کور / راپور / د بهسود او دايمرداد ولسواليو …د اختلافونو د حل…ګزارش

د بهسود او دايمرداد ولسواليو …د اختلافونو د حل…ګزارش

د بهسود او دايمرداد په ولسواليو كې د اختلافونو د حل لپاره د موظف هيئت،كاري گزارش



د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جلالتمآب جمهور رئيس د حكم پر اساس د بهسود او دايمرداد په ولسواليو كې د كوچيانو او دهنشينانو د اختلافونو د حل په مقصد، په چټكه توگه يو هيئت د جمهوري رياست د سلاكار وزير وحيدالله سباوون په مشرۍ موظف شو چې په تركيب كې يې د كليو د پراختيا وزارت، د كرنې او مالدارۍ وزارت او د سيمه ييزه ارگانونو د مستقل رياست معينان شامل و. هيئت سيمې ته رسيدلې او د جلالتمآب جمهور رئيس د حكم د تطبيق په لړ كې يې لاندې پرمختگونه كړي دي:



موظف هيئت په لومړي سر كې د بهسود او دايمرداد په ولسواليو كې دواړو اختلافي غاړو (كوچيانو او دهنشينانو) ته د جمهوري رياست حكم ابلاغ كړ، چې له نيكه مرغه د دواړو غاړو لخوا په قاطع او غوڅ ډول د جمهوري رياست د عالي مقام حكم د عين العادله په عنوان ومنل شو او د دې حكم په تطبيق كې يې خپله هر ډول ژمنه او بې درېغه همكاري اعلام كړه.


سيمې ته د موظف هيئت په رسيدو سره د دواړو اړخونو لپاره اميدوارۍ او خوښي پيدا شوي نو ځكه يې په فوق العاده سرشاري روحيې يې د جلالتمآب جمهور رئيس د حكم او موظف هيئت استقبال وكړ.


د جمهوري رياست د حكم د تطبيق په سلسله كې پرون ورځ له گڼو سيمو او كليو څخه د كوچيانو وتل پيل شوي، د بهسود  لومړۍ حصه، دوهمه حصه، تنور كلي، سفيد ده، شهر نيرو، گرماو، كلان ده، كجآب، تيزك، ده مردان، كوتل چارپختك، كوتل لته بند، كوتل صخر او ځينې نور واړه، غټ كلي په بشپړه توگه د كوچيانو لخوا تخليه شوي دي.

د كوچيانو د وتلو په جريان كې د بهسود هزاره وروڼو پخپل وار سره تعهد كړى چې دوى به دكوچيانو په پل پسې پل نه اخلي او نه به د دوى رمو او څارويو ته صدمه رسوي.

د گزارش له مخې، موظف هيئت، له پورتنيو ذكر شويو سيمو څخه ټولو بې ځايه شويو كورنيو ته خبر وركوي چې په نوموړو سيمو كې وضعيت بلكل عادي شوي او له اواره شويو كورنيو څخه هيله كيږي چې دوباره هغو استوگن ځايونو ته راستانه شي، چېرته چې ديره ول. د بيرته راستنيدو د څارنې لپاره د ملي اردو، ملي پوليس او ځايي مشرانو په گډون يوه كميټه ټاكل شوى چې په بشپړ اطمينان سره به د راستنيدونكو د ځاى پر ځاى كولو بهير څاري.

كوچيانو او دهنشينانو وعده كړې چې د اونۍ عمومي لاره به د مصالحې د كاميابۍ په درناوي پرانيستې وساتي.


همدارنگه هيئت په دايمرداد كې د تيرې اونۍ د شخړي په اړه تحقيقات پيل كړي او ډېر ژر به يې نتايج مركز ته راواستوي. د همدې حادثې د مړو تبادله ترسره شوي او دواړو اړخونو په سوله ييزه توگه د نورو مسايلو د حل غوښتنه كړې، دواړو خواوو ژمنه كړې چې نور به پدې سيمه كې د وضعيت د گډوډولو اجازه چاته ورنكړي.


په يوه مستقيم تماس كې موظف هيئت د جمهوري رياست د چارو ادارې ته اطمينان وركړى چې له پاتي سيمو څخه به كوچيان راوځي او د وتلو په وخت كې به كروندو، علفچرونو او كليو ته هيڅ ډول زيان نه رسوي.


موظف هيئت باورمند شوى چې د خپل ماموريت په نژدې ورځو كې به د دواړو خواو خسارت معلوم او د جبران لپاره به يې د جمهوري رياست مقام ته مشخص ارقام تثبيت كړي.

د دې ترڅنگ موظف هيئت هڅه كوي چې د كوچيانو او دهنيشينانو د ستونزو او اختلافونو د دايمي حل لپاره ټول هغه لاملونه نښاني او معلوم كړي تر څو په آينده كې د دا ډول ستونزو له پېښيدو څخه ډډه وشي.