کور / تازه خبرونه / د واوري ډير اورښت سالنګ او نورستان ځپلي دي

د واوري ډير اورښت سالنګ او نورستان ځپلي دي

په سالنګونو کي تر دوو مترو پوري واوره سوېده، شل ځايه واوره راښوئېدلې ده چي له امله يې لاره د ټرافيکو پر مخ تړلې ده.
د سالنګونو د ساتني چارواکي وايي د واوري #اورښت له امله يې د لاري پاکولو چاري درولي دي.

د #سالنګ لويه لاره د ټرافيکو تګ راتګ پر مخ تړلې ده چي له امله يې سوداګرو ته هره ورځ ډير اقتصادي زيان اوړي.
د #نورستان په مرکز کي هم د د واوري ډير اورښت او ښوئيدني له امله د ستونزو خبرونه ورکړه سويدي.
همداسي له باميان څخه هم ورته خبرونه راځي.

د واوري ډير اورښت سالنګ او نورستان ځپلي دي