  له لږ تر لږه  کارونه  په خنډ کې واچوي چې تر یوه سرحده  په دې کار کې بریالي روان هم دي، نور شرطونه هم نلري چې په سر کې يې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو حضور کمول اویا په  بشپړ دول ایستل دي.

 او بل د هغو ‌ډلو سره چې د ایران په اذان روژه ماتوي او په افغاستان کې شتون لري د هغوی سره د دوی اړیکو ته  پراختیا او مشروعیت ورکول دي.

ج: روسیه:

روسیه هم د پخوا څخه د افغانستان خوبونه لیدله او حتی د دوی یرغل پرافغانستان باندي ددوی لپاره د اقتصادي پرمختګ او ساحوي سیاست کې یوه نوې طرحه رامنځه کړه، چې هدف یې هند او د پاکستان د مارکیټونو انحصار او وروسته بیا  عربو ته لاره پیدا کول دي. خو د روسيي هغه خوب پوره  نه سو او هر څه يې سرچپه ثابت سوله.  په اوسني وخت کې روسیه هم کوښښ کوي چې د امریکا مخه په یوه نه، یو ډول ونیسي او وایې: چې امریکا باید ووځي، مونږ کوښښ کوو، چې خپل په ګاونډیو هیوادونو کې  داسي سوله راولو، چې نړیوال ته خطر نه وي. یعني هدف یې دا دی چې خپل نفوذ کرار کرار په افغانستان کې بیرته لاسته راوړي او د امریکا وتلو ته د امکان تر حده پوري زمینه برابره کړي.

د: چین:

د چین په هدف تراوسه اکثره افغانان نه پوهیږي، د چین اصلي هدف خپل ځان د احتمالی اور څخه ساتل دي، هغه پدې معنی چه چین ویره لري چې د وخت  په تیریدو سره هغه مسلمانان سر درد جوړ نسي کوم، چې په چین کې میشت دي، یعني په ساده لهجه ددوی ترس او ویره له خدای څخه نه ده، ځکه دوی نه خدای مني او نه هم رسول، بلکي د داعش څخه ده، نو کوښښ کوي، چې طالبان صحنې ته راولي، ترڅو د داعش سخت دریځي ډلې مخنوی پرې وکړي.

سوله او د افغانانو بي صبري سره لویې هیلې:

اوس نو سوله راتلل به افغانان ته په کوم قیمت تمامه شي، ددې جواب په وخت او د افغانانو په سیاسي شعور، بصیرت، ځانګړتیا، وړتیا او مهارت پوري اړه لري، افغانانو تل په سیاست کې ناکام پاته شویدي، دا څرګنده خبره ده، چې ملي حاکميت دخلک د ممثلینو لخوا تمثلیږي، څرنګه چې انتخابات مو تر ‌‌‌ډیره بریده ناکام دي، د ظلم او فساد څخه  ډک تیر سول، نو فکر نکوم، چې  د خلکو د ممثلینو لخوا دي د افغانستان ملي حاکمیت تمثیل شي، نو دلته پکار ده، چې مدني ټولنې، ځوانان، ښځې، قومي مشران، سیاسي ګوندونه بغیر له کوم شخصي امتیازاتو څخه دهغو ملاتړ ونکړي، چې د قدرت په سر د پاتي کیدو لپاره خوبونه ویني او نه هم د هغو ملاتړ وکړي، چې قدرت ته د رسیدو لپاره د هری ممکني لارې څخه کار اخلي. هدف باید سوله وي هغه په داسي ترتیب او میتود چې په هغه کې د افغانستان د ملې ارزښتونو او ګټو ساتنه او د (ای ایس ای) د چلونو او فریبونو مخنوی شوی وي. یعنی اړتیا داده چه لاسته راوړنې باید وساتو او افغان پوځ پیاوړې کړو.

  له بلې خوا څخه طالبانو مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزی وایې د سولې په راتلو او امریکا پوځ له وتلو وروسته به افغان پوځ  منحل کیږي او په جواب کې یې ښاغلی ولسمشر اشرف غني وایې چې دا کار به ونشی او د پوځ وسایل به بیا پرګانډیانو ونه پلورل شي. کچیري افغانان د ګاونډیانو په ګټو، منطقوي او ساحوي سیاست باندي ځان خبر وساتي فکر نکوم چې هغه د پخوا تجریبې دې بیا تکرار شي.  او دا ولس هغه د ۱۹۹۲ م کال ولس ندی چه څوک هر څه ووایی او ولس یی ومني.

که چیري سوله راځې نو دا کیدای شي، تر اتلسو میاشتو حتی تر دوو یا درو کلونو پورې وخت ونیسي، نو زما په نظر هغه سوله چې د افغانستان ملي ارزښتونه په کې خوندي وساتل شي، هغه که دښاغلی ولسمشر اشرف غني له واک څخه د ګوښه کیدو په قرباني وي او یا هم د ولسمشر غني د حکومت په راس کی پاته کیدو او ځینو نور تغیراتو په سر وي،  په دې معنی چې غني به په خپل ځای پاته وي او په  همدي ټاکنو کې به طالبان برخه  نه اخلي، ترڅو چې  نوې نظام د شفافو رایو او پراخو ټولټاکنو په نتجه کې راځي.

د ولسمشری څوکې په بدل کي باید سولی اړونده مسایل د لمر او شپوومی روشانه وي، یعنی که چیري غني واک سپاري بیا به يې  پر ځای د نړیوالو په ضمانت د شپږو شپږو میاشتو لپاره د انتقالي حکومت په راس کې داسي کسان راځي او ځي، چې موجوده نظام  په خپل حال وساتي او د منحل لپاره  هیڅ ملي اداره  ونه ټکل شي.

وروسته  بیا د غني او نورو ټولو سیاسي  رقیبانو ترمنځ دا سي ټاکنو ته  زمینه  برابره  شي، چې یو منتخب حکومت  د شفافو رایو په ترڅ کې رامنځته شي او دملي ګټو او ارزښتونو د ساتلو ترڅنګ موجوده فساد، بي عدالتي او بي وزلې ختمه کړي.

باید په یاد ولرو، چې که امریکا د ټاکنو بودیجه افغانستان ته منظور نکړه، نو خپله اوسنی حکومت د موقت حکومت شکل او بڼه غوره کوي. حساس وخت دی، ډیر عمق، ژوراو صریح فکر ته اړتیا لرو او په عمقو موضوعاتو باید تل ځان پوه وساتو تر څو د اګاهانه قرباني مخه ونیسو، سوله به راځي، ان شا‌ءالله.

ومن الله توفیق

ستاسو کشر ورور

سباوون حقیار