کور / سياسي / د مسکو غونډه د کودتا او دسیې د افغان حکومت چپه کولو هڅه

د مسکو غونډه د کودتا او دسیې د افغان حکومت چپه کولو هڅه

ليکنه: ودان روښان

د رپوټونو له مخې په مسکو کې د پخوانیو مجاهدینو ځینې مشران یا یې استازي او نور سیاستوالو د افغان حکومت په غیاب کې د            ای اس ای او روسیې استخباراتو په منځګړیتوب طالبانو سره جرګه شوي چې له شنونکو او عامو افغانانو سره یې اندېښنې راپورته کړې دي. دا اندېښنې تر ډېره ځکه پر ځای دي چې له طالبانو سره چې د پاکستان پوځ او د هغه څارګرې څانګې( ای اس ای) له بې دریغه ملاتړه برخمن  دي او د دې خبرو نوښت هم تر ډېره ای اس ای او د روسیې استخباراتو کړی دی چې عام افغانان او هم افغان سیاستوال پر یادو هېوادو شکمن او هر ډول حرکت یې غیردوستانه ګڼي. دغه شکونه هله نورهم زیاتېږي چې طالبان خو هسې هم د پاکستان د لاس اله او دهغه هېواد د ګټو خوندي کولو ځواک دی چې دا خبره نوره اظهر من الشمس ده او د زبات اړتیا یې نه شته خو له کابله د ورغلو کسانو نوملړ ته چې هم وکتل شي د ای اس ای نفوذ او اغیز په کې له ورایه څرګندېږي، زه پر چا باندې تور نه لګوم ښایي ځینې کسان به وي چې له ای اس ای سره تړاو ونه لري خو ډېر په کې داسې دي چې نږدې ټول یې پېژني، مخینه، دریځ او کړه وړه یې لکه لمر روښانه دي چې د پاکستان د ګټو له پاره یې هاند او هڅې کړې دي. نو اوس چې د غونډې ډېرو ګډونوالو سرچینه او اوخور یو وي څه ډول تمه ترې کېدی شي؟ څوک پوهېږي چې دغه خلک د سولې خبرو پرځای د یوې کودتا ډوله دسیسې له لارې د حکومت چپه کولو هڅه ونه کړي. په دې سره د ډاکتر نجیب الله د واکمني وروستیو کلونو پېښې د انسان ذهن ته مخامخ ورګرځي هغه وخت هم د روسیې په ګډون د سیمې او نړۍ لرې او نږدې نورو هېوادونو استخباراتي شبکو په لمسون او منځګړیتوب د حکومت ځینو کړیو او د پخوانیو مجاهدینو ترمنځ  د قومي، توکمیزو، مذهبي او ژبنیو تړاوونو پر بنسټ اړیکې ټینګې او پر ډاکتر نجیب یې د کودتا له لارې د واک سوله ییز لېږد په اړه ملګرو ملتو پلان شنډ کړ. وتلی افغان لیکوال او څېړونکی شهسوار سنګروال لیکي: همايون شاه په ۱۹۹۲ کال، لانجيب په واک کې و چې د مرکزي کمېټې له منشي نجم الدين کاوياني سره په پاريس کې وليدل، اصفي ورته په ډاګه وويل: تر هغې چې نجيب له واک نه لاس په سر نه شي، د سولې خبرې ناشونې دي. کاوياني هم ورته ځواب ورکړ او ورته ویې ويل:«د نجيب لرې کېدل ګوند ته کوم پرابلم او ستونزه نه ده.»دا هغه وخت دی چې د کارمل ډلې له احمدشاه مسعود سره د واک په سر خبرې کړې وې.(۱) د نجیب پرضد د کودتا پایله ټولو د سرپر سترګو ولیده چې د تکرار اړتیا یې نه لیدل کېږي. په افغانستان کې د واک مشروعیت له منځه وړلو په اړه د افغان دوښمنه کړیو هڅې نوې هم نه دي ان د حامد کرزي واکمنۍ په پیر هم هڅه کوله چې د طالبانو او ځینو قومي لږکیو مشرانو ترمنځ جوړ جاړی رامنځته او د کرزي واکمني ړنګه کړي. پاکستاني چارواکو هغه وخت له محقق، دوستم، ضیا مسعود او نورو سره خورا توده یارانه پیل کړې وه، یاد کسان وخت نا وخت پاکستان ته تلل او هم په کابل کې د پاکستان سفارت دغه کسان په بېلابېلو پلمو میلمستیاوو نمانځغونډو ته وربلل  له اوس سره د هغه وخت توپیر دادی چې د امریکا او نړیوالې ټولنې پراخ حضور او اغیز هر ډول غیرقانوني او کودتایي عمل ناشونی کړی و خو اوس چې امریکایان هم بې باکانه څرګندونې کوي او داسې ښيي چې لوټه ږدي او پښه پرې ږدي نو پاکستانیان د خپل همیشني عادت له مخې او د امریکایانو پرنبض  ښه پوهېدو ته په کتو چې څه وخت یې وغولوي ښایي یو ځل بیا امریکایان دوکه او د اوبو پر خړولو سره کبان ونیسي. ټول ښه پوهېږي چې ای اس ای له کرزي، غني یا کوم بل افغان سیاستوال سره شخصي دوښمني او دوستي نه لري بلکې اصلي موخه یې په افغانستان کې د واک مشروعیت له منځه وړل او د خپلې خوښې ګوداګي حکومت واک ته رسول یا هم د حکومت په نوم رسمي او مشروع بنسټونو له منځه وړل دي. که داسې نه وي هغه وخت چې کرزي د خپلو نازولو(شمالي ټلوالې سرلارو) له مخالفتونو او ان کنځلو سره سره طالبان ورونه بلل او عذر او زارۍ یې ورته کولې چې سوله ورسره وکړي خو طالبان کله هم چمتو نه و چې ان سلام ته یې لا واعلیک ووایي نو نن څنګه په مسکو کې ورسره کیني ګنې دا کوم بل کرزی دی که څنګه؟ ښکاره ده چې هغه د کابلیانو خبره: «زېر کاسه نیم کاسه»ده. داسې نه ده چې پر طالبانو کرزی، محقق، اسماعیل، قانوني او… نور ګران دي، دلته خبره هماغه د بل بابا د غوښتنې او امر ده، چې د خپلې موخې له پاره غواړي یو ځل بیا افغانستان د کورنیو چګړو د اور په لمبو کې وسوزوي.

