کور / سياسي / ډاکټر خلیلزاد ټولې اوازې رد کړې

ډاکټر خلیلزاد ټولې اوازې رد کړې

ليکنه: ايمل پياوړی

پښتو متل دی وایي چې رښتیا راځي، نو دروغو به کلي ړنګ کړي وي. په دوحه کې د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د مذاکراتو پرمهال چې له یوې ورځې څخه بلې ورځې ته اوږدېدلې، په کابل کې یو شمېر طالب پلوه افرادو او اشخاصو داسې اوازې او ګونګوسې خورې کړې تا به ویل چې دادی  شیبه وروسته به ټول وسله وال طالبان له غرونو او رغونو څخه په سوله ییزه توګه ښارونو ته مخه را وکړي او عمري دم به له جنګه توبه وباسي.

دغه طالب پلوي افراد او اشخاص په غیر شعوري نه، بلکې په قصدي ډول غواړي چې د طالبانو په ګټه او د افغان دولت او افغانانو په تاوان تبلیغات وکړي. طالب لوری برلاسی وښیي او په دې ډول عامه اذهان د طالب له وحشت څخه راوګرځوي او طالبانو ته په ذهني لحاظ زمینه سازي وکړي. همدوی چې په ښکاره ځانونه د سولې پلویان او د ولس خواخوږي ښیي، په حقیقت کې د جنګ د شدت غوښتونکي او د ولس ازلي دښمنان دي. دوی د ولس پر ځای د ولس له دښمنانو سره خواخوږي لري او هغوی ته لابي کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد کابل ته له ستنېدو وروسته پرون ماښام ناوخته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د حکومت نورو غړو ته د قطر په دوحه کې طالبانو سره د خبرو جزئیات شریک کړل.

ډاکټر خلیلزاد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په اړه په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې خپاره شوي ناسم معلومات او ګنګوسې، رد کړې، وې ویل: د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه یې له طالبانو سره هیڅ راز خبرې او بحث نه دی کړی.هغه په ټینګار سره وویل، د موقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هیڅ وجه نه ده مطرح شوې او دا زما په صلاحیت او مسوولیت کې نه راځي، زما د صلاحیت موضوع دا ده چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړم.

ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه، طالبانو سره یې د اوربند په مسئله بحث کړی، خو تر اوسه په کې کوم پرمختګ نه دی شوی. ډاکټر خلیلزاد وویل، طالبانو سره په خبرو کې امریکا په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې دوامدارې سولې ته د رسېدو یوازینۍ حللاره بین افغاني مذاکرات دي.

نوموړي وویل، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه امریکایان ورسره هیڅ ډول پرېکړې ته نه دي رسېدلي او زیاته یې کړه: که چېرې د بهرنیو ځواکونو په اړه هر ډول تصمیم نیول کېږي دا به په ټاکلي وخت له افغان دولت سره په همغږۍ په تفصیلي ډول تر بحث لاندې نیول کېږي.

ډاکټر خلیلزاد په دې اړه چې ایا طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو په اړه تصمیم ونیسي او که نه، وویل، د پاتې موضوعاتو د تعقیب لپاره به بیا له طالبانو سره وګوري. له دې دمخه داسې اوازې خورې شوې وې چې ګواکې دواړه لوري په مذاکراتو کې تفاهم ته سره نږدې شوي، بهرنیان وځي او طالبان به اوربند اعلانوي، مګر دا ټولې تشې او د دروغو اوازې وې.