کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / … لراوبر رواړوله د سرليکونوپه کتو… [ پاكستان تجزيه كيږي ]

… لراوبر رواړوله د سرليکونوپه کتو… [ پاكستان تجزيه كيږي ]

نن ورځ چې كمپيوټرته كېناستم ،نودهركله غوندې مې دپښتوبرېښپاڼوپه كتلوپيل وكړ،ترڅوزر،زريې سرليكونه وګورم چې نن څه نوي مطالب ،څبرونه ،تبصرې . . . پكې خپارۀ شوي .
له پژواك اوبېنوابرېښپاڼووروسته مې دريمه برېښپاڼه لراوبر رواړوله ،دسرليكونوپه كتلوبوخت وم ،كله مې چې دخبرونوپه برخه كې د(پاكستان تجزيه كيږي ) سرليك وليدنوومې وغوښتل چې ويې ولولم ،خبر مې خلاص كړ اوسرترپايه مې ولوست .
داخبرپه يوڅوكرښوكې ليكل شوى ،زه يې دلته رانقلوم اوبيابه يې په اړه خپل نظروليكم .

د وفاق المدارس عربيه مشر قاري حنيف جالندهري وايي په كراچي كي د طالبانو سته والى يوه دروغجنه آوازه ده.
نوموړى وايي لوېديځ وال هڅه كوي چي د پاكستان ټولي سيمي د طالبانو څخه په خطر كي وښيي، خلګ مايوسه كړي او دوى په پاكستاني خاوره كي عملياتو ته لاره پيدا كړي.
نوموړي تېره ورځ په حيدرآباد كي يوې خبري غونډي ته د خبرو پر مهال پاكستاني سياستوال يووالي ته راوبلل او له هغوى يې غوښتنه وكړه چي د لوېديځ په مقابل كي سره يو سي.
د حنيف جالندهري په وينا لوېديځ د پاكستان د تجزيې پلان له مخكي لا جوړ كړئ او اوس غواړي په دې ډول يې عملي كړي.

په پورتني خبركې وينى چې دپاكستان دتجزيې پلان ښودل شوى ،خوزماپه نظركې پورتنۍ خبرې له هغۀ څه سره چې كيدوني ښكاري اويابه احتمالاً ترسره شي بيخي برعكس دي ،داځكه چې ديادوشويوعملياتويادونه يوازې په قبايېلي سيموكې شوې اودترسره كولوسيمه يې هم يوازې همدغه قبايېل دي .
دايوداسې جوړشوى پلان دى چې پاكستان پخپله جوړكړى اوله امله يې هغه څه پلي كول غواړي چې دوى يې دترسره كيدوارمان لري .
زماپه نظرپه ياده شوې سيمه كې به عمليات ترسره شي اوله عملياتووروسته به دغه سيمه ،دوى قبايلي سيمه داسې پاكه وښيي چې بيابه هېڅ مخالف پكې پاتې نشي اوښايي پاكستان ځاى ځاى پكې څارتونونه هم واچوي .
له عملياتو وروسته ،چې دقبايېلوسيمه (دپاكستان په نظر) ښه سوتره شي ،نوهرڅه به دافغانستان په دننه كې روان وي اودوى ته به پلمه په ګوتو ورشي ،وايي به چې اوس خوقبايلي سيمې هم پاكې شويدي ،لدې سيموڅخه هېڅوك دافغانستان په دننه كې خرابي نشي رامنځته كولى اوپه افغانستان كې چې هرڅه كيږي هغه ددوى خپل كاردى .
پاكستان غواړي پدې ډول خپل پلان پلى اوبشپړكړي اودقبايلي سيمې په پاك ښودلوسره دافغانستان دخلكواودولت خوله وتړي ،ياني بيابه څوك داسې نشي ويلاى چې افغانستان ته له ډيورنډمخالفين را اوړي او ورانۍ رامنځته كوي .
دايوداسې پلان دى چې دپاكستان (ISI) له (CIA) سره په ګډه جوړكړى اوغواړي چې پدې ډول پاكستان له احتمالي خطرڅخه وساتي .
دپاكستان ISI داسې يوه فرېبكاره ،مكاره اولاسپوڅي اداره ده چې په يونايوډول كولى شي بهرنيانوته هم فرېب وركړي ،خوفرېب څه داسې ندى چې دوى ورباندې منتراچوي بلكې پخپل لاسپوڅيتوب  كې دبېكچې وفادارۍ په ښكاره كولواودهغه څه په سرته رسولوسره يې كوي چې خپل باداريې ترې غوښتنه كوي ،دبېلګې په ډول لكه يوه ښځه چې له خپل خاوندسره بېكچې مينه وښايي ،مخ اولاس په لاسپاك وپاك كړي ،ګردونه ترې اېسته كړي ،ښكل يې كړي اوځان په غېږكې ورواچوي ،نودخاوندزړه يې هرومرونرميږي اوهغه څه ورسره مني چې دي يې غواړي .
كله چې پاكستان داكارترسره كړي نوبياله هغومخالفينوسره چې له پولې هاخوا اوسيږي خپل دسولې هغه تړونونه چې مهال پرمهال يې ورسره په خام ډول تازه كوي ،له خام حالت څخه پاخه هغه ته راوباسي اودخپل جوړكړي پلان له مخې داسې پاخه كړي چې بياهېڅ مخالف پيدانشي اوهغه څه ترسره كړي چې دافغانستان په اړه يې ورباندې بېكچې خوارۍ اولګښتونه كړي وي .
لدې امله وېلاى شوچې دپاكستان تجزيه نه بلكې لاټينګښت پرمخ روان دى ،خوځينې هغه مشران چې ښايي لادحالاتوپه څرنګوالي نه پوهيږي اوياهم په دISI په نغوته داډول خبرې كوي لكه په پورتني خبركې چې شوي .

