کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولي لويي لاري ؟؟؟

ولي لويي لاري ؟؟؟

6 اسد 1387

 څومياشتي كيږي چي دكندهاركابل لويه لاره خوراناامنه سوي اوپردي لاره تراوسه لسګونه كسان دطالبانوله لوري وژل سوي اوياورڅخه پيسي اخيستل سويدي .

پردغه لاره تلونكي موټرچلونكي وايي چي پخوابه له كندهاره كابل ته يوازي په شپږووساعتونوكي رسيدل خواوس پرلاره دناامنيوله امله دغه موده نهوساعتونوته رسيدلي .

دخلګوویناده چې وسلوال طالبان دغي لاري ته راوزي اوموترتلاښي كوي ، كه يي پركوم چاددولتي مامور، پوليس ، ملي اردوسرتيري اويادمؤسسي دكارمندشك راځي نويي كښته كوي يا يي وژني اويا ورڅخه ډيري پيسي اخلي .


له كندهاره كابل ته اوله كابله كندهارته تلونكي راتلونكي مسافرترډيره اړدي چې دغه دلنډواټن سفردالوتكي له لاري وكړي اويوازي له يوي خوانيژدي څلورزره افغانۍ كرايه وركړي په داسي حال كي چي دموتركرايه يوازي دوه نيم سوه افغانۍ ده .

دي ته په پام سره چې په هيوادكي بي روزګاري ، لوږي اوبي وزلي خپل اوج ته ختلي ډيركسان نسي كولاي دونه زياتي پيسې په كرايه كي وركړي ځكه نوډيرمهال همدغه عادي ، بي وزله اوخواربوښكي افغانان چي دخپلودوستانودليدلو، درملني اوياشخصي كاروبارلپاره سفركوي دطالبانودتيروچړواودټوپك دګوليوقربانيان وي .


په دي وروستيوكي طالبانوپردغه لاره دځينولويوپلونونړولوته هم لاس ورته كړي اودتيري شنبي په ورځ يي دغزني په مقرولسوالي كي يوپل والوزاوه چي دموټرانودتيردوراتيريدواومسافروپه وړاندي يي سخت خنډرامنځته كړ.

وسلوال طالبان چي په خپله شپږكلنه مبارزه كي دلويوښارونواوښاري مركزونوپه نيولونه دي توانيدلي اوديوشميرليري پرتوولسواليونيولوهم ورته چنداني ګټه نه ده كړي اويايي بيرته له لاسه وركولوپرمهال زيات زيانونه ګاللي خپل جګړئيزتكتيك بدل كړي اودلويولاروناارامه كولوته يي ملاتړلي ده .

طالبان غواړي په دي توګه كم ظرفيته افغان پوليس اواردووننګوي اوپه هيوادكي ميشت نړيوال ځواكونه هم كمزوري وښيي .

څه موده مخكي دطالبانوسترمشرملامحمدعمرپه خپل يوه پيغام كي ادعاكړي وه چي دهيوادنيژدي ټولي لويي لاري ددوي په ولكه كي دي اودايي دحكومت اونړيوالوځواكونويوه لويه كمزوري ګڼلي وه.

طالبان هڅه كوي پرحكومت دخلګوباوركمزوري كړي اووښيي چي ګواكي حكومت نسي كولاي خلګوته ډاډمن امنيت برابركړي ، هغوي غواړي دخلګوغوغاوي پورته سي اوپه دي توګه پرحكومت فشارواچوي .

هغوي دعوه كوي چي ډيرژربه پلازمينه كابل دوردګو، لوګراوسړوبي له لورومحاصره كړي اوپردي لاروليږديدونكي خوراكي توكو اوسوداګريزمالونووړل راوړل ښايي له جدي خنډسره مخامخ كړي .

یوبل څه چي دكابل كندهارلويه لاره يي ناامنه كړي پردغه لاره دطالب وسلوالواوحكومتي مليشوترمنځ پرلپسي نښتي اوجګړي دي.

دتيري جمعي په شپه پردغه لاره دزابل دشاجوي ولسوالي دبازارګان په سيمه كي دملي اردودسرتيرواوطالبانوترمنځ سخته جګړه وسوه چي شاوخواترڅلوروساعتونوپوري يي دغه لاره بنده كړي وه .

دغه جګړه وروسته ترهغه رامنځته سول چي له كندهاره كابل ته تلونكي دملي اردو۸۰موټريزكاروان دوسلوالوطالبانويوي ۲۷۰كسيزي ډلي تروسلوال بريدلاندي راغلى .

دملي اردودچارواكوپه ويناپه دغه جګړه كي ترسلوزيات وسلوال طالبان ووژل سول چي ۳۷تنومړي يي دجګړي په دګركي پاته سوي چي ددوي په خبره يوشميريي عرب، چيچن اوپاكستاني جنګيالي پيژندل سوي دي .

څه موده مخكي دوردګودسالاروپه سيمه كي په پرلپسي توګه ترديرشوزيات دخوراكي توكوليږدونكي لويي لارۍ دطالبانوتربريدلاندي راغلي چي په بشپړه توګه سوځول سوي دي .

پردي سربيره خلګ دبهرنيوځواكونوڅخه هم سرټكوي چي ددوي په خبره له كومي اړتياپرته پريوه ځاي سلګونه موټران دروي اوداسي مهال بيادتللواجازه وركوي چي پرسردوخت ځانونه مصونوځايونوته نسي رسولاي بلكي كله ناكله دوسلوالوغلوښكارسي اوټول هست ونيست يي ورڅخه واخيستل سي .

څه موده مخكي ولسمشرحامدكرزى هم دوزيرانوپه شوراكي ددغي لاري پرناامنۍ  انديښنه ښوولي وه اوله امنيتي ارګانونويي غوښتي ول چي دالاره دي وساتي .

اوس چي ددغي لاري امنيت داردوځواكونوپه غاړه سوي چارواكي وايي چي لاره يوڅه په امنيت كي سوي ده .

دملي اردوچارواكي وايي چي اوس يي پردغه لاره ثابتي پوستي جوړي كړي چي په خبره يي نوربه دغه لاره دمخكي په څيرناامنه نه وي خودامنيتي چاروكارپوهان په دي باوردي ، ترهغوپوري چي يوازي پرلاره امنيتي تمركزوي شوني نه ده چي لاره دي په امن كي سي .

ددوي په باوربايدددغي لويي لاري شاوخواسيمي هم ترڅارني لاندي سي اوكه جګړه كيږي نوبايدپه شاوخواسيموكي وسي نه دسړك پرسر.