کور / راپور / اشرف غنی:”که طالبان کابل ته راشي د دفتر د ورکولو ترڅنګ به ئې امنيت هم خوندي کړي”.

اشرف غنی:”که طالبان کابل ته راشي د دفتر د ورکولو ترڅنګ به ئې امنيت هم خوندي کړي”.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، که طالبان د سولې مذاکراتو په موخه کابل ته راشي،د دفتر د دورکړې ترڅنګ  به یې خوندي امنیت هم ونیسي .

جمهوررئیس محمد اشرف غني د سلواغې په ۲۱مه د دې ولایت غني خیلو ولسوالۍ ته د شینوارو شپږو ولسوالیو ولسونو سره د غونډې پر مهال وویل، طالبان دې  د سولې د مذاکراتو لپاره کابل ته راشي، دفتر هم ورکوو او امنیت یې هم ساتو

په همدې موخه د شينوارو ولسوالۍ اړوند د ملي اردو په کنډک کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلميار، ملي امنيت سلاکار حمد الله محب، ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزي، د کابينې يو شمېر غړو، د ولسمشر سلاکارانو، د دفاعي او امنيتي ځواکونو مسئولينو،ننګرهار ولایتي ادارې  مرستیالانو او مسؤلینو،د شینوارو شپږو ولسوالیو سلګونو مخورو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

لومړی د ننګرهار والي  شاه محمود مياخېل وويل،د ننګرهار ولسونو، ملکي ادارو او امنیتي ارګانونو ښه همغږي، همکاري او ظرفیتونه موږ ټولو ته د لا ښه خدمت مورال راکوي او ستونزو ته به معقولې لارې ولټوو، د ولس وحدت به وساتو، ننګرهار او افغانستان به په ګډه په خپل فکر او مټو ابادوو.

ننګرهار والي وويل، چې په دې ولايت کې به د حکومت، ولسونو او روحانينو توازن ته ځانګړي پاملرنه وکړي، چې په دې سره به فاصلې کمې، همغږي زياته او حکومتداري به پياوړي کړي.

قومي مشر حاجي ملک نذیر د ولسونو او حاجي معاون د ولسي پاڅون کوونکو په استازیتوب جمهوررئیس ته ښه د راغلاست ترڅنګ وویل، خوښ یوو او ویاړو چې د افغانستان  په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره جمهوررئیس شینوارو ته تشریف راوړي او زیاته یې کړه، تاسو نن داسې سیمې ته راغلي یاست، چې څه موده وړاندې ولسوال د ولسوالۍ له کلا څخه نشو راوتلی.

هغوی د دغو سیمو په تصفیه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسونو د مبارزې او سرښندنو قدرداني وکړه او په ټینګار یې وویل، موږ همغه باعزته او تلپاتې سوله غواړو چې تاسو یې غوښتنه کوئ.

یادو مشرانووویل، شورویانو پر افغانستان د یرغل پرمهال یو نیم میلیون افغانان شهیدان کړل او دلته یې ماتې وخوړه. هغوی افغانستان ته سوله نه راولي، بلکې د غچ اخیستو په فکر کې دي او نه هم د مسکو سوله او موقت حکومت د افغانستان په ګټه دی.

دوی وړاندیز وکړ، چې د سولې د مذاکراتو لپاره په کابل کې طالبانو ته دفتر ورکړئ. هغوی یو ځل بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او سرښندنو قدرداني او د ولسي پاڅون کوونکو د تمویل او ملاتړ وړاندیز وکړ.

جمهوررئیس غني  وویل، زه نن د ننګرهار د ولسونو او په ځانګړي ډول د شینوارو او مومندو د مننې لپاره راغلی یم، چې یو ځل بیا یې د خپلو مېړنیو نیکونو په څېر د افغانستان شمله هسکه کړه. زه او ټول افغانان درباندې ویاړو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، غواړم له همدې ځایه ټول افغانستان ته مبارکي ووایم هغه توره ورېځ او غبار چې خلکو فکر کاوه، خلاصی او ورکاوی نه لري، د ننګرهار د ولسونو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو له برکته ورک شو.

