کور / سياسي / د مسکو غونډه د تحلیل په هنداره کې

د مسکو غونډه د تحلیل په هنداره کې

ليکنه: ودان روښان

سره له دې چې د مسکو غونډې ګډونوال بېرته خپلو مینو او استوګنځیو ته ستانه شوي خو لا هم ددې غونډې او په هغې کې د شویو بحثونو او ګډونوالو لیدلورو او دریځونو په اړه په رسنیو کې بحثونه روان دي.

پر دې غونډه ځکه تاوده بحثونه روان دي چې لومړی خو په خپله بڼه لومړنۍ غونډه وه چې بېلابېلو لورو په کې ګډون کړی و له بله پلوه د غونډې ارزښت دا هم و چې بېلابیلو بهرنیو کړیو ورته ډېره لیوالتیا درلوده او تر ډېره د هغوی په غوښتنه او هڅو جوړه شوه. د بېلګې په توګه پخواني ولسمشر حامد کرزي خپل ټول یاران چې که په څه پوهېدل یا نه پوهېدل، که چا پېژندل یا یې نه پېژندل ورسره وخوځول. هاخوا ای اس ای پر خپل ټول توان د غونډې مهمې ښودلو په خاطر خپل د خوښې کسان که په زور و که په رضا وردد کړل. د روسیې سفیر هم د بېلابېلو کسانو دروازې څو څو ځله وټکولې او له ټولو هغو کسانو یې په غونډه کې د ګډون غوښتنه وکړه چې ان یو ځل یې په کومه میلمستیا کې لیدلی او پته او د تلیفون شمېره یې ورمالومه وه. دغه راز، د ایران سفیر هم ښې ډېرې خوارۍ وکړي هغه د چا خبره د مسکو غونډه کې ددولت مخالفو سیاستوالو( حضور پررنګ) کړي. ځینو نورو لرې او نږدې لورو هم تر خپلې وسې هڅې اوخوارۍ وکړې. مهمه خبره په غونډه کې د طالب استازو یرغلیز او له کابله ورغلي بې پروګرامه سټو پڅ او بې خونده دریځ و. طالب استازي په وار وار افغانستان اشغال شوی هېواد او ځان اسلامي امارت ښوده خو په غونډه کې ناست د هغه د طالب استازي په وینا د اشغال سمبول حامد کرزي یوازې دوعاوې او هڅه کوله چې د طالب پلاوي عاطفه راویښه کړي چې دې هڅې هیڅ ګټه ونه کړه. د هغې ډلې سرلاري چې د طالبانو په وینا له اشغالګرو سره یې د ځمکنیو ځواکونو رول ولوباوه (یونس قانوني)په دې خامه تمه چې ګنې طالبان به په راتلونکي کې کومه څوکۍ ګۍ ورکړي هم  پخواني ادبیات او بلبلانه غږ له یاده ایستلی و چې د خپل جهاد او مقاومت او د ترهګرۍ پرضد مبارزې په اړه به یې کرکړې وهلې. په داسې حال کې چې طالب استازي د ټولو رپوڼو خلاف د ملکي وګړو مرګ ژوبلې پړه پر افغان او بهرنیو ځواکونو وراچوله او له خپل لوري یې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مخنیوي خیالي هڅو یادونه او ستاینه کوله خو ښاغلي قانوني او نورو هغو کسانو چې په افغانستان کې یې د طالبانو ادارې له ماتې او بهرنيو ځواکونو په حضور کې میلیونونه ډالر پیدا کړي ټیټې سترګې ناست، د طالبانو د انتحار، انفجار او په جوماتونو، دولتي بنسټونو کې د ډله ییزه او عام وژنو یادونه غوندې هم ونه کړه. حاجي محقق چې له نورو ډېر ځان د هزاره ګانو مدافع ګڼي د هغو بریدونو یادونه شانته هم ونه کړه چې د شیعه ګانو پر عبادتځایونو، جوماتونو او مذهبي مراسمو طالبانو   کړي او سلګونه کسان په کې وژل شوي دي. ده هم په ډېره خواره خوله د طالب استازو خوشالولو له پاره خپله بې خونده ټوکه تکرار کړه. د مزار میلیاډر او مخلوع  امپراتور           عطا محمد نور خو هغه متل دی چې«له دیګه کاسه سره ده» د لنډ مهالي حکومت وړاندیز وکړ چې په اصل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پلان او پروګرام دی خو د ښاغلي نور په خوله یې وړاندې کړ.

