کور / تازه خبرونه / سرپل: په ځواني جلۍ د تیري کوونکو د نېولو امر ورکړل سوئ

سرپل: په ځواني جلۍ د تیري کوونکو د نېولو امر ورکړل سوئ

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر حامد کرزي، نن له غرمې مخکې له هغو نجونو او دهغو له کورنیو سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل چې څه موده وړاندې دسرپل په ولایت کې دوسله والوکسانو لخوا ورباندې جنسي تیری شوی و.


 په دغه کتنه کې دواړو کورنیو دهېواد له جمهوررئیس سره دخپل زړه درد شریک کړ، وې ویل: هغه عمل چې ددوې له نابالغو لوڼو سره شوی، دبخښلو وړ نه دی، ددغه ناوړه عمل ترسره کوونکي چې له شواهدو سره نیول شوي، باید په اشد مجازا تو محکوم شي. ولسمشر کرزي دوی ته ډاډ ورکړ چې ددغه شرمونکي عمل ترسره کوونکي نیول شوي چې ډیر ژر به په سختو مجازاتو محکوم شي ترڅو دهغو کسانو لپاره دعبرت درس شي چې په داډول ناوړو عملونو لاس پورې کوي. ولسمشر دکورنیو چارو وزارت امنیتي معین لوی پاسوال محمد منیر منګل ته چې په غونډه کې حاضرو،لارښوونه وکړه چې دسرپل ولایت دامنیې قوماندان چې په دغه موضوع کې یې غفلت کړی او حتی له مجرمینو سره په لاس لرلو تورن دی، ونیسي او دتحقیق لپاره دې ژرترژره څارنوالۍ ته وسپاري.


حامد کرزي دکورنیو چارووزارت ته دنده وسپارله چې دسرپل اودهېواد د نورو ولایتونو په امنیتي ادارو کې مسلکي او صالح کسان په دنده وګماري. دهېواد جمهوررئیس همداراز دلویې څارنوالۍ سرپرست ته لارښوونه وکړه چې په دغه جنسي تیري کې دلاس لرونکو او تورنو څارنوالانو قضیه تعقیب او په ولسي جرګه کې دیو تن وکیل زوي چې دجنسي تیري په جرم په سرپل کې بندي دی، دقانوني مراحلو دتیرولو او دعدالت دپلي کولو لپاره په کابل کې اړوندې محکمې ته انتقال ترڅو له سیمه ییز نفوذ څخه لرې ورباندې قانون پلی شي. حامد کرزي همداراز دچارو ادارې لوی رئیس ته دنده وسپارله چې ددغې پیښې دمراحلو دترسره کیدو او په مجرمینو باندې دعدالت دپلي کېدو تر مهال پورې ددغو دوو کورنیو د اعاشې او اباطې چارې تنظیم کړي.