ولسمشر وویل، د ننګرهار د ولسونو اتلولي یوازې د ننګرهار نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره ویاړ دی، ځکه چې ولسونه له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه د دښمن پر وړاندې ودرېدل.

جمهوررئیس غني وویل، پخوا همغږي نه وه، مګر اوس له ولسونو او د دوی له واقعي مشرانو سره د کار کولو په پایله کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همغږي او همکاري رامنځته شوې. هغه زیاته کړه، په هلمند، کاپیسا او ټول افغانستان کې دغه معادله عملي او بریالي کېدلی شي.

محمد اشرف غني د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان، د ننګرهار امنیه قومندان او د امنیت رئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې هم یې په خپل منځ کې او هم یې د ننګرهار ولسونو سره د وروڼو په څېر ګډ کار او همکاري وکړه. هغه د ټولو شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د دوی سرښندنې به هیڅ وخت هم هېرې نشي.

جمهوررئیس وویل، موږ سوله مکه معظمه کې غواړو، هغه خوږه ده که مسکو؟ ولس وایي مکې معمظې ته نه ولاړل او مسکو ته لاړل. هیله ده چې د ولس دې پوښتنې ته ځواب ووايي. هغه زیاته کړه، تلپاتې او باعزته سوله راتلونکې ده او زه تل حاضر یم چې دغسې سولې ته خپل سر نذرانه کړم.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، هغوی چې وایي د سولې لپاره څوکۍ قرباني کړه، نو څوکۍ خو مې د پلار او نیکه جایداد نه، بلکې د ولس امانت دی او اختیار یې هم له ولس سره دی. هغه زیاته کړه، ځینې ګاونډیان وایي داسې افغانستان غواړو چې اشرف غني نه وي په کې، مګر دوی له اشرف غني نه، بلکې د هغه له مغزو او تدبیر وېره لري.

اشرف غني وویل، اوبه او جلغوزي یې د پلار او نیکه دي چې دعوه پرې کوي او که زموږ دي. هغه په ټینګار سره وویل، افغانان د عزت خلک دي د عزت ژوند او باعزته سوله غواړي، ځکه چې په باعزته سوله کې د ټولو ښېګڼه او عزت خوندي دی.

جمهوررئیس وویل، طالبان دې  د سولې د مذاکراتو لپاره کابل ته راشي، دفتر هم ورکوو او امنیت یې هم ساتو. د کوچني اختر د اوربند په څېر به دا هر څه سم مدیریت کړو. هغه زیاته کړه، موږ واحد ملت یوو او دا وطن کوم بهرني د قرارداد په اساس نه دی  جوړ کړی، دا زموږ نیکونو د خپلو وینو او سرښندنو په قېمت پاللی او ساتلی.

د هیواد جمهوررئیس وویل، په عمل کې مې ټولو ته ثابته کړه چې موږ د اسیا زړه او څلور لاره یوو. پخوا به یې چې تورخم بند کړ، نو په کابل کې به لړزه وه، خو که اوس یې موږ وتړو، نو اسلام اباد به ولړزېږي، مګر موږ دا کار ځکه نه کوو چې موږ د فصل نه، د وصل خلک یوو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، ولسمشري د ولس په رایه او اراده ده، څوک چې د ولس د خدمت تګلاره ونه لري، ولس به یې مننه وکړي، مګر رایه به ورنه کړي، د ولسواک نظام ښېګڼه همدا ده چې د ولس اراده او ثبات په کې دی.

محمداشرف غني د شینوارو او مومندو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دښمن له لوري ویجاړ شوي کورونه به بېرته ابادېږي. د ټاکل شوي پلاوي له لوري د اوښتو زیانونو له ارزونې وروسته به د دوی د معلوماتو په رڼا کې اساسي پانګونه او بیارغاونه وشي، تر څو بیا اباد او هوسا ننګرهار ولرو.