یوې روښنفکرې بي بي(فوزیې کوفي) هم غاړې تازه او طالب استازو سره هم د پېژندګلوي ویاړ خپل کړ. په ټوله کې له کابله ورغلي پلاوي د طالب استازو لیدنې په تلوسه او حسرت کې نه له کابله ځان سره کوم منسجم پلان وړی و او نه یې هم په مسکو کې کومه منسجمه کړنلاره وړاندې کړی شوه. په ټوله کې له کابله تللي کسان د خپلې بې پروګرامۍ او د نورو په اشاره غونډه کې د ګډون له امله په کمزوري دریځ کې وو. کله چې طالبان پردې وپوهېدل چې مقابل لوری تیت اوپرک او بې پلانه دي نو دریځ یې نور هم یرغلیز شو، په ټوله مانا یې پر اسلامي امارت ټینګار ته زور ورکړ او ان په ګډه اعلامیه کې یې هم پر ځای او بې ځایه د اسلامي حاکمیت ته ځای ورکړ. دغه کسان خو په دغه نیت تللي وو چې ځانونه د حکومت ځای ناستي وښیي خو چې کله په کور دننه له منفي غبرګون سره مخ شول نو په غونډه کې یې دریځ نور هم کمزوری شو. سره له دې چې ټول په دې پوهېږي هغه تعبیر چې بنسټپالي یې له اسلامي حکومته لري خلافت، امارت یا امامت دی. نو که راتلونکی حکومت خدای مه کړه د طالبانو او دغو کسانو ترمنځ جوړېږي له یادونه شوې درې بڼو به یوه ولري او د جمهوریت مخ به څوک په سترګو هم ونه ګوري. له دغو ښاغلو او اغلو چې بله لار ورکه شوه نو ایله یې پر دې ځانونه قانع او ډاډه کول چې د طالبانو په دریځ کې د پخوا په پرتله بدلون راغلی؟! په تېره میرمن کوفي دعوه وکړه چې د طالبانو په دریځ کې د ښځو په اړه د پخوا په پرتله بدلون راغلی دی. پوښتنه داده چې څه ډول بدلون؟ کوم بدلون؟ طالبانو د همدې خبرو په درشل کې په فراه کې د نجونو ښوونځي وسوزول. دهمدې مېرمن کوفي په ولایت کې چې څو ولسوالۍ طالبانو قبضه کړي ایا نجونې ښوونځیو ته ځي یا تللی شي. د هېواد په کچه په هغو سیمو کې چې طالبانو ناامنه کړي د نجونو څه چې د هلکانو زده کړې شته؟ د فاریاب په ځینو ولسوالیو کې او د افغانستان یو شمېر نورو سیمو کې چې طالبانو قبضه کړي ښځې له کوره د وتلو او ان تلیفون کارونې اجازه نه لري او د تلېفون لرلو په جرم د ټولو انساني نورمونو خلاف په عام محضر کې په کیبل و هل شوي دي. زه نه پوهېږم چې د ښځو په اړه د طالبانو په دریځ کې کوم ډول بدلون راغلی چې مېرمن کوفي لیدلی او نور چا نه؟ په داسې حال کې چې طالب استازي په ښکاره وویل چې دوی ښځو ته هغه حقوق ورکوي چې اسلام ورکړي نو که څوک حافظه لري طالبانو خو په خپله واکمنۍ کې هم نه و ویلي چې دوی ښځو ته حق نه ورکوي بلکې ویلي یې چې دوی ښځو ته له شریعت سره سم حق ورکړی او هغه حق خو نو ټولو لیدلی و؟!  چې طالبانو ویل په دې اړه د چا د صیفت او غیبت پروا نه لري. اوس هم هماغه خبره ده یوازې په الفاظو کې لږ تېر وبېر راغلی او بس. د مسکو غونډه کې طالبانو، روسیې، پاکستان، ایران او نورو ګټه وکړه. طالبانو ځکه چې د ترهګریزو کړنو په سبب یې چې نومونه د ملګرو ملتو پر تور نوملړ شامل شوي خو د روسانو په سپین سترګي یې پر دغه نوملړ پښې کېښودې او د ترهګیزو کړنو سره سره په یوه پراخه غونډه کې راڅرګند او د خپل ځان په ګټه یې تبلیغ وکړ. روسیې، پاکستان، ایران او نورو امریکې ته وښوده چې کولی شي د امریکا او طالبانو ترمنځ نیم بنده خبرې سبوتاژ کړي نو ځکه خو باید امریکا د دوی غوښتنې که په افغانستان کې نه وي په نورو ځایونو کې په پام کې ونیسي. د مسکو غونډې ګډونوالو په اړه د مدني فعالانو له غبرګونه ښکاري چې بایلونکي یوازې له کابله د طالبانو څوکۍ په خامه تمه ورغلي پلاوي غړي دي. له  دوی ډېرو چې له خپله انده ځانونه د قومونو ناغوره شوي ټیکه داران ګڼي په خپلو قومونو کې که کوم پاو نوم درلوده هغه یې هم بایلود.

اوس د ولسمشر غني پلویانو ته د عمل نوښت په لاس ورغلی چې د ټولو هغو خلکو ملاتړ خپل کړي چې د پردیو په تېره بدنیته ګاونډیو هېوادو له اغیزه خلاص، د دموکراسي، بشري حقونو او زمانې غوښتنو سره سم د خپلواک او پرمختګ پرلور روان افغانستان غوښتونکي دي.

داسې ښکاري چې په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشر غني لومړي او دویم مرستیالانو امرالله صالح او  سرور دانش ښه موقع ده چې د مسکو غونډې په اړه له اصولي دریځه په ګټنې خپل اغیز په حوزو کې پر خپل ټول توان هڅه و کړي پراخ ملاتړ خپل کړي.

ښاغلي صالح ویلي په روسي استخباراتي ادبیاتو کې راغلي« هر څوک چې د پردي ګټې ومني او د هغو ترلاسه کولو له پاره په خپله خوښه او د باور له مخې کار وکړي د کار وړ احمق ورته ویل کېږي.»

په پای کې افغان دولت، خپلواکو سیاتوالو او د مسکو غونډې ګډونوالو په شمولو ټولو هغو کسانو  ته چې د افغانستان خپلواکي، پرمختګ، ولسواکي او سرلوړي غواړي له دې بله غوره لار نه شته چې یو موټی او له ګډ دریځه طالبانو سره د خبرو میز ته کیني، په دې کې د هرچا، ټولو ګټه او خیر دی او بس.