کور / سياسي / سوله په سوال نه راځي

سوله په سوال نه راځي

ليکنه: ايمل پياوړی

وایي د روسانو پر ضد د افغان جهاد په وخت کې چې د کلي په جومات کې د مازدیګر د لمانځه له ادا کولو وروسته ملا امام سلام وګرځاوه او د دعا لاسونه یې لپه کړل، نو دوی ځانونو او وطن ته ډېرې دعاوې وکړې، په دعاو کې یوه دا هم وه چې خدای ته سوال وکړئ چې روسان له افغانستانه وباسي. د ټولو له امین وروسته چې دعا پایته ورسېده، نو له یوه صفه یو سپین ږیري غږ کړ چې ملا صاحب یوه بله دعا هم وکړئ، ملا او لمونځ کوونکو بیا لاسونه لپه کړل او ملا پوښتنه وکړه د څه شي دعا؟

سپین ږیري ورته وویل، چې هغه پورې ګورې زما په پټي کې خر ګډ دی خدای ته سوال وکړئ چې دا خر زما له پټي وباسي. ملا او نور کلیوال په قهر شول، سپین ږیري ته یې مخ ورواړاوه ته اوس په دعا هم ملنډې وهې؟ دا هم خبره ده او ته او خدای خر په دعا وځي.

سپین ږیري ورته وخندل، ویل ته او خدای چې خر په دعا له پټي نه وځي، نو د روسي مې څه او څه کړي، چې له دومره وسلو، تجهیزاتو او عسکرو سره راغلی او بیا به هم زما او ستا په دعاګانو وځي. په دعاګانو نه کېږي او مه په دعاګانو ځانونه غلطوئ. جهاد ته ملا وتړئ، دا د وطن حق دی. د اسلام فریضه ده. له دې سره ملا او ټولو کلیوالو د ملامتۍ احساس وکړ او ځانونه یې غلي کړل.

د افغانستان سیاسیون هم اوس دغسې دي، دوی سوله په عذر، زاریو، سوال او ګدایي غواړي. مګر سوله په دې شیانو نه راځي، سوله حرکت غواړي، اراده غواړي، برنامه غواړي، پلان غواړي، قرباني غواړي او سوله درنه دا غواړي ته به صبر لرې، زغم به لرې او صادقه به اوسې.

د افغانستان سیاسیون د افغانستان په دغه برخلیک ټاکوونکي او حساس پړاو کې تر پرونه خاموش و، سکوت یې اختیار کړی و، مګر چې مازې چوله او رڼایي یې ولیده، نو د مسکو لوری یې ونیوه او دوی اوس غواړي چې له روسانو څخه په سوال او ګدایۍ وطن ته سوله راولي. مګر روسان خو اول سوله نه غواړي. د روسانو له زړونو یو خدای خبر دی چې افغانانو ته یې زړونه څومره ډک دي.

بله موضوع داده چې روسان دلته خپل رقابت پالي، هغوی د افغانانو له غمه نه دي مړه، دوی هره ورځ امریکایانو ته نوې نوې ستونزې ایجادوي او غواړي چې د ویتنام غچ په افغانستان کې له امریکایانو واخلي. زموږ سیاسیون باید هوښیار شي. دوی باید په لویو سیالیو کې ځانونه د نورو له پښو لاندې دل نه کړي.

سوله نه په مسکو کې ده، نه په دوحه کې ده او نه هم په اسلام اباد کې ده. سوله په وطن کې ده. خو سیاسیون دې خدای او خپل ولس ته رجوع کړي. له خپلو اختلافونو او شخصي ګټو دې تېر شي. د وطن ګټې دې د ځان ګټې وبولي. له حکومت سره دې همکار شي. طالبانو ته دې ورشي او هغوی دې په نرمۍ دې ته وهڅوي چې د جنګ پرځای دې د سولې لاره اختیار کړي.