کور / رسنۍ / پر ورځنیو خبرو د ادبیاتو اغیز

پر ورځنیو خبرو د ادبیاتو اغیز

لیکوال : ماهراحسانزی

سره له دې چې د ادبیاتو له اغیز د بشري ژوند یوه برخه هم نه ده پاتې او پر ټولو برخو يې لکه لمر وړانګې خپرې دي .له ادبیاتوپرته  یوه برخه او د ژوند یوه صحنه هم نه ده خلاصه شوې .
دلته مې منظور هغه هنري پنځونې دي ، چې پنځګر يې په مختلفو چوکاټونو او ځيلونو کې وړاندې کوي که نه ، په ادبیاتو کې خو د ادب له تاریخ رانیولي تر ادبي تذکرې ، کره کتنې ګرامر اونورې مهمې برخې هم راځي .
کله چې مونږ یو ه لیکنه کوو ، فرضآ د ځان په اړه معلومات وړاندې کوو .
دا د ځان په اړه معلومات هم په اسانه له ادبه نه شو ویستلی ، ځکه چې هلته بیا معاني ، فصاخت او بلاغت هم بې ارزښته کیږي خو دا هم باید په یاد ولرو چې ډېرې ځان پيژندنې په ادب کې هم نه راځي .
دلته خبره د بیا ن د طرز او د مفهوم د ارايې ده .
ددې لپاره چې یوه خبره پرخلکو ژر اغیز وکړي ، یا ورته تر نورو نا اشنا معلومه شي او یا هم داسې چې لوستونکی د خبرې له اوریدو سره سم د هماغه کیدونکي خبرې ماهیت حس کړي له تصویرونو کار اخلو او وایو چې دا هغه فلانی غوندې غږیږي یا لکه هغه زمونږ د کوز کلي اختر محمد.
دلته د تشبه له برکته مو خبره سمه ورسیده .
پخوانیو که د علم سره د نه اشنايۍ او نه لاس رسی په وجه د شیانو ماهیت نه شو درکولی ؛ دا هم ورته ګرانه وه چې پروړاندې يې چوپ پاتې شي .
دوی که لمر لیدلی ، که يې اوبه لیدلي نو د خپل عقل سره سم يې هغه پوښتنو ته ځوابونه هم پيدا کړي دي ، چې دا  له کومه شوي ؟
چرته ځي ؟
کار يې څه دی او د دوی سره يې رابطه څه ده ؟
دوی که داسې نه وای کړی نو د ژوند په دې اوږده سفر کې خو له یوې خوا ځانته و او له بلې خوا  به دوی د اصلیت په اړه پيدا شویو شکونو هم ځورولي او دې به هم ارام ته نه پريښودی ، چې فاصله يې ترې اخیستی وای .
دوی مجبور و چې ژوند د یوازیتوب له بلا وژغوري .
همدا د بلا کلمه چې مو ولوسته ، تر اوسه مو لیدلې ده ؟
ببو څوک پيژني ؟
د کومې ښاپیرۍ د واده وریجې چا خوړلي دي ؟
د قاف پر دیوانو مو کله ورمیږونه ور مات کړي دي ؟
زه باوري یم چې ځواب به مو نه وي خو په خبرو کې يې استعالوو او داخبرې مو له اسطورو اغیزمنې شوې دي .
اسطورې بیا د ادبیاتو په برخه کې ځانګړې او له خونده ډکه برخه  ده ، چې مونږ د تیرې زمانې له تجربو، ژوند او فکرونو سره بلدوي .
ډېر شمېر خلک چې د ادبیاتو ذوق نه لري نو ددې برخې له اغیز او فایدې چورلټ منکردي .
دوی له شاعر او ادیب هم لکه د ترکاڼ او ګلکار په څېر تمه لري ، چې کار دې وکړي او ځان ته دې پرې کور ، موټر او د اړتیا نور توکي د شوي کار په مزد تر لاسه کړي .
د دوي خبره پرمادیاتو ولاړه ده خو له دې څخه نه  دي خبر چې دا مادیات هم د معنویاتو تر ځواکمنیدو وروسته لاس ته راځي .
ادبیا ت د بشر تجربې له یو فرد بل ته لیږدوي ، چې د پول حیثیت لري او که همدا سره بیلې تجربې راشریکې نه شي نو له یو لاسه چرته ټک ختلی دی ؟
ادب دی چې د ژوند په نا اندازه شوې نړۍ کې د انسان پوښتنو ، اندیښنو او ډارونو ته حل  را وباسي .
همدا ادبیات دي چې حتی د خدای له وجود منکر يې بلاخره د هغه پر وجود یقین کړل او د ژوند په څېر د بې وفا ملګري له نیته يې خبر کړل .
تاسې به د ګلګمیش او انکیدو په اسطوره کې لوستلي وي چې  د انکیدو په مرګ سره ګلګمیش بلاخره پردې پوه شو چې یو بل ذات شته چې زما زور او پهلواني يې پر وړاندې هيڅ هم نه ده .
