" /> " /> " /> " /> دخوست ښار د جرګو په تالاركښي يوه لويه غونډه…  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / دخوست ښار د جرګو په تالاركښي يوه لويه غونډه…  Fotos

دخوست ښار د جرګو په تالاركښي يوه لويه غونډه…  Fotos


د خوست ښار د جرګو په تالاركې يوه داسې لويه غونډه جوړه شوې وه چې د سيمې يوشمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو د سياسي اوټولنيزو ګوندونوغړيواو مشرانو سربېره پكې په سلګونو ځايي اوسيدونكوپكو هم ګډون كړى وو.

  له د ډلې د مجاهدينوملي اسلامي شورا مش مولوي محمدسردار ځدراڼ وويل چې موږ له مركزي دولت څخه په كلكه سره غواړو چې پدرام دمحاكمې مېرزته راكش كړي او كه داسې ونه شي نود خوست ولس به په راتلونكو ټولټاكنوكې په ګډون كولو غور كوي ځكه د دوى په وينا ولس مشر تردې مهال هيڅوك هم له ګريوانه راونه نيول چې قانون پرې  عملي كړي.



  ويناوالو وويل چې په كابل كې ځينې كړۍ پاڅيږي په ډاګه د بل بي عزتي كوي خو بيا هم مجرم ازاد ګرځي .

چې ښه بېلګه يې د عبدالرشيد دوستم  او اكبرباى مسئله ده.

   له غونډې وروسته يولاريون وشو چې د ښارپه واټونو كې له ګرځيدو وروسته د غازي امان الله په وياړجوړشوي مينارته وورغلل او په هغه يې د ګلونو هارونه كيښودل.


   او په پاى كې يې يوه پرېكړه ليك  هم وړاندې كړ چې دولت يې د پدرام په محاكمه كولو ټينګارشوى و.