کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بې ادبي هم حد لري

بې ادبي هم حد لري

وايي چې له بې عقل دوست څخه هوښيار دښمن ښه وي خوزه وايم چې خداې ج دې له بې عقله اوبې ادبه دښمن څخه وساته.


ګرانو وطنوالوكه تاسو د تلوېزون له پردې څخه دښاغلي لطيف پدرام هغه خبرې اورېدلې وي چې پښتنو ته ئې بد رد وويل او د افغانستان ملي اتل او ملي شخصيت غازي امان الله خان يې په بدو اوناوړو الفاظو ياد كړ ستاسې احساسات به ئې هم زما په شان راپارولي او هره شېبه به غواړئ چې دې بې حيا ته ځواب وركړئ خو خېر هوښيارانو متل كړى چې له بې عقلانو سره ځان په تول كې مه اچوئ خوزه داهم اړينه ګنم چې دبې عقل سرته بايدعقل ورشي.


زه دغازي امان الله خان ديوه خوښونكي اوطرفدارپه توګه بې شرمه پدرام ته داويل غواړم چې ته په زوره دافغانانو احساساتو ته زيان رسوې اوپه زوره ددوى احساسات راپاروې داسې نه شي چې د افغانانو هوډمن سوك ستا پدې ناولې خولې درحواله شي، زما سره خو تراوسه ستا هويت د سوال لاندې دى چې ته څوك ئې آياافغان ئې؟ ځكه كه ته افغان وى يو به دې خپل ملي اتل ته بد نه ويل او بل داچې پخپله ژبه او لهجه به نه شرمېدې خو بيا هم كه ته ځان افغان بولې باور وكړه چې نورافغانان ستا په څېر په بې ادبو كسانو باندې شرميږي.


ګرانووطنوالو!پدرام او پدرام ډوله ستميانو تل هڅه كړې چې زموږ پر خلكو خپله سياسي سوداګري وكړي او دا خو د دوى له اصلي دندو څخه ده چې همېشه د افغانستان د مېشتو قومونو او مليتونو په منځ كې يې اختلافات راولاړ کړی او دوى ترې ګټه پورته كړې. كله د پښتون او هزاره په منځ كې او كله د ازبك او تركمن په منځ كې نن چې پدرام د هزاره ورونو په طرفدارۍ راولاړ شوى اوپه بې شرمۍ اوبې حيايۍ سره خپله منحوسه  اوكرغېړنه وينا اوروي، د ۱۹۹۲ز كال دكابل خپلمنځي جكړو كې همدې ستميانو لخوا څومره هزاره وروڼه په قتل رسول شوي دي هلته ښاغلي پدرام او دده نوره ډله ټپله چېرته وه او هلته ئې ولې د هزاره ګانو له هزاره ګانو ورونو سره همدردي نه كوله!؟ خو اوس ښه شو چې افغانانو ته ئې خپله څېره، هويت او ادب ورښكاره كړ! دا ويناوې د همدردۍ له مخې نه بلكې د تفرقې اچولو او د افغانستان مېشت قومونو په منځ كې دكركې د را پيدا كېدو په موخې كوي او دا ښاغلى د افغانستان له جغرافيايي جوړښت څخه هم ناخبره پاتې شوى چې هزاروو او پښتنو د پېړيو راپدې خوا سره ګډ ژوند كړى او د تل لپاره به سره ګډ ژوند او ورورګلوي كوي او هر افغان چې ځان افغان بولي ملي ګټي به پر خپلو شخصي ګټو ښې بولي او د يو موټي او تلپاتې افغانستان غوښتونكى وي په داسې حالاتوكې چې كله د مېشتو قومونو او مليتونو په منځ كې څه خپلمنځي ستونزې او مشكلات راولاړېږي ددې ستونزو په له منځه وړلو او د مشكلاتو په حل كولوكې مثبت اوكارنده رول ولوبوي .