هغه ډله خلک چې د انکیدو د مور غوندې د خپلو اولادونو او خواخوږو د تل پاتې ژوند هڅه کوي پوي شوي به وي ، چې له مرګ هیڅ چرته خلاصي نشته .
د ادب بله ګټه همداسې زمونږ پر ورځینو خبرو د اغیز هم ده .
ډېر خلک به مو لیدلي وي ، چې ډېر معلومات ورسره وي خو بل ته يې نه شي رسولی او یا ترې اصلي خبره شړیږي .
دوی اصلا د خبرو ځای او سلیقې سره نه دي بلد چې څنګه راسره د خلکو زړه تنګ نه شي او څنګه مې خبرې ګډوډې نه شي؟
مونږ چې د ساینسي پرمختګ په زمانه کې په دې باوري شوي یو چې سیند ، غر او بل داسې هر څه د انسان غوندې اندامونه نه لري او نه هم ورنه د انساني کارونو تمه کیدای شي خو په ورځنیو خبرو کې لا هم اورو ، چې د سیند غاړه کې یم ، د غرسر ته خیژو   او د غره لمنه کې به بانډار وکړو .
دا هماغه د ادبیاتو په برخه کې اسطورې دي ، چې د لومړنیو انسانانو له لوري په خبرو راوستل شوي او خپل عمر يې ورسره تېر کړی دی .
په ادبي او په تېره شعري صنعتونو کې حسامیزې هغه صنعت دی ، چې د یو حس دنده په کې بل ته سپارل کیږي .
د ذایقې حس کار له خوړلوسره دي . لامسه درته یو شی لمس کوي ، چې کلکوالی ، نرموالی ، تودوخه او سوړوالي يې معلوم شي خو ادبیات بیا د غوږونو کار له  خولې اخلي  .
نن موسیقي نه اورمه نن موسیقي څښمه
ای پاچا اهنګ راته په جام کې واچوه
پر مونږ چې معمولا د یو چا خبرې ښې ولګېږي نو وایو چې ډېرې پستې او خوږې خبرې دي وکړي ، خو په داسې حال کې چې نه خبرې د لامسې حس په وسیله مونږ لمس کړي او نه مو وخوړې ، چې تر خوړلو وروسته خوږوالی او پیکه والی راته معلوم شي .
دا هماغه د ادبي صنعتونو اغیز دی چې ورځنۍ ژبه مو ورته اړتیا لري .
پورته مو د بلا کلمه یاده کړه که لیدلي مو نه ده نو یو مانا يې راسره داده چې تر شیشکې هم بده ، خطرناکه او بد خویه ده .
دا بلا هم زمونږ په ورځنیو خبرو کې  په خپل حال نه ده پاتې او د همدې ادبیاتو په زور يې بیخي بله مانا پیدا کړې ده .
مونږ خپل یو ملګري ته داسې څوک معرفي کوو ، چې د ډېرو کمالونو څښتن يې ورته وښایو او ددې وخت نه وي چې ورته ووایو :
دا يې کړي ، پردې پوهېږي ، دا يې یاد دي نو لنډ ورته وایو چې بلا سړی دی ، چې منظورمو  ترې د هغه تکړه توب او هوښیاري وي .
دا بلا تر تکړه توب ورهاخوا پرنورو ماناوو هم استعمالوو .
مونږ که د یو شي یا خلکو د ډېروالي خبره کوو نو وایو چې دا بلا  خلک دي یا د خدای بلا خلک راغلي و .
په ورځینو ژبو کې چې کلمې په اصلي مانا ډېر ځله استعمالیږي ددغسې غیري اصلي کلمو استعمال ورته له اصیل هنره را وړل شوی دی .
د همدې بلا کلمې بل اغیز چې له  ادبه يې زمونږ پر ورځنیو خبرو وکړ ، دادی چې مونږ يې د اطنا ب پرځای له ایجاز سره مخ کړو .
کنايې ، تمثیلونه ( منظور مې ورڅخه د تمثیل ادبي صنعت دی ) د خبرو تکرار هم له ادبیاتو ورځنیو خبر و ته راغلې دي .
په خبرو کې د مشر او کشر خیال ساتل ، ځای ته په پام سره خبرې کول ، د یو چا د قانع کولو ، خوشالولو ، جلبولو لپاره له متلونو ، نکلونو ، ټوکو ، ټپو استفاده د ادبیاتو بل اغیز دی چې پر خبرو مو پروت دی .
ددې او نورو ټولو هغه مواردو چې اصلی دنده يې په ادبیاتوکې ده  خو له مونږ څخه په روزمره خبرو کې ویل کېږي  راټول پر ښکلاوو ، ګټو او استعمال يې خبرې کول به زمونږ ادبیات د منکرانو خولې ور وتړي .