د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتوني پېښي (۹)

د لراوبر اداره | جولای 27th, 2008


که مو ددې ليکني تيري شوي برخي نه وي لوستي دا ځاي کليک کړئ


مکمل غېر سېاسي:


 اېا زمونږ دهیواد اوسني حال خو همداسي نه دئ؟


د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان


نهمه برخه 
پرلپسې……(۲۳-۲۲)



دصلیبي جاسوسې شبکې د روزل شو نجونو نادودې  او د مسلمانانوکمزوري:(۴)


که چیري  موبي  او فخر المصري   تر  منزله  پورې  هم  نه وی رسیدلاې  نوبیا به هم دفوځ  په حالا تو کې   دپام وړ کوم  توپير  نه  راته ،  ځکه  هغه  زهر  چې ناجي ، اوروش   او دهغوی  نورو  ملګرو  په سوډاني  فوځ کې شنیدلې و  هغو  خپل  اغیز کړې و . د فاطمي خلافت   هغه  مشران  چې  په نوم  جنرالان و  خو په  حقیقت  کې  ولسي حاکمان  ګرځیدلي و  غوښتل  چې سلطان ایوبي د یوه ناکامه   امیر او بې کاره  حاکم  په څیر عام ولس  ته ور  وپیژني ، مسلمان  حکمرانان   په  خپلو قصرونواو ماڼیو کي  دهمدې   ډول  نجونو، چې ډیرې ئې   عیسایی  او یهودئ  وې،  د زلفو بندیان  ګرځیدلي و . یواځې  په نوم   مسلمان پاته شوی و . د دولت  امور   د خپله ځانه د جوړو  شوو سالارانو او حاکمانو په لاسو کې و،  او دوې  په  خپل  عیش او عشرت  کې مصروف  و . هغوې نه غوښتل  چې د صلاح الدین  ایوبي  په څیر  کوم  سخت  مذهبي  او  په  ملت  او هیواد مین  وګړې  دی  دا قوم  را ویښ  کړي ،او امرا او سلاطین  دې د حرم  او قصر د عیش او عشرت  څخه بیرون د حقایقو نړۍ ته  را وکاږی . دسلطان  ایوبي د  مخکینو جنګونو  څخه  چې دکاکا شیرکوه   په  مشرۍ  کې  ور  پیښې  شوې وې ، دا خلک پوه   شوي و  چې که  چیرې دې  شخص  ته واکمني  په لاس  ورشي  نو اسلامي  سلطنت  به د مذهب او اخلاقو په  اصولو کی  راو نغاړی ،په دې اساس  هغوې هری هغی لوبې ته لاس  اچاوه  چې د سلطان  ایوبي  دڅلورو  اوږو  چت   پرې   را پرېوتې  شو .  هغوې په پټه د صلیبیانو سره   کومک  و کړ. اوپه خپل هیواد کې یې دهغوې د جاسوسانو او تخریب  کونکو د ځاې په ځاې کولو له پاره  لاره  هموار  کړه ،  او د ایوبي  تر مخه ئې  خنډونه  دغرونو په څیر   و درول . که چیرې  نورالدین  زنګي  نه وای  نو نن به نه د صلاح الدین  ایوبي نوم   په کوم تاریخ  کې  ثبت  واې  او نه  به  په  نقشي کې ددومره  زیاتو  اسلامي  هیوادو نومونه  تر سترګو کیدل .

نورالدین زنګي د سلطان  ایوبي  په یوې اشارې سره هغه  ته کومک  ور واستاوه ،  کله چې  صلیبي لښکرو د سوډاني  فوځ  په اشارو  سره د روم  د بحیرې دڅنډو  څخه  په   اسلامی  سلطنت  یرغل  راوړ  نو نورالدین  زنګي  دخبریدو سره سم د صلیبیانو   په  خاوره  برید وکړ  او دهغوې هغه لښکر  ئې   بې کاره  کړ  چې  په  مصر باندې د یرغل  له پاره  ور  روان و . سلطان  ایوبي دخپلې جاسوسۍ  نظام  هم  داسې  جوړ کړې و چې هغې  په ځا نته   توګه هم د عیسایانود بحري   بیړۍ د ډوبولواو غرقولو له پاره  بسنه کوله  ، او اوس چې علی بن سفیان  د  نورالدین  زنګي  په لور  خپل  دوه  ګړندې   پیغام وړونکې  ددې خبر د ورکولو   له پاره  ور استولي و  چې  د سوډانیانو د پاڅون  ګواښ  موجود دې  او دا  چې  زمونږ  فوځ کم هم دې  او په دوو  برخو  ویشل  شوې هم.   دقاصد   د  ورسیدو  سره   سم  نورالدین  زنګی  یو ځانګړې  شمیر  فوځ  ته د مصر  په لور د تللو  حکم وکړ .

