کور / اقتصادي / د سیاسي او اقتصادي کتلې همغږي

د سیاسي او اقتصادي کتلې همغږي

ليکنه: محمد بشير يوسفزوی

نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په هره ګوښه او هر هیواد کې خصوصي سکتور د کار د ایجاد، پانګونې او خلکو ته د حلا رزق د ګټلو، هغوی ته د کار ورکولو او د وزګارتیا د کچې په راټېټولو کې پام وړ رول لري، ځکه حکومت خلکو ته کار نه ورکوي، بلکې نورو ته د کار زمینې ایجادوي.

د کار د زمینو د ایجاد مانا داده چې حکومت باید امنیت ټینګ کړي، انرژي تامین کړي، تر څو تاجران او پانګوال په ډاډه زړه او له کومې ستونزې پرته خپلو تولیدي فعالیتونو ته ادامه ورکړي. د خصوصي سکتور د دغومه مهم رول باوجود هم په ډېرو برخو کې د حکومت او خصوصي ترمنځ ستونزې او ټکرونه موجود وو، چې ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې د خصوصي سکتور او حکومت تر منځ نه یوازې د شته ټکرونو او ستونزو د حل هڅه وکړه، بلکې په ډېرو برخو کې یې د دولت او خصوصي سکتور مشارکت ایجاد کړ.

له دې څخه د ولسمشر غني موخه داده تر څو له یوې خوا د هیواد اقتصادي او سیاسي کتله سره پخلا او همغږې کړي. بله بلې خواخوا تاجران او پانګوال  د هیواد په ابادۍ کې ونډې اخیستو ته وهڅوي او د هغوی له امکاناتو، پوهې او تجربو څخه د ګډې استفادې زمینه برابره کړي. ګډه په دې مانا چې هم خپله خصوصي سکتور، هم د افغانستان دولت او عام خلک ورڅخه مستفید شي.

له بل لوري د دغسې مشارکت ایجاد د وخت اړتیا هم ده، ځکه په ډېرو مواردو کې موږ وینو چې حکومت منابع، تاسیسات او نور امکانات لري، خو له هغو څخه د ښې استفادې لپاره کافي ظرفیت نه لري، نو دوی د خصوصي سکتور له ظرفیت څخه استفاده کوي.

په افغانستان کې د حکومت او خصوصي سکتور ټکر له پخوا راهیسې همداسې را روان دی ان د د نادرشاه او ظاهر شاه د واکمنۍ له یوې لنډې دورې پرته زموږ سیاسي ډله هېڅکله له اقتصادي ډلې سره دځانګړو اصولو له مخې همغږي شوی نه دي. سره له دې زموږ اقتصادي ډله تر ډېره له سوداګرو جوړه وه.خو دولت هغوی ته هېڅکله له ټولنیز او سیاسي پلوه په ښه سترګه نه کتل او هغوی یې خپل ملګري نه بلل.

یوازې د افغانستان د اقتصاد بنسټګر عبدالمجید خان زابلی او نادر شاه دسیاسي او اقتصادي ډلو تر منځ د همغږۍ یوې هوکړې ته رسیدلی و چې په پایله کې یوملي اقتصادي نظام رامنځته شوچې همدې نظام افغانستان له لومړۍ نړیوالی جګړی وروسته او د دویم نړۍ وال جنګ په درشل کې دیو اقتصادي نظام پر لور چې په هغې کې پانګه د رامنځته کېدو او پراختیا په حال کې وه، مخ پر وړاندی یووړ. له دې بېلګی پرته په افغانستان کې هېڅکله هم بېلابېلو سیاسي او اقتصادی ډلو په ملګرتوب او همغږۍ کې وخت نه دی تېر کړی.

ډاکټر غني هڅه کوي چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي کتله سره ملګرې کړي او هغوی ته دا احساس ورکړي چې دوی هیڅ وخت هم د یو بل په تقابل کې ګټه نشي کولی، بلکې د دوی ګټې د دوی په همغږۍ او همکارۍ کې نغښتې دي، نه یوازې د دوی، بلکې د وطن او خلکو ګټې هم.