کور / #PTM / د نقيب مسيد د پېښي يو مهم شاهد لادرکه سوی دی

د نقيب مسيد د پېښي يو مهم شاهد لادرکه سوی دی

د پښتون ځوان نقيب مسيد د دوسيې پلټونکي پوليس افسر  وايي، د ارواښاد مسيد د قضيې يو مهم شاهد لادرکه سوی دی.

پوليس افسر ډاکټر رضوان احمدخان دا هم ويلي دي، چي په دې پېښه کي خوشي سوي تورن کسان ډېر ظالم او چالاک کسان دي.

د نقيب مسيد په قضيه کي يو پوليس افسر راو انور او د هغه سره ملګري څلور نور کسان شامل دی، چي اوس په ضمانت خوشي سوي دي.

د يادي پېښي د څېړني مشر رضوان احمدخان له ستري محکمې څخه غوښتنه کړې، چي په ياده پېښه کي تورن کسان چي په ضمانت خوشي سوي دي دهغوی ضمانتونه دي ختم کړل سي.

د هغه په خبره: په پېښه کي تورن کسان چي په ضمانت خوشي سوي، اوس د ضمانت د غځولو غوښتنه کوي. دا خلګ ډېر ظالم، چالاکه او زورو کسان دي.

ډاکټر رضوان وايي “که د تورنو کسانو  ضمانت پوخ سي، نو امکان لري چي دوی شاهادان د زور له لاري د خپلي خبري څخه پر شا کولای سي او احتمال لري چي ګواهان دي لادرکه کړي.

رضوان په خپلو خبرو کي دا هم وويل، دغه تورنو کسانو د پېښي يو مهم شاهد شهزاد جانګير ئې نه يواځي دا چي د خپلي خبري څخه اړولی بلکي هغه ئې لادکه کړی هم دی.

که چيري ددغه کسانو ضمانت نور هم وغځول سي، نو کېدای سي نور ګواهان هم له خپلو خبرو پرشا کړي او د ارواښاد مسيد د وژني قضيه نيمګړې پرېږدي او مسيد ته د انصاف ورکولو په لار کي به خنډ جوړ کړي.

نقيب مسيد تېر کال د جنورۍ په ۱۳م نېټه د دريو نورو کسانو سره په کراچي ښار کي د پوليسو له لوري ووژل سو.