کور / راپور / افغان دولت وايي، د ترهګرو ډلو سره د سيمي د هيوادونو غونډي وضعيت نور هم پېچلی کوي

افغان دولت وايي، د ترهګرو ډلو سره د سيمي د هيوادونو غونډي وضعيت نور هم پېچلی کوي

افغان دولت په اسلام اباد کي د طالبانو دراتلونکي اونۍ غونډي ته په اشارې سره غبرګون کي ويلي، چي د ترهګرو ډلو سره د هیوادونو غونډي په افغانستان او سیمه کيد وضعیت د سمولو سره مرسته نه کوي.

طالبانو تېره ورځ وویل، چي د پاکستان په رسمي بلنه به راروانه دوشنبه د لومړي وزير عمران خان سره وويني. او د رواني فبروري مياشتي پر ۲۵ نېټه به د زلمي خليلزاد سره وګوري.

په دې وروستيو کي د طالبانو او د سيمي د هيوادونو ترمنځ خبرو اترو زور اخيستی چي وروستۍ غونډه په مسکو کي د افغان سياسيونو او طالبانو ترمنځ وه. د مسکو له غونډي افغان دولت ناخوښه وو.

 افغان حکومت وایي، هره هغه ناسته چي افغان دولت پکي ونډه ونه لري هيڅ قانوني بڼه نه لري او نه هم د افغانانو استازيتوب کولای سي.