کور / سياسي / مجددي 33 کاله زيات ژوند وکړ!

مجددي 33 کاله زيات ژوند وکړ!

ليکوال: ح حقوېش،

له نن 33 کاله پنځه مياشتي او پنځه ورځ وړاندي د 1986ز کال د جولائ په 18مه نېټه د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت اختصاصي محکمې د مخالفينو يو شمېر مشران په اعدام محکوم کړل، د هغو کسانو په ډله کي چي په څه نامالوم علت له دې کاره بچ شول، يو هم “د افغانستان د ملي نجات جبهې” مشر صبغت الله مجددي وو. چي دا دى له هغې ورځي راوروسته يې څه باندي 33 کاله نور ژوند هم وکړ. خو په دې 33 کاله کي د لراوبر ډير افغانان د جنګ قرباني شول، او د بل له لاسه په ابدي خوب ويده شول په دې کي ډير انسانان د صبغت الله مجددي او د نورو فتواګرو په فتوو قرباني شول. خو ددې خلکو په وينو همدې خلکو لوړي څوکۍ او په ميليونونو ډالر يې تر لاسه کړل عيش او عشرت يې وکړ په خپلو اولادونو يې لوړي زده کړي وکړې. هغوى ته يې ښه ژوند برابر کړى دې. او د نورو اولادونه يې د ځان د ګټو  لپاره قرباني کړل.
صبغت الله مجددي هغه څوک وو چي د مصر د اخوان المسلمين (مسلمانان وروڼه) او لږ وروسته يې ددغې ډلي يوه بله څانګه د (ځوانو مسلمانانو) بنسټ په افغانستان کي کېښود، په مشرتابه کي يې د صبغت الله مجددي په وړانديز ګلبدين حکمتيار ته هم ځاى ورکړل شوى وو. صبغت الله مجددي د پاچايي حکومت لخوا د کېدونکو اصلاحاتو سخت مخالف وو، او له همدې امله يې د پاچا مخالفت ته هم ملا وتړله. په 1971ز کال کي چي کله د پاچايي استخباراتي ادارې غړيو د مجددي يو نژدې ملګرى وواژه نو هغه لومړى پېښور او وروسته امريكا ته وتښتيد. او هلته يې د څه مودې لپاره “اسلام پېژندنې” درس ورکاوه. د پاچايي نظام د نسکورېدو په وخت کي په لندن کي وو او له هغه ځايه يې د “غير اسلامي ماهيت” له کبله د داود په نوي رژيم نيوکې پيل کړې. او په 1979ز کال په پيل کي هغه وخت پاکستان ته ستون شو چي د کابل واک د خلکو ډيموکراټيک ګوند په لاس کي وو، هلته يې لومړى “د افغانستان د ملي جبهي” د انقلاب ضد ډلي په مشرتابه کي شامل شو او وروسته يې د هغې مشري په غاړه واخيسته. او په افغانستان کي يې جنګ ته ملاوتړله چي د امريكايان لپاره يې په افغانستان کي جنګ ته لمن وهله او د اسلام په نوم يې د هغوى د ګټو لپاره فتوې صادرولې.


