کور / #PTM / زموږ ارمان او ارمانونو!

زموږ ارمان او ارمانونو!

ليکوال: ح، حقوېش

ارمان نه ددې خاوري لومړى شهيد دى او نه ددې خاوري وروستى شهيد دى، ارمان نه د ارمانونو لومړى شهيد دى او نه د ارمانونو وروستى شهيد دى، هغه ارمانونو چي ارمان يې قرباني شو همداسي بې شمېره پښتانه يې قرباني شوي او لا ډير شمېر پښتانه ددې لاري پيروان دي، او لاس په کار دي چي دا ارمانونو ترلاسه کړي. خو په يوه جابر او ظالم رياست کي ددې هر څه مخه نيول کيږي او د عدم تشدد ارمانجن چي خپل ارمان ترلاسه کړي دى او په شاوخوا کي نور انسانان يې ښه ژوند ولري، هغوى يې د تل لپاره د خپل ژوند څخه لاس په سر کوي. که څه هم پښتانه په دې سيمه کي له پېړيو پېړيو کړيږي او د هر ظلم په وړاندي قربانۍ ورکوي، خو بيا هم په قراره او خوشحاله ژوند نه لري، خو د تاريخ دا برخه چي زموږ د سترګو په وړاندي تېريږي موږ يې قرباني يو او ورڅخه کړيږو دا تاريخ له هغه وخت راپيلېږي کله چي انګليسانو له اسيا خپلي پښې سپکي کړې او دلته يې د کپيټلزم د ګټو لپاره خپل ځايناست جوړ کړ، د هغوى په مټ يې له شته خلکو څخه خوشحالي او سوکالي واخيستله. ځکه کپيټليسټان خپلي ګټي په ناخوالو کي لټوي. نو دې کپيټليسټانو د خپلو کرايي کارمندانو په لاس د پښتنو قتلي عام ته له هم هغې ورځي ملاتړلې ده. پښتانه ځکه تر پيشار لاندي ساتي چي له امو تر اټکه پوري ددې سيمي خلک سره يو دي او افغانستان يې خپله برخه بولي، دا لامل دې چي افغانستان يې په رسميت هم نه مني.
کله چي په 1945ز کال کي دوېيم نړيوال جنګ پاى ومومه، له دې سره جوخت يوه بل جنګ دوام وکړ چي ورته سوړ جنګ يا (Cold War) ويلى شو. دا دوو هېوادونه نه بلکې د دوو نظريو جنګ وو، معنا د کمونيزم او کپيټلزم جنګ وو. ددې جنګ په پاى ته رسولو سره ډيرى هېوادونه رامنځته شول دا هېوادونه په دې خاطر رامنځته شول چي کپيټلزم ته وده ورکړي، او کپيټلزم تر کمونيزم لا ډير پرمختګ وکړي. همدا ډول په نړۍ کي ډيرې کږې وږې کرښي راکښ کړل شوې په داسي وخت کي په 1947ز کال کي هندوستان خپلواکي واخيستله او انګلستان يې تر څنګ د اسلام په نوم يو بل هېواد د پاکستان په نوم له راټولو شويو ټوټو څخه رامنځته کړ. هندوستان خپله خپلواکي ټينګه وساتله او په خپل ځان يې تکيه وکړه د امريکا بلنه يې هيڅ وخت ونه منله، او د پاکستان الوتکي د امريكا په لور پرواز وکړ چي يو کپيټلزم هېواد وو، او دى د کپيټلزم لخوا رغول شوى وو. د روسيې بلنه يې ځکه رد کړه چي هغه د کمونيزم نظريې پلوي وو.
خو کله چي د پاکستان لومړى وزير لياقت عليخان له هغه ځايه راستون شو نو په غاړه کښې د “سرو زرو ځنځير” له ځان سره راوړ چي د کپيټلسټانو لخوا ورته ډالۍ شوى وو. دا ځنځير يواځي ډالۍ نه وه بلکه پاکستان په به سيمه کي د کپيټلزم او په خاصه توګه د امريکا او انګلستان لپاره لوبيږي. دوى هم له هغې ورځي په ملا رسۍ راتاو کړه او ددې خلکو د خذمت لپاره لاس په کار شول. دا هېواد په لومړي ځل د دوى لپاره د ښه لوبغاړي په څېر هغه وخت رامخته شو کله چي روسيې په افغانستان تېرى وکړ، نو دوى د امريکا د ګټو لپاره راودانګل، امريكا ته يې د ډالرو په بدل کي د افغانستان جنګ ته لمنه ووهله د مجاهدينو په نوم باندې يې يو شمېر کسان چي د کابل پوهنتون محصلين وو ولمسول له امريكا يې په بوجيو بوجيو ډالر تر لاسه کړل. هغوى غوښتل چي کمونيزم د همدې خلکو له لاري په ګونډو کړي، او بلخوا د ويتنام غچ هم دلته واخلي. خو په پاکستان کي اسلامي بنسټپالو د اسلام په نوم افغانستان لوټي لوټي کړ او دلته يې په شته پښتنو هم پيشار ورزيات کړ او همدې اسلامي بنسټپالو د پښتنو ګوندونه هم په کفري نظرياتو تورن کړل. پاکستان ددې اسلامي بنسټپالو په مټ د افغانستان د روښانفکرانو تر څنګ دلته هم ډير پښتان په ډول ډول نومونو شهيدان کړل.
ددې تر څنګ يې د پښتونستان غوښتونکي هم ښه پوره وځپل چي بيا يې سر پورته کولو ته نه پرېښودل، او دې لړۍ ته يې تر اوسه ادمه ورکړې ده چي په لر او بر هېواد کي يې هر د مخي کس راته شهيد کړی دى. له دې څخه د ژغورلو يواځي او يواځي يوه لاره پاتي ده چي لر او بر افغانان به سره ټوليږي په يوه ټغر به سره کښېني او سره يوالى به جوړوي!!!