کور / سياسي / ارمان موږ یوازي کړو

ارمان موږ یوازي کړو

شفا کاکړه

کله چي د ادب ډګر ته راغلم نو ډېر خنډونه وو يوه خوا ته د پښتو مينه بلي خوا ته په لاره کي ازغي او بيا يوه پېغله چي په تيارو کي د رڼا په څرک پسي ځغلې،دا به څنګه وي؟
څو،څو وار مي د ځان سره دا هوډ وکړو چي دا هرڅه پريږده خو کله چي به مي خپلي ځپلي خاوري او ټوکر ټوکر خلګو او زموږ د وطن ښځې چي يا په تورسرۍ له خپله حاله ږغيدې او بوره مورکۍ چي هر وخت خپل نازولې زوی ته وايي ٫٫جار دي سم جيو دي سم “خپل اتلان لوستل زړه مي ته تېره سوه چي تکليف يوازي پر تا نه هر هغه مبارز کس تېریږي چي د خپل قام د قرباني دپاره يې پايڅې رانغښتي وي نو د هر ډول ستونزو سره مخامخ کيږي …
له هغي ورسته مي خپل پلو راونغښتی چي نور به د قلم په څوکه د خپل قام سره اوږه په اوږه دريږم او دا مي ارمان وو.. نن هم ويل کيږي چي ښځي د ادب اوسياست څخه ډېري ليري دي ، د کور دباندي وتل خو ډېر ناروا ګڼل کيږي …
بيا که يوه ښځه خپل موقف نارينه مخ ته ږدي نو داسي تور ورباندي لګول کيږي له يوې نه يوې خوا هغي ته کنډو جوړوي…
ا وس هم په موږ کي د فيوډل ازم د زهرو هوده لا نه ده پيداسوې نه يو داسي دم او پلتې سته …
دجمهوريت په نوم خو دي ملاازم ، سردار ي او قبايلي نظام نور هم موږ ساده پښتانه و ديوال ته اوچ ودرولو چي تر نن ورځي يوه خوا ته يې مخ نه کيږي …
دلته ا
اوس هم که چا يو ښه سياسي او مترقي فکر درلود پسخند په ويل کيږي تر ګناه کيبره خو پريږده فتوې ورباندي لګول کيږي او د ښځو پر حق خو خبره داسي بده ورباندي لګيږي لکه ټک چي ورباندي وکړې ښه په فخر سره وايي زموږ ښځي ا وس له مغرب سره ايږدي…
په دې نه پوهيږي چي نن هم يو ملا خپله ماينه بل ملا ته د علاج دپاره بيايي او که يوازي زموږ د ښځو علاج په ملا يا په زيارت کي دى.
لږ فکر نړۍ ته پکار دى ، کله هم چي يوې ټولني د شعور موندلو لپاره غزونې کړي دي اول يي د هغه قام دښځو دبيداري خبره کړي ده، ولي چي ماشومانو تربيت مور کوي پلار نه ؟
تر دا فرسوده خبرو تر څو تېرنسو چي …
يوه ښځه د نارينه په کار ،کار نسي درلودلی ، ښځه خو خدا ی دکور لپاره او دماشومانو د زيږولو لپاره پيدا کړې ده تر هغو زموږ په ټولنه کي خوشالي او ابادي راتلی نسي …
د ښځي تاريخ یې داسي نيمګړی ښکاره کړی دی لکه هغه چي انسان نه بلکي ځناور وي له زوکړې ونيسې تر مرګه دا په دې ارمان وي چي د نر او ښځي خدا توپير کړی دى په دغه احساس محرومي که له نړۍ سترګي پټي کړي خو په خپل وجود باندي خبره نسي، ځکه چي نرواکي نظام نن هم پر موږ مسلط دئ …
دبشر په ټوله تاريخ کي نر د جنګ لامل ګرځېدلى دى او ښځه دامن خوښولو ،مګر امن خوښول د ښځي بې زړه توب بلل سوی دی ، نو چي تر جګړو او وينو تویولو وروسته انسان دامن میز ته راګرځي ايا دا دښځي د دریځ برياليتوب نه دى؟
موږ په داسي ټولنه کي سترګي غړولي دي چي دلته د انسان وينه دومره قيمت نه لري لکه د مسلمان وینه خو چي پښتون مري بيا هلته مسلمان فول سټاف سي …
بيا که يو چا د رښتيا ويلو توان پيدا کړئ هغه د تورو ټاپو ښکار سي ، غدار سي ،کلونه تېر سي بيا یو ارمان پيدا سي ..
