کور / ترخې خبري / دجګړې نوی جواز

دجګړې نوی جواز

ليکنه: مجيد ژړاند

وطن شهید شو، زلمو سپین کفنونه واغوستل، خوېندې مو د نادرکو وروڼو په لټون دروازو ته سترګې نیولې دي، بوره مور سلګو نیولې ده، د بابا له لاسه د تکیې لکړه غورځېدلې ده.

دلته جګړه روانه ده، هلته د سولې خبرې، دلته د B52 بمونه په سینو کې  نیولي او مظلوم هیوادوال پرې  وژني، خوهلته له موږ لرې تور پګړي مخالفین د امریکا د ماتې خبرې کوي، دلته له ماشوم، سپن ږیري د ژوند اسرې اخیستل کېږي، خو هلته د پنجاب د امن او سولې چنې وهلې کېږي.

دلته ما مخالف او موافق په نښه کوي، خو هلته د هیله مندۍ خبرې زور اخلي، دلته زه د سولې قرباني یم، د شپې مې دښمن په کور راننوزي او د ورځې مې بیا ورور د مرګ فتوا جاري کوي، زه  د ورور او دښمن دواړو په توپير کې ورک یم.

هغوی چې پر ولس د خپلې نیابتي جګړې احسان باروي زموږ ښایسته وطن یې د عربو او پنجاب له نظره لوګی کړ، هغوی چې امریکا ته د راتلو زمینه برابره کړه، د یوه عرب ترهګر په وسیله یې ټول افغان ولس د وینو او بمباریو ګوربه کړ امریکا او متحدینو ته یې  د جګړې جواز ور  نوی کړ او پنجاب یې له اقتصادي رکود څخه و ایست، د دوی  پر  افغانیت به افغان ولس ولې شک نه کوي.

هلته طالب ځان ولس بولي، خو دلته هره ورځ ولس د پردیو موخو قرباني ګرځوي.

موږ  دښمن سره د معرکې په میدان  کې یواځې د سرونو قلنګ ورکوو، موږ د جګړې او سولې قرباني ملت یوو، د سولې په ډرامې د بلې  جګړې جواز نوی کېږي.