یو شمیر تاریخپوهان ددې  فوځ   شمیره   دوه زره  سپاره  او پیاده   لیکلی  دې  خو یو  شمیر  نورو  ددې څخه  لږ څه ډیر  ښوولې دې ،  په  هر صورت  نورالدین زنګي د خپلو اړتیاو   دپروا کولو پرته  د سلطان  ایوبي د اړتیاو  او ستونزو د په نظر کې نیولو په  اساس  هغه ته  د لمړیتوب  حق  ورکړ  خوهغې ځاې ته ددې فوځ د  ورسیدو  له پاره  ډیر وخت  ته   اړتیا وه .

په نوم مسلمانو فوځیانو او نورو  د سترو رتبو  وګړو  چې  کله وکتل  چې  په مصر کي د سلطان  ایوبي  پر خلاف  نا ارامي پیداشوې   او پاڅون   را ولاړ  شوی نوهغوې دې فتنو او سرکښیو ته   نوره هم هوا ورکړه . په پټه ئې سوډانیان  را پورته کړ ل  او دخپلو  مخبرانو په واسطه ئې  دا  مالوم  او خوره کړه  چې د سوډانیانو  سالاران  په پټه  توګه  وژل  شوي  او ښخ کړل  شوی  هم دې .  د سوډاني  لښکر د کمې  رتبي  مامورین  اوس   سالاران  شول  او د  سلطان  ایوبي  په دغه لږ فوځ باندې  ئې، چې په مصر کي پاته  و ، د یرغل  وروړلو  پروګرام  جوړ کړ .    هغوې غوښتل د سلطان ایوبي د نیمائې  فوځ برید وکړي او په  مرکز  کې د سلطان  د  نشتوالي  څخه ګټه  تر لاسه کړي ، پروګرام داسې و  چې سوډاني فوځ  د تورو   وریځو په  څیر د مصر  په اسمان   باندې   راو غوړیږی  او د اسلام   سپوږمۍ  دخپلو تورو   لوخړو  په  منخ کې  ډوبه کړي .

علي بن سفیان  قاهرې  ته ورسید ، هغه  چې دچا په  تعقیب  پسې روان  و ، هغه ته نور  دهغې  کومه   نښه  نښانه  نه مالومیده ، هغه خپل  هغه جاسوسان  ، چې د سوډانې  فوځ  په مرکز  کې  یې خپاره کړې   و ، را وغوښتل ،  دهغوې  څخه یوه ورته وویل  چې تیره  شپه  یو اوښ  را غلي و ، په تیاره کې  څه نه  تر سترګو کیدل ، په هغې دوه کسه  سپاره  و  ، یو نر  او یوه  ښځه ، جاسوس  هغه ته  دا هم ور وښول   چې  هغوې  په کوم  عمارت  کې   ور ننوتي و. علي بن سفیان  ته دا  واک   ور  په   برخه و  چې  هغه دې هملته  د پلټنې  له پاره برید وکړي ، خو سوډاني  فوځ،  کوم ازاد  فوځ  نه بلکه،   د اسلامي  سلطنت  فوځ و  خو علي  بن سفیان ددې  اندیښنې  له ویرې  هلته د احتیاط نه کار واخست  چې  هسې  نه  چې  دهغه دا  قدم   په اور   دتیلو د اچولو  کار ورکړې . د هغې موخې  یواځې دا نه وې چې موبي او فخر المصرې  و نیسې. بلکه اصل موخه  ئې داوه چې د سوډاني قیادت  راتلونکی  پلانونه او تګلارې  را بربنډې کړی ، تر څو دهغې  د مقابلې له پاره  مخته تر مخه  ځانونه تیار کړي . هغه خپلو جاسوسانو ته نوې  لارښونې وکړې، د هغې په  جاسوسي شبکه کې   غیرمسلمانه  نجونې  هم وې . دانجونې  نه عیسائې وې او نه یهودې بلکه  د قحبه ځایو  ذهینې  او  چالاکه  نجونې وې ، خو علي بن سفیان  هیڅکله هم پر هغوې  سل په سله  باور نه کاوه . ځکه  چې دهغوې   څخه  د دوه   اړخیزه   لوبې د  لوبيدو  احتمال هم و.  هغو نجونو هم د موبي  په هکله  ،  چې علي  ئې  د پلټنې  په  خاطر  راغلي و ،مالومات   پیدا  نه شوکړاې .