هسي خو موږ ډېر ټينګ مسمانان يو چيري چي کشمير او فلسطین کي څوک وژني موږ بيا تر ټولو له مخه بستره وتړو ، نارې او چیغي جوړي کړو ، سړکان بند کړو …
موږ خداى يو جلا مخلوق پيدا کړي يو قران شريف په کلو ، کلو په پوښو کي نغښتی ساتو چي کله مي په کور کي لږ تکليف پیدا سي بيا یې را اخلو ، ښځي مي نن هم له بنيادي صحت او له بنيادي تعليم څخه محرومه پاته دي .. .
دا سپېڅلی کتاب چي له کلونو په تاخچه کي پروت دئ يو چا هم دا فکر ونکړی چي دې کي ليکلي څه دي او د دې ځواب به څه وي؟
دجهالت دا تور پړونۍ نور له مخه ليري کړی را ويښ سی، زه هم يوه ښځه يم د ښځو درد ښځه احساس کولی سي زموږ ښځي نن هم په پلتو ، په کاڼو او په بوټو يقين لري هم يي علاج دى….
تر نن ورځي يوې ښځي دا توپير نه دئ جوت کړى چي په نر کي دا کمی دی يا نه دی خو هر نر ډېر په لوی زړه دا توپير جوتولو ته ملا تړلي ده …
نور دا توپير بايد ختم سي لکه زموږ اتل زموږ مترقي ورور ارمان هغه لومړى کس وو چي په لومړي ملاقات کې راته ويل ښځي بايد نور له دې غلامۍ ځانونه خلاص کړي او د دې مثال تاسو جوړولی سی …
نن ارمان موږ يوازي کړو هغه ټولي دنيا ته دا ښکاره کړه چي ښځه يوازي د کور لپاره نه ده بلکه د پښتنو ښځي نن هم په سياست او ادب کي تر چا کمي نه دي …
زما لاسونه ریږدي ، د سر بېښتان مي جګ ودريږي چي د ارمان تړلې زنه را یاد کړم ، هیڅ یې زغملى نسم چي زما ورور راته تړلې زنه پروت دئ ، څنګه یې ومنم چي نور زموږ په منځ کي ارمان نسته ، زړه مي راته وایي چي لوی ، لوی چيغې وکړه …
خداىه! موږ به تر څو داسي کړيږو هر غم تر بل غم زور غواړي
ارمان يوازي د وړانګي ورور نه وو هغه د ټول قام د خويندو ورور وو،ارمان خبر وو چي رښتيا ويل ظالمان زغملی نسي او په دې هم خبر وو چي دا پرلټ د پوليس په حق کي وخو دښمن په خپله چالاکي خپل کار وکړو…
چي ترڅو دا پوځي امريت مسلط وي چي زړه یې وغواړي هغه لوبي به کوي، زموږ خلګ يي همېش د مذهب او سياست د وسلې په توګه کارولي دي …
زموږ څراغونه به وژنې خو تر څو ؟
د ارمان ارمانونه که د هغه په ژوند کي تر سره نسو ،خو زه باور لرم د هغه مبارزه به حتماً خپل رنګ راوړي …
منم د ارمان مرګ ډېر دروند او د نه زغملو دئ خو دا حقيقت دى چي پښتانه امن خوښونکي دي چي د دومره دروند غم باوجود یې لاس نه واچوی نن موږ دنيا ته ښکاره کړه چي څوک زموږ د رښيا ويلو ډاریږي ؟
ارمان خو زموږ د خويندو د لاس لکړه وه ورور څومره ګران وي هره خور او ورور دي په خپل ګريوان کي وګوري…
هر خور غواړي زما ورور دي کار ته ولاړ سي خو سر يې سلامت غواړي، د هغه اندازه يوې خور ته معلوميږي د مور او د پلار پر مرګ هم شکر کښلی سي خو د ځوان ورور مرګ بيا چي په ناورين مړ سي بيا يو داسي مبارز چي ټوله قام ژړوي نن موږ ارمان غوټ مات کړو د قام هره خور او مور يي وژړوله کله چي یې د مور دا خبره را یاده کړم …
(څنګه سوړ دى ) دا خبره زړونه داسي لړزوي لکه چي زلزله وي ، له دې غمه وروسته دي خداى داسي غم نه راولي ، زموږ نور د زغملو توان تمام سو زموږ څراغونه دي خداى نور سلامت او روښان وساتي…
ما د ارمان نوم اوريدلی وو ، هغه د پښتو استاد وو شاعر وو خو لومړى ملاقات زما ورسره په ۲۰۱۶ کال کي وسو ، د پوهنتون په پښتو ډيپارټمنټ کي د چيرمين د څنګ په کوټه کي ناسته وم ، د ايم .فل . د ډګري لپاره درخوست ورکوی چي ناڅاپه چا را باندي ږغ کړو …
شفا خور ته يي؟ ما ورته ويل ، هو زه يم!
