کور / شعر / توره شپه

توره شپه

پښتون حیران په دې جهان کې دی نـن
په تــوره شپــــه په بیـابـان کې دی نـن


دغه دنیا کــې ترې مـکان ورک شـوی
ستړی ستومان په دې زمان کې دی نن


د ژوند ناخــوالـو پرې نخره ده کـــړې
دهری خـواه نه په تــــاوان کې دی نن


هغه پښتـون چـې تـرې جهان ویــریده
دهغی دښمـــن په بدخشـان کې دی نن


وردګـــــــه وکړه د بري دعــــــاوې
ستا هر ورور په امتحان کې دی نن