*****(۲۲)

علي بن سفیان  پوره  څلور ورځې د  دارالحکومت  څخه بیرون ستړې ستومانه   ګرځیده را ګرځیده  دهغې دکار  دایره د سوډانې فوځی قیادت   شاوخوا  سیمه وه ،  په پنځمه شپه  هغه بیرون د شین اسمان  لاندې ناست و  او دخپلو دوو  جاسوسانو  څخه ئې را پور  اوریده ،  دهغې د شبکې ټولو غړو ته  به مالومات وه  چې هغه  په کوم وخت کې   چیرته  وی ،  د هغې  د ډلې یو کس  دیوه بل  سړي سره  یو ځاې   ددې  لورې ته راغې او وئې ویل  « دغه  سړې وائې  چې نوم ئې  فخر المصري دې . هلته  په  ګڼو بوټو کې  غورځید  پرځید ،  ما  ورسره خبرې وکړې  وئې ویل چې  ما خپل فوځ ته  ورسوئ ، دا  په ښه توګه خبرې  هم نه شي کولاې . »  په دې وخت کې فخر المصري  کیناست .

«ته همغه  قومندان  ئې  چې د  محاذ  څخه دې یوه نجلۍ  هم  له ځانه  سره  راوړې او را تښتیدلی ئې ،؟»علي  بن سفییان  تر ې و پوښتل .

«  زه دسلطان د فوځ   را تښتیدلې  سپاهي یم » فخر  په  نښتې ژبه  او لړزیدلي  اواز  سره وویل . «  د مرګ  د سزا  وړ  یم ،  خو زما  خبره تر ټولو لمړې  واورئ  او که   نه تاسې ټولو ته به د مرګ  سزا درکړل شي .»

علي بن سفیان دهغې د خبرو څخه  پوه شو  چې یا خو دا سړې  په  نشه کې دې او یا دنشه ایزو شیانو تر لاسه کولو  له پاره  ئې دا حال   شوې دې .  هغه   فخر له ځانه سره خپل دفتر ته یوړه  او هغه ته ئې هغه کڅوړه  ور  وښوده  چې  په لاره کې ئې موندلې وه ،  ترې وئې  وپوښتل « دا کڅوړه  ستا ده؟  او تا ددې  څخه  د خوراک  شیان خوړلي و؟ »

«هو !» فخر لمصري  ځواب  ورکړ « هغې به ماته دهمدې کڅوړې څخه خوراک  راکاوه . د هغه تر مخه هغه کڅوړه هم  پرته وه  چې ددې کڅوړې  له منځه څخه  راوتلې وه ، علي دهغې  څخه شیان را و یستلې  او دهغه تر مخه  ئې  ایښې و.  فخر  دا شیان ټول وکتل  نو ټوپ  ئې کړ او د مټائې په څیر  یوه  ټو ټه  ئې را پورته کړه ، علي سمدستې دهغې  پر  لاس باندې خپل لاس کښیښود ،  فخر ورته  په ناارامۍ  سره وویل « د خدای  له پاره  ما پریږده   چې دا وخورم . زما  ځان او روح  په همدې کې دې » خو  علي دهغې څخه  هغه ټوټه واخسته  او  هغه ته ئې  وویل « ماته ټوله خبره واوروه ،  بیا دا ټول  شیان ستا دې  او له ځانه سره ئې واخله.»