يو دم يې راته وويل ، د ارمان لکه چي عادت وو ویې خندل بېريږه مه …
بيا یې په زور وخندل له ډېره وخته دي نوم اورم خو شکر چي نن مي وليدلې، زما نوم ارمان لوڼى دى ستا لپاره چا کتابونه راکړي دي چي کوټي ته ولاړې کالج ته یې ور ورسوه ، خو هلته مي نسو دروړلی ، د انجونو کالج دئ …
ماورته و ويل چي پر فلاني دوکان باندې کښېږده زما ورور به ورسي…
په تلو کې راته وويل …
موږ سره ښځينه ليکوالي ډېري کمي دي تاسو همت وکړئ چي داسي نوري خويندي رامنځ ته سي….
هسي خو مي په ادبي سمينارو کي سره ليدلو خو د سلام پرته مي خبري نه وې سوي په سرينا هوټل کي د پښتو انټرنيشنل سیمنار وو وړانګه هم راغلي وه ، د ما سره د خپل کالج نوري استاداني هم وې ، ارمان له موږ سره روغبړ وکړو ويل یې .. افرين داسي همت به کوو چي زموږ د ښځو نمایندګي وسي بس شفا خور اوس به په ګډه له دې تورو زندانو نور را وزو زموږ دې ځپلي قام ته مخ را ګرځوو خو دا يوازي نارينه بدلون نسي راوستلی بلکه موږ سره به خويندي وږه په وږه ولاړي وي بيا کيږي ، له افغانستانه څخه ميلمنه ساره شريف هم راسره ولاړه وه ، هغي ورته ويل اول بايد تاسو خپلي خويندي راولی بيا به نور خلګ خپلي لوڼه او خويندي راباسي…
ارمان وخندل وړانګي ته یې اشاره وکړه، ما خو خپله خور راوستلې ده ستاسو مخکي ده ، اول کاڼی به زه پر سينه خورم ځکه خو مي قرباني ورکړه …
ساره شريف ورته ويل افرين پر تاسو باندي داسي نارينه ډېر کم وي زموږ ټولنه کي داسي مبارزې ته ځان چمتو کول لازمي دي …
بيا ساره شريف د خپل ادبي تنظيم په اړه موږ ته معلومات راکړو چي ما خپل نمبر وړانګي ته ورکړو زموږ اړيکي اوس سره پيل سوې، نور موږ دواړي چمتو وو چي موږ هم يو داسي ادبي تنظيم ولرو چي ښځينه خپل ادب ، سياسيت او ټولنیزه نظر ونه پکي تبادله کړو او په ښځو کي فکري بيداري را پيدا سي چي دستونزو هوارولو لپاره دوئ ته په ګټه ورسي بايد چي خپل کلتور، ژبه، تاريخ ،جغرافيه ،او اتلان وپېژني…
زموږ کار ډېر اسانه سو بلکه ارمان راته اسانه کړو، ويل یې موږ نارينه څانګه لرو تاسو بايد پښتانه مترقي ليکوال ښځينه څانګه جوړه کړی …
يوه مياشت وسوه ما خپلي نور ملګري او شاګرداني د ځان ملګري کړې او خپل تنظيم جوړولو ته مي ملا وتړله .
وړانګي ته مي زنګ ووهی چي موږ خپل تنظيم لپاره کار برابر کړى دى خو ماته د مترقي ليکوال منشور او څه معلومات په کار دي بايد چي يو څوک موږ په دي اړه پوه کړي ..
څو ورځي پس وړانګي راته وويل چي موږ د دې ایالت مشر عصمت زهير او فضل اشنا سره مو اړيکي نيولي دي که هغه راغلو نو تاسو به دفتر ته راسی يوه ګهنټه به کښینو ما هم ورسره ومنله په دا بله ورځ وړانګي ويل تاسو راسی عصمت زهير په يو ضروري کار پسي تللى دئ زما ورور ارمان دلې دئ زه او ما سره ملګري موږ پرنس روډ د پښتانه مترقي ليکوال دفتر ته ورغلو ، لږ ساعت پس ارمان راغلو او موږ ته يې د پښتانه مترقي ليکوال په اړه ډېر ژور معلومات راکړو چي خپله بل خور يې هم ځان سره راوستې وه ، او د سټډي سرکل په اړه یې معلومات راکړو داسي راته ږغيدو لکه موږ ټولو چي له ډېره وخته سره پېژندلو، د ښځو د غلامۍ ستونځي یې داسي په رواني بيانولې او بيا د نر واکۍ نظام په کوم وخت کي مسلط سو او ښځه څنګه محکومه سوه …
موږ چي کله د تنظيم لومړۍ غونډه وکړه نو ارمان زنګ راته ووهی چي افرين بايد چي ا وس په دې سيمه کي تاسو له ځانه ملالي جوړي کړئ او ژر تر ژره دا رپورټ خپور کړی چي موږ په سهېلي پښتونخوا کي هم د ښځو تنظيم لرو …
بل وار د صوبايي حکومت لخوا ا يوارډونه راکول کېدو نو ارمان له قادر مجرم سره ناست وو مبارکي اول ده راکړه ويل یې اوس به مترقي درته وايو .