د 1979ز کال د مارچ په مياشت کي مجددي د افغانستان د مسلمانانو په نامه خپله خطابيه خپره کړه چي په هغې کي يې خلک د خلکو ډيموکراټيک ګوند په خلاف جهاد ته رابللې وو. د همدغه کال په مني کي د افغانستان د انقلاب ضد ځواکونو د يو استازي په توګه د امريكا متحده ايالتو ته لاړ او هلته د امريكا د حکومت د لوړ راتبه مامورينو لخوا خپل خدمت ته ومنل شو. ځکه امريكايانو د نورو تر څنګ دى هم د ځان لپاره جلب کړ چي په افغانستان کي د امريكا د ګټو لپاره جنګ وکړي او د روسي مخه هم دلته په افغانستان کي ونيسي. امريكايانو مجددي ځکه خوښ کړ چي د افغانستان د ليري پرتو سيمو خلکو يا بې علمه خلکو د هغوى کورنۍ ته د يو سپېڅلې کورنۍ په نظر کتل له هغوى څخه يې لاسنيوى کاوه د هغوى لارښوونه به يې څارله، په مجموع کي د مجددي په کورنۍ کي خاص صبغت الله مجددي په بيلا بيلو کلونو کي د خپلي کورنۍ د سياسي، تجارتي او مالي اړيکو او دغه راز د مذهبي اعتبار له برکته عملاً د مجاهدينو د ټولو مشرانو لارښوونکى او مذهبي پير وګڼل شو. دا لامل چي د امريكايانو اعتبار ورباندې ډير شو، بل خوا د په امريكا کي ژوند تېر کړى وو هلته يې هم سياسي، اقتصادي او مذهبي موخي پاللې چي امريكايانو ته ګټور تمامېده. بل خوا ډير شنونکي په دې ګمان دي چي دا کورنۍ د انګلستان د استخباراتو لپاره دلته په سيمه کي د مذهب په نوم خپلي ريښې اوږده وي او له انګليسانو سره ټول مالومات شريكوي. ځکه ددوى کورنۍ چي د ډيره اسماعيل خان له پلياڼه شور بازاره را ټوکيږي، د انګلستان په وخت دا هغوى د استخباراتو يو قوى مرکز وو، او د هغوى استخباراتو به ټول مالومات او پرمختګونه د مذهب په نوم مخته وړل، هغه ډيرى پښتنو دا کورنۍ خپله قبله بلله او لاس په نامه ورته ولاړ وو، او دې کورنۍ له انګلستان سره د اميرامان الله د واکمني په له منځه وړل کي هم ډيري هلې ځلې کړې دي، چي په هغه وخت کي ددوى کورنۍ يوه مشر شيرعلي خان د امان الله خان څوکۍ ته سترګې پټي کړې وي خو کلکاني نه پرېښود چي له ده ورمخکي شي، په همدې هکله د شوروي ځواکونو د څلوېښتم لښکر وروستى جنرال باريس ګروموف په خپل کتاب کي ليکي چي يوه ورځ د قومونو او قبايلو چارو وزير سليمان لايق له خولې دا خبره راووتله چي د مجددي ټبر په هکله د هندوستان په ارشيف کي د انګلستان د “انټليجنس سرويس” اسناد شته چي ښيي، ددې کورنۍ کوم غړى په څه پيمانه له انګريزي استخباراتو سره اړيکي لرلې. سليمان لايق شکايت وکړ چي ددغو اسنادو د لاسته راوړلو لپاره دده له هڅو سره ببرک کارمل سخت مخالفت کاوه، ځکه چي ډارېده په دې صورت کي به له انګرېزي استخباراتو سره د انقلابي حکومت د يو شمېر غړيو او د هغو د نژدې افراطيانو پخوانۍ اړيكي بربنډې شي.
همداسي صبغت الله مجددي هم د امريكا لپاره نه ستړېکېدونکې هلې ځلې وکړي، او د امريکا د ګټو لپاره يې د ډاکتر نجيب الله د ملي پخلايني له بهير سره نټه کوله او ټول تمرکز به يې په جنګ وو. چي د ډاکتر نجيب الله د تخت له نسکورېدو وروسته يې دوه مياشتنۍ واکمني تر لاسه کړه.
او د اسلام په نوم دا فتواګر او د اوږده جنګ د شهيدانو ځواب ورکوونکى بلاخر له امريكايانو سره په ټانک کي سپور راغى او په کابل کي يې د خپل مشاور حامد کرزي تر څنګ يوه لوړه څوکۍ د ځان کړه، چي بيا يې له حامد کرزي سره د امريكايانو د “امنتي تړون” په سر د خولې خوند خراب کړ. چي بيا دده خوشي تړون اشرف غني د اتمر په مټ ورسره لاسليک کړ، خو څه موده مخکي د مجددي په ګډون د کرزي د واکمنۍ نورو لوړ پوړو چارواکو او له اشرف غني سره د څوکۍ په سر خوابدو ددې تړون ردېدل غوښتل.