فخر المصرې د بی  هوشۍ لورې ته روان و . علي بن سفیان  ورته  یو وړوکې  ټوټه  ورکړه  چې د حشیش  ماتونکي  وه ،  فخر  هغه  ته ټوله  پیښه واوروله ،  چې هغه څه ډول د نجلۍ   دتعقیبولو  پسې   ولاړ ، تاجرانو پرې قهوه و څښله ، چې دهغې  د اغیز  له امله  هغه بلي  دنیا ته  ولاړ ،  تاجرانو (صلیبي جاسوسانو )  چې له هغه سره کومي خبرې کړې  وې  هغه ئې هم ورته  ټولې  له یوه سره  وکړې  او بیا د نجلۍ سره  هغه   یوځاې  پر  اوښ  باندې سفر وکړ  هغه داسې خبرې  کولی  چې تا به ویل  چې همدا اوس  هم  د نجلۍ سره یوځای په اوښ  سپور  روان  دې  . اوښ هم په ډیره ښه  توګه  ملګرتیا کړې وه ، هغوې  به د شپې له اړخه   ډیر لږ  تم کیدل، انجلۍ  به دې  ته دهغې  بلې کڅوړې  څخه د خوراک  څښاک  شیان  ورکول ، هغه  خپل ځان  پادشاه  ګاڼه ،انجلۍ  هغه ته  د  خپل محبت  ډاډ ورکړې و  او د  واده  وعده ئې ورسره کړې  وه ، خو شرط  ئې دا ایښودې و  چې هغه به  دا   انجلۍ سوډاني  قومندانانو  ته ور  رسوي ،  هغه  په لاره کې هڅه کوله  چې انجلۍ د واده  پرته  خپله  ښځه  وګرځوي  خو  انجلۍ  به هغه  په خپلو  مټو کې  نیوه او دهغې دا  غوښتنه به ئې  په  پوره  مینې او محبت سره  له منځه وړله ، فخر ې تر اخره  پوری  دا احساس  هم نه کړه  چې دې انجلۍ  هغه  د حشیش او  او دخپل ښایست او  ځوانۍ  په ولکه کې  اخستې دې ، کله ئې  چې په دریېم پړاو کې د  خوراک  څښاک د شیانو   له پاره  اوښ   و دراوه  نو  هغه کڅوړه  د اوښ  د ځغلولو  سره  چیرې  غورځیدلې  وه ،  انجلۍ  ورته وویل ، چې بیرته  ستنیږو  چې هغه  کڅوړه  را پیدا کړو  خو فخر المصري  ورته ویل  چې هغه دفوځ  څخه  راتښیدلې انسان دې ،  او شونی ده  چې دهغې  تعاقب  به شوې وي ، انجلۍ  ضد کاوه چې  کڅوړه  به  ضرور  را پیدا کوو ، خو فخر ورته  ډاډ ورکاوه چې  د لوږې  کوم خطر  نه  شته ، په لاره کې به دکوم  کلي  څخه لږ څه واخلو  خو انجلۍ نه غوښتل  د کوم   کلي  او یا ابادۍ  په لور  ولاړه  شي  او ویل  به یی چې بیرته  ولاړ شه .

فخرالمصري په زور  هغه  پر اوښ  سپره کړه   او دهغې وروسته کیناست او اوښ  ئې په ځغاسته کړ. دا د هغوې د سفر  دریېمه شپه وه ، بل  ماښام  هغوې د ښار ه  بیرون د سوډانیانو  د یوه  قومندان ځاې ته ور  ورسیدل ،خو فخر المصرې  په خپل سر کې داسې ناقراري  احساسوله ، لکه د سر  په   کوپړۍ کې ئې  چې  چینجي  خوځیږي . هغه  سوکه   سوکه   ریښتنې دنیا ته  بیرته را وګرځید . هغه  په دې  نه وه  پوه شوې  چې  دا  د حشیشو  اغیز دې ، دهغې دپادشاهۍ  انګیرنه  او په  خپل ذهن کې  په جوړ کړل شوي  جنت  کې اوسیدل  په همغه کڅوړه  کې چیرې  په دښتې کې  لویدلي او پاته شوي  و. انجلۍ دهغه تر مخه  قومندان  ته د صلیبیانو پیغام  ورساوه  او هغه ته ئې د سلطان ایوبي  پر خلاف  دپاڅون  حکم وکړ ،  فخر هملته ناست  و او هر څه ئې اوریدل  خو په  کوپړۍ کې یی  اوس  چینجي نور  هم را ستر شوي و او په پوره قوت  ئې  خوزښت  کاوه ، نشه  ئې له منځه  تللې  وه ،او  اوس  ورته   را په یاد شوې  شو چې د  جنګ د محاذ  څخه  را تښتیدلې دې ،  انجلۍ (موبي ) ته  دا  څرګنده  وه  چې فخر اوس  هم هماغسې نشه دې ، نو په دې اساس هغې دکومي ویرې او ترهې پرته  قومندان  ته دا هم وویلې  چې د سلطان ایوبي او علي بن سفیان تر منځ دا غلطه  انګیرنه   باید راپیداکړل شي  چې  هغه په ښکاره  توګه  له ځانه  نیک صفته  انسان  جوړ کړې  خو په  حقیقت کې هغه د شرابو  او ښایسته نجونو سره سروکار  لرې .