که د مسکو په غونډه کې د ګډونوالو افغان سیاستوالو په زړونو کې له خپل هېواد سره لږ شانته مینه هم وي او غواړي افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي باید د دولت په شمول ټول یو موټی او طالبانو سره د یووالي او ځواک له دریځه خبرو اترو ته چمتووالی وښيي، په دې سره به طالبان هم له خپل خره کښته او د سولې پر مدني لارو چارو به فکر وکړي. داسمه ده چې ځینې دغه کسان به له ولسمشر غني سره مخالف وي، ځینې به ترې خوابدي او ګیله من وي خو دا بیا ددې مانا نه لري چې په دغه مخالفت کې د هېواد راتلونکی او برخلیک داو شي. که له ولسمشر غني سره څوک مخالفت لري کېدی شي چې په ټاکنو کې د هغه د کوم سیال ملاتړ وکړي چې دا طبیعي خبره ده خو که دا نښه رښتیا وي چې غني له ماسره دا او هغه کړي، ماته یې څوکۍ نه راکړې، زما زوی، ورور یا کوم پلوی یې د پیسو په ځای کې نه دی مقرر کړی نو زه بیا ځم طالبانو سره د هېواد قسم خوړلي او ازلي دوښمن په اشاره د غني پرضد دسیسه کوم چې دا د غني پرضد دسیسه نه بلکې د هېواد، اوسنيو او راتلونکو نسلونو سره دوښمني ده. غني کېدی شي له واکه لرې شي، یا خپله له واکه لاس پر سرشي یا په ټاکنو کې ماتې وخوري یا که ډېره توره وکړي نو په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې پنځه کاله نور هم په واک کې پاتې شي خو نور هم قانون او هم عمر اجازه نه ورکوی نو ځکه خو شخصي مخالفت او دوښمني ورسره چندان ګټه نه لري،  خو که خدای مه کړه یوځل بیا طالبان له غیرقانوني لارې واک ته ورسېږي بیا به یې له ټولو زیات زیان همدغه دسیسه ګر وګالي که نور هیڅ نه وي د طالبانو تېرې واکمنۍ ریکارډ د ټولو مخې ته پروت دی، طالبان هغه ډله نه ده چې واک له نورو سره شریک کړي هیڅکله هم نه! د سلام ضعیف مرکه به ډېرو اورېدلې وي چې ویل یې طالبان هغه کسان ورسره په واک کې شریکول نه غواړي چې له امریکایانو سره یې مرسته کړې ده، یا د طالبانو د قطر استازي عباس ستانيزي خبرې ټولو ته د خطر ښکاره زنګ دی چې وایي ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه ړنګوي، نو دغه کسان بیا په کوم عقل داسې انګېري چې غني به لرې او طالبان به دوی پراوږو کینوي؟! طالبان هغه ډله ده چې که لاس یې بر شي د هیڅ شي خیال نه ساتي. کله چې هغوی د ټولو ملي او نړیوالو نورمونو خلاف د ملګرو ملتو دفتر ته په زور ننوتل او له واکه لرې شوی ولسمشر نجیب او د هغه ورور یې له محکمې پرته د ټولو اسلامي او انساني حقونو  خلاف ووژل او مړي په یوه څلور لارې کې وځړول. نو اوس فکر وکړﺉ چې طالبان به پر دغو کسانو څنګه رحم وکړي چې ددوی په اند له امریکایي ځواکونو سره یې ددوی (طالبانو) واکمني په ړنګولو کې مرسته کړې او د امریکانو او نړیوالې ټولنې له برکته یې میلیونه ډالر ګټه کړې او کلونه کلونه یې د طالبانو خلاف د امریکا ملاتړ کړی دی؟!

ښه خبره داده چې دغه کسان که په نورو برخو کې د دولت مخالف وي لږ تر لږه د خپلې ګټې او عزتمنې سولې په خاطر دې له دولت سره ګډه جبهه جوړه کړي دا به هم لومړی په خپله د دوی او بیا د هېواد په ګټه کوي.

(۱)د نجيب الله د ماتې لاملونه اوکودتاوې، شهسوار سنگروال، تاند وبپاڼه  د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۲‍۱