کور / تازه خبرونه / په خوست کې ځانمرګی بريد شوی

په خوست کې ځانمرګی بريد شوی

د يکشنبې په ورځ د خوست ولايت د يقعوبيو ولسوالۍ د خلبسات په سيمه کې د سړک جوړونې د خصوصي شرکت  په ساتونکو ځانمرګۍ بريد شوی چې له امله يې يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شويدي .
د يعقوبيو ولسوال ګل قاسم جهاديار خوست لراوبر  ته د تيلفون پر کرښه وويل چې نوموړی بريد نن ماسپښين دوه بجې رامنځته شوی .
ده زياته کړه چې ځانمرګی بريد کوونکې د شرکت د ساتوونکو خيمي ته داخل شوی او خپل ځان پوري تړلي توکيو ته يې چاودنه ورکړې  چې په پايله کې يې يو تن ساتونکې مړ او شپږ نور ټپيان شول .
جهاديار وايي چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او روغتيا يي حالت يې د ډاډ وړ دی .
د بريد پړه تر اوسه چا پرغاړه نده اخيستي