هغو شپو کي موږ کالج کي يو کلتوري پروګرام جوړ کړى وو چي ماته د پښتنو د کلتور په اړه پوسټران په کار وو ، وړانګي ارمان ته ويلي وو هغه ماته انځورونه په واټسپ راليږلي وو ويل یې پکي خوښ یې کړه زه يې په درې ورځو کي کالج ته د وړانګي په لاس در استوم خو په خندا يي راته وويل ته خو پروفې سره يې پيسې به ته ورکوې …
ماورته ويل بس ته دا کار وکړه د پيسو غم مکوه !
ارمان له خندا شين سو ويل یې د قام لپاره ارمان حاضر دى…
تېر کال موږ قلعه سيف الله ته ولاړو چي موږ هلته يوه غونډه درلوده ، ارمان ډېر زیات خوشاله وو ، ويل یې بايد اوس تاسو په ټوله سهېلي پښتونخوا کي داسي غونډي وکړئ چي خلګو کي فکري بيداري را پيدا سي..
کله چي په پېښور کي د پي. ټي. ايم غونډه وه ارمان راته ويل په کار دئ چي تاسو هم ګډون وکړی له ډېرو هلو ځلو وروسته مي ۱۵ انجونه تیاري کړې برکت شاه صاب زموږ لپاره د ګاډۍ بندوبست کړی وو چي ارمان فون راوکړئ ويل یې … انجونه بايد د خپلو پلرو په اجازه راسي!
ما ورته ويل چي درخواستونه مي ځيني اخستي دي…
هغه دومره یو زمه واره کس وو چي د کار ښه او بد اړخ ته یې کتل ، کله چي به ما د تنظيم رپورټ خپور کړی اول به ارمان پوسټ کوی …
د سوات د جلسې دپاره راته زنګ ووهی ، ماورته ويل بخښه کوه د پېښور د جلسې وروسته په کالج کي پر ما قيامت جوړ دئ مو ږ هسي هم نوکران يو داسي نه چي سبا نوري ستونځي هم راته جوړي سي ، ارمان وخندل ويل یې بس کالج کي هم مبارزه کولی سې دغه پښتنو انجونو کومک کوه يوه لار ورته برابر هوه چي سبا له دوئ يو څه جوړي سي …
زړه مي وايي ارمان چي به داسي په بیړه، بیړه لګيا وو هغه ته لکه چي معلومه وه چي زه ځمه خو خبر نه وو چي زما پس به دا ټوله پښتانه پما پسي ژاړي بس زما يادونه او خاطري به ليکي
موږ به هر څه وکړو هر کار به تر سره سي خو ارمان به نه وي .
کله چي به غونډه وه ارمان به پر وخت وړانګه راوستله چي زموږ غونډه به ختمه سوه ما او وړانګي به تر ماپښينه چي کالج به چوټۍ سو موږ به پر خپل ادبي تنظيم او د پي . ټي . ایم . په خبراړه خبري کولې ترڅو چي به ارمان راتلو…
کله چي به يو ځاى مشکل وو وړانګي به ارمان لوڼي ته زنګ ووهلو ، داسي ورور چي خور ته په دوو پښو ولاړ وي او يوه يوه مور داسي لنګونه کوي چي خپله لور او زوى د قام و چوپړ ته سپاري…
ارمان غوندي اتلانو باندي فخر کوو هغه د خپل ځان پروا نه کوله خو دقام سره چي یې کومه زهرجنه رويه کېدله هغه یې نسوه زغملى…
پر ځان باندي یې هره سختره او ظلم وړی د خپله کوره او سیمي لا کډه سو خو د حق او رښتيا ويلو قسم یې خوړلی وو رښتيا ويلو او د انساني اخلاقو او اقدارو او په ناوړه رواجونو او د پښتانه سره په ناوړه رويو باندې چي یې څه په زړه وو په خوله یې هم هغه وو منافقت يي نه کوی …
هغه ظالم ته مخامخ ظالم ويلو جرات درلود او امريت جبر چي پر قام کېدو د ارمان له زغمه وتلى وو ځکه هغه په خلاصه خوله ويل چي موږ نور دا ظلم نه منو …
کله چي وړانګي د کوټي په جلسه کي لومړى تقرير کړی وو نو ارمان په خلګو کي ناست وو ويل یې يو کس ويل چي وړانګي ته يو چا تقرير ور ليکلی دئ چي هغې رټه کړى دى …
ارمان د یو مثبت فکر خاوند وو ، ارمان یو مهربان انسان وو ، ارمان یو سیاسي مبارز وو چي موږ یې ټول یوازي کړو …