کور / تازه خبرونه / په امريکا کې يو وسله وال کس يو تن مړ او ۷ تنه ژوبل کړل

په امريکا کې يو وسله وال کس يو تن مړ او ۷ تنه ژوبل کړل

  امريکا  د ټينيسي په ايالت کې يو وسله وال کس د یکشنبې په ورځ په يوه کليسا کې په خلکو ډزې وکړياو د يو کس د وژنې سربيره يې   ۷ تنه  ژوبل کړل.


په کليسا کې موجود د پېښې يو عيني شاهد CNN  خبري چينل ته وويل چې  وسله وال کس کليسا ته راننوت او په ډزو يې پېل وکړ.


د خبرونو له مخې  د ټپيانو حالت د اندېښنې وړ نه دی او  د ټينيسي پوهنتون روغتون ته وړل شوي دي. که څه هم د پېښې لامل لا تراوسه نه دی معلوم خو پوليس وايي چې  وسله وال کس يې نيولی او پوښتنې ترې روانې  دي.

تبصره نسته