تبصره نسته

  1. د پښتون قوم یو والي په هیله!!!
    زما پر اند هغه سپین روبي (سپین ږیري) کوم چې د پاکستان،امریکي او روسي لاسپوڅو لخوا په دا تېرو دیرشو کلونو کې په یو او بل نوم په شهادت رسیدلي یواځینۍ موخه یې د پښتونخوا یو والی او افغانستان جوړولو مخنیوی وو، تاسې ته په یاد دي چې په ۱۳۶۵/۱۱/۱۰ نېټه استاد عنایت الله څوک چې د مهمندو قومي مشر او په هېواد کې خلک ورته په ډېر ښه نظر قایل وو، آن تردې چې د هند پښتنو هم د خپل مشر په حیث پېژنده، استاد چې په لره پښتونخوا کې د خان بابا څخه وروسته د لوړ مقام څښتن وو دغو وطن پلورونکوله خوا په بې رحمانه توګه په شهادت ورساوه، یواځینۍ هیله چې زه یې له پښتون قوم څخه لرم هغه د یووالي هیله ده، کچېرته پښتانه یو والی ونه لري نو د پخوا په شان کېدای شي چې د نورو په لاس ومري، استاد چې د ننګرهار ولایت،رودات ولسوالۍ د اخوندزادګانو په کلي کې دې دنیا ته راغلی وو په کال ۱۳۶۵/۱۱/۱۰ نېټه يې لدې پاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړی،زموږ د ټولو ارمان،موخه او تګلاره یوه ده خو تلل مو په جلا لارو دي پکار ده د هر څه د مخه د یو والي هوکړه وکړو او وروسته د موخو لاسته راوړنه، هڅه پکار ده چې ټول د خپل قوم د بشپړې روزنې په موخه خپلې مټې را ونغاړو او د نوي نسل سهي روزنه وکړو تر څو د وې د تیارو ښکار نه شي.
    د یو او خپلواک افغانستان په هیله.
    حکمت الله خېبر.

  2. نو حه فکر کوی چه آیا امریکا د پاکستان په نفعه دا کار کوی او که یا؟