کور / تازه خبرونه / کندهار،جنرال نايبي ،زابل کې دوژل سويوبهرنيانوجسدوه راسره دي

کندهار،جنرال نايبي ،زابل کې دوژل سويوبهرنيانوجسدوه راسره دي

امنيتي مامورين وايې چې دزابل په نښته کي يې دوژل سويوکسآنوجسدونه په لاس کې دي  چې بهرنيان هم پکې شامل دي .
دغه کسان دتيري پنج شنبې په ورځ دزابل دشاجوي په والسوالۍ کې ديويې وسله والي نښتې په ترڅ کې وژل سوي دي  .


په سويلي زون کې د٢٠٥ اتل  قوال اوردوقومندان بريدجنرال ګل اغانايبې ديوې خبري ناستي په ترځ کې اعلان وکړچې په وژل سويوکسانوکې عربان ،پاکستانيان،چيچنيايان اوځيني نوربهرني اطباع هم شامل دي .


دنوموړي په خبره چې دبريدپرمهال يې ٣٧ تنه وسله وال طالبان وژلي اودرې تنه يې په ټپي حالت کې نيولي دي .
جنرال ګل اغانايبي وايې چې دشاجوي دبازرګان په سيمه کې دملي اوردودسرتيرويوه موټريزکاروان ته کمين نيول سوي وچې دوى يې په اړه لاله مخکې استخباراتي معلومات لرل .
دنوموړي په خبره په خبره چې له د٢٧٠ تنوڅخه زياتووسله والوطالبانوپه نوموړي سيمه کې ددوى پرموټريزکاروان دبريدهوډدرلود.


په ټولېزه توګه دکابل کندهارلويه لاراوس له هري جګړيزي سيمي څخه زياته دنښتوشاهده وي .
که څه هم ددغې لويې لاري دامنيتي وضع دسمون لپاره په دې وروستيوکې دملي دفاع وزارت له پولېسوسره په ګډه يوشمېرامنيتي ګامونه پورته کړي خوله دغې لويې لاري څخه تيرېدونکې  سپرلۍ يې کافي نه بولي .


ددغې لويې لارې په اوږدوکې په ځانګړې توګه دزابل اوغزني ولايتونوپه اړونوسيموکې به ډيرلږداسي پلونه اوپل چکونه دوسله والوطالبانودبريدونوڅخه روغ پاتي وي .
جنرال نايبي وايې چې دکابل کندهاردعمومي لاري په اوږدوکې يې ګرځنده ګزمې اونظامي قرارګاوي زياتي کړي اودوى هيله من دي چې نوربه ورباندي امنيتي ستونزي نه رامنځ ته کېږي .


جنرال نايبي ددولت وسله وال مخالفين کمزوري وبلل اوهغوي ته يې دولسي خلګودروحياتودکمزوري کولوپه موخه دشايعاتودخپاراوي  ګوته ونيول .


دنومه وړي په خبره چې دښمن يې دمخامخ جګړې توان نلري اوکه بياچيري ورسره مخ سوي نودسردروندزيان  يې وراړولي دي .


دکابل کندهارپرلويه لاردملي اوردوپه مټ زيات مسافردامنيت دسمون طمع لري خوتردامهاله لالکه څنګه چې دسپرليوهيله وه هغه څه ندي سوي .


دملي دفاع وزارت تيره اونۍ اعلان وکړچې دکابل کندهاردعمومي لاري دامنيت دسمبالولولپاره به يوه ليواعسکرپه دنده وګماري .


له دغې لويې لاري سره تړلي ملي پانګه وال وايې چې که په پرې تجارتي مالونه په سالمه توګه ترخپل هدف پوري ورسيږي نوپه بې ساري توګه به دهرڅه په بيه کې هم دپام وړبدلون رامنځ ته سي .