کور / #PTM / منظور پښتين نيويارک ټايمز ته په مقاله کي ليکلي: پوځ زموږ سوله ايزه مبارزه ختمول غواړي

منظور پښتين نيويارک ټايمز ته په مقاله کي ليکلي: پوځ زموږ سوله ايزه مبارزه ختمول غواړي

د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پښتين د امرېکا يوې باوري ورځپاڼي نيويارک ټايمز ته يوه مقاله لېکلې چي د پاکستان دکتاتور پوځ د پښتنو سوله ايزه مبارزه ختمول غواړي.

منظور پښتين په خپله مقاله کي ليکي، چي کله ترهګرو ددوی د سيمي خلګ وژل پوځ ددوی هيڅ پوښتنه نه کول او بالکل ئې دوی هېر کړي وه، کله چي د ترهرګرو پر ضد د پوځ عملياتو ته بهانه پيدا سول، حالات ئې نور هم خراب کړل، ولسي خلګ ئې ووژل، د خلګو کورونه ئې وران کړل، خلګ بې کوره سول، په زوره لادرکه سول، سپکاوی ئې وسو، عزتونه ئې لوټ سول او د کاروبار دروازې ئې ورباندي بندي کړلې.

پښتين وايي، د پوځ د عملياتو پر مهال هيڅ خبريال ته اجازه نه وه چي د پېښي ځای ته ولاړ سي او راپور ورباندي جوړ کړي.

ښاغلی پښتين په مقاله کي زياتوي، چي د پاکستان پوځ غواړي د زور له لاري پر خلګو کنټرول وساتي، خو د پي ټي ايم تګلاره د تشدد او سختدريځۍ لاره نه ده، د پي ټي ايم انقلاب يو سوله ايز انقلاب دی.

هغه زیاته کړې چۍ د پاکستاني پوځ له مشرتابه سره ئې څو څو ناستي درلودې او ځینو جنرالانو لا په ښکاره د هغوی د شکایتونو قدر کړی، مگر د ستونزو او شکایتونو د لیرې کولو هڅه ئې نه ده کړې. پښتین دا هم لیکلي چي پاکستاني مشرانو هغوی ته “په تشدد او ویرولو” جواب ورکړی دی.

منظور پښتین نیویارک ټایمز ته په لیکل سوې مقاله کي وایي، چي پاکستانۍ پوځ ددوی پر ضد د دروغو کرکجن تبليغات خپروي او ټولو ورځپاڼو او ټلوېزوني چينلونه ته ئې خبر ورکړی چي د پي ټي ايم په هکله بايد هیڅ خبر خپور نه کړي.

پښتین لیکي: ” پوځ په زرگونو کسان چي په انټرنیټ کي بدمعاشي کوي، دې ته وهڅول چې د پي ټي اېم خلاف د ناسمو معلوماتو کمپاین وچلوي، پر موږ ئې د هایبرېډ جنگ پیلولو تور پوري کړ. کابو هره ورځ، موږ په دې تورنوي چې گڼي له هندي، افغاني، او یا امریکایي جاسوسي ادارو سره دسیسې جوړوو.”

د منظور په خبره، تردې وروسته به د پاکستان د پوځ پر وړاندي به چوپوالی ماتوي او ترهغه به خپله مبارزه کوي ترڅو چي بريالی کېږي.

نيويارک ټايمز ترډېره د هغه مشهورو او پېژندل سويو څېرو مقالې خپروې چي په نړيواله کچه پېژندل سوي وي او د يوې ستري مبارزې سرلاري وي.

نيويارک ټايمز د داسي کسانو مقالې خپروي چي د نړيوالو پام داسي مسائلو ته واړوي چي وړاندي ترې خبر نه وي او يا هم ځيني هيوادونه نه غواړي چي په کور دننه کي ئې  ستونزي  او مشکلات رسنيو ته لار پيدا کړي.

په نيويارک ټايمز کي د منظور پښتين مقاله پر لانديني لينک لوستلای سئ

https://www.nytimes.com/2019/02/11/opinion/pashtun-protests-pakistan.html