هغه افغان به خپل افغانيت اوانسانيت خوندي كړی وي نه داچې د ښاغلي پدرام غوندې چې كله د مېشتو قومونو، مليتونو وروڼو په منځ كې څه ستونزې او مشكلات را پيدا شي دى هم د پرديو په لمسون او اشاره د ترو دمچ غوندې پكې راولوېږي او راولاړشوو ستونزو ته نوره هم لمن اوپكى وهي چې راتلونكى ئې د ټول ملت او وطن په زيان تمامېږي. هزاره او كوچيان چې سلګونو كلونو راهيسې غم او ښادي سره شرېكې وې او د ورورګلوي په فضاكې ئې خپل ژوندكاوه،نن ښاغلي پدرام دافغانستان له كوم كونج څخه راپيدا او د دوى په منځ کې ځان ځايوي، حال داچې دولت شته، قضايي اوعدلي ارګانونه شته خو د هوښيارانو خبره ده چې په راتلونكي كې به دوى سره دوستان وي اوښاغلى! به پكې مخ تورى وي!! نوله ادب نه داجازې په غوښتلو سره زما غوښتنه له ښاغلي پدرام څخه داده چې كه په راتلونكى كې ئې وغوښتل چې دافغانستان ملي اتل غازي امان الله خان نوم په خوله واخلي نو د مهربانۍ له مخې دې يو ځل مخكې خپله ناولې خوله ورته ومينځي او بيا دې د هغه اتل نوم واخلي، هغه اتل وه چې افغانانو ته ئې استقلال اخيستې اوګران افغانستان ئې له پردو څخه ازاد كړى چې له بركته ئې نن ستاغوندې يو بې ادبه هم سياستمدار شوى او هغه اتل يو موټى افغانستان غوښته، نه ستا غوندې چې د افغانستان په ټوټه كېدو كى به دې له څومره كړيو او هيوادونو سره معاملې كړي وي! اوهغه اتل وه چې په ټوليز ډول ئې د مېشتو قومونو او مليتونو د يووالي او ورورګلوي ګډ ژوند او ټولو وګړو ته د مساواتو او ګډو حقوقو امر وكړ او په ځانګړي ډول ئې هزاره مليت د تل لپاره له ستم څخه خلاص اوله نورو مليتونو سره ئې د يو شان حق درلودونكي كړل چې بېلګه ئې د هر هزاره ورور په كوركې ددې ملي اتل د عكس شته والى دى!په اخېركې زما غوښتنه له تاښاغلي پدرام څخه داده چې كه غواړې دافغان اولس احساسات دې نه وي راپارولي نو د خپلې غلطۍ بښنه په ملي كچه له افغان ملت څخه دراديو او تلوېزيون له لارې وغواړه! او دوهمه غوښتنه مې له ښاغلي حامدكرزي، وزيرانو شورا،د افغان اولس له استازو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې )څخه ده چې په دې برخه كې غلي پاتې نه شي،كه ولسي جرګه او مشرانو جرګه په رښتينې توګه دافغان اولس استازيتوب كوي او دملي ارزښتونو مدافعين وي نوله داسې كرغېړنو څېرو څخه بايد په كلكه پوښتنه وكړي او قضايي ارګانونو ته ئې ولېږي!په دې توګه به له يوې خوا د افغان اولس احساسات كنټرول شوي وي او له بلې خوا به د نورو لپاره عبرت شي ترڅو په راتلونكې كي څوك افغان ملي اتل غازي امان الله خان پداسې سپكه خوله ياد نه كړي او له مدني ټولنو څخه هم زماغوښتنه داده چې په دې مسئله كې بې تفاوته پاتې نه شي، داچې مدني ټولنو تل د افغانستان په يو موټي كېدو كې رغنده رول لوبولى دى نو هيله ده، داځل هم لاس په كار او ښاغلى پدرام په ملي او نړيواله كچه ورټي!


پدرنښت !