کور / راپور / ضمير کابلوف: څومره چي ژر وي د امريکايي ځواکونو وتل د امريکا په ګټه ده

ضمير کابلوف: څومره چي ژر وي د امريکايي ځواکونو وتل د امريکا په ګټه ده

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي،  دا د امريکا په ګټه ده چي ژرترژره خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

نوموړي د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس سره په مرکه کي ويلي، څومره چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل ځنډېږي هغومره به د امريکا لګښتونه زياتېږي.

نوموړی وايي:”د دې لوبي په نتيجه کې به آخر امریکایان له افغانستان څخه وځي، دا د امریکایانو د ادارې او د دوی د مشرتابه په پریکړي پوري اړه لري، چي څومره ژر وځي، خو که  هر څومره ناوخته  دوی وځي هغومره به ئې لګښت زیاتېږي”.

ضميروف پر داسي مهال له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو خبره کوي، چي امریکایي چارواکو یو ځل بیا ټینګار وکړ چي تر هغو به ئې ځواکونه په افغانستان کي وي ترڅو چي شرایط مساعدیږي.

 د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جېم اینهاف د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کي ازادۍ راډیو ته ویلي وه چي ده له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خبري کړي دي او هغه ډاډ ورکړی دی چي دا پوځیان به د اوس لپاره هلته وي او شرایطو ته به په کتو به پرېکړه کوو.

تېره ورځ ضمير کابلوف ويلي وه چي راروانه اونۍ به روسيه او امريکا په ترکيه کي د افغان سولي په تړاو ګډه ناسته ولري.
نوموړي ويلي، چي په ترکيه کي به دی د زلمي خليلزاد سره د افغانستان په تړاو خبري وکړي.
زلمي خليلزاد چي د افغانستان د سولي په هکله ئې ۱۸ ورځنی سفر پيل کړی دی، د سيمي د هيوادونو، طالبانو او ټولو هغو چارواکو سره به کتني ولري چي د افغان سولي په بهير کي يو ډول نه يو ډول ښکېل دي.
تېره اونۍ په مسکو کي د طالبانو او افغان سياسيونو ترمنځ مخامخ خبري وسوې چي افغان دولت پرې ناخوښه وو، خو روسيه وايي چي په دې برخه کي خپلي هڅي نه سپموي.
ضمير کابلوف وايي، چي په ترکيه کي به ددغه هيواد چارواکو سره هم د افغانستان پرکشاله وږغېږي.
د کابلوف په خبره، دوی هڅه کوي چي طالبان دې ته تيار کړي چي د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي برخه واخلي.