دهغوې په  اوږدو   خبرو  کې د پاڅون  خبرې هم منځته راغلې  ، تر دې وخته پورې  فخر المصرې  په مکمله توګه   رابیدار شوې و ، خوپه  سر کې ئې   لا تر اوسه  هماغه ډول  ناقراري وه  او دغه   ناارامۍ ډیر  وارخطا کړې و .  انجلۍ قومندان  ته وویلې  چې که چیرې پاڅون  کوئ نو وخت  له لاسه مه ورکوئ ،  سلطان ایوبي   په  سنګر کې  مصروف  دې ،  خو نجلۍ ورته دا  درواغ  وویلې  چې  صلیبیان  دوه  درې ورځي  ورسته  یوځل بیا  حمله کونکي دي ، او سلطان  ایوبي  به دغه پاته فوځونه هم د جنګ  محاذ  ته  وربلي ، قومندان نجلۍ  ته وویلې  چې تر پنځه  شپږو  ورځو پورې  به  سوډانې   لښکر د دې  ځای  په  فوځونو باندې  یرغل  یوسي .

فخر دا ټولې خبرې  اوریدلې او  ویې  ویل  چې د نیمي شپې وروسته  یې هغه یوې بیلې کوټې ته یوړ. تر څو هلته ارام  وکړي ، نجلۍ او  قومندان  په بله کوټه کې  و . ددواړو  خونو  تر منځ دروازه  تړل  شوې وه ،  هغه ته خوب نه راته ،  هغه ددروازې سره   غوږ  کښیښود او  دهغوې خبرې  ئې  اوریدې ، چی  نجلۍ  ویل « هغه مې د حشیشو په زور  تر دې  ځایه راوړې دې  او په ټوله لار   مې د هغې  د مینې محبوبه له  ځانه  جوړه کړې وه ، ماته د یوه ساتونکې اړتیا وه . د حشیشو هغه  کڅوړه  چیرې  په لاره کې  و لویده .  که  چیرې تر سهاره  ورته  یو خورا ک   تر لاسه  نه شي  نو مونږ  ته به ستونزې  را پیدا کړي . » ددې  وروسته  چې فخر دهغې  بلی خونې  څخه کوم  اوازونه اوریدل  هغه  ورته په ډاګه کیدل  چې  ویل یې،   چې شراب  څښې او بدکاري  کوي ، د ډیر ځنډ وروسته  هغه ته د قومندان  اواز راغي « دا سړې اوس  زمونږ له  پاره  بیکاره  دې  ، دا باید  یا  بندی کړو او یا ئې له منځه یوسو .» نجلۍ هم دهغې تایید وکړ.

فخر المصري  اوس  په مکمله توګه  را ویښ   شوې و ، او دهغې ځایه څخه ئې د تیښتې او وتلو  فکر کاوه ، شپه  په اخرې پړاو کې وه ، هغه د هغې  کوټې څخه  راووت ، دهغې  دماغ  د هغې سره  ملتیا  نه کوله ، کله  کله به دماغ صاف  شو  خو ډیر وخت  به  ګډوډ  و . هغه د سهار د روښنايې  دخپریدو   تر مخه د خطر د ځاې  څخه ډیر  لرې وتلې و . اوس  هغه  ته د یوه  بل  تعقیب  خطر  هم   په مخکې و . هغه ته  په دواړو خواو کې  مرګ تر سترګو کیده ، که چیرې د خپل  فوځ   لاس   ته ورته  نو هم مجرم و  او که چیرې  سوډانیانو  نیولی  نو سمدستي ئې واژه ، هغه ټوله  ورځ  د فرعون  په کنډوالو  کې  تیره کړه ، د حشیش  غوښتنه ،ویره او قهر  د هغه  جسم او دماغ  له کاره ویستلي و . تر شپې پورې  هغه  د تللو توان  هم  له  لاسه  ورکړې و . بیا هغه ته دا   احساس  هم   و نه شو  چې شپه ده او که ورځ ، او یا دا چې  هغه اوس  چیرې دې . دهغه  په ذهن کې  دا  هم راغلل  چې باید  دا عیسائې  نجلۍ  د هرې لارې چې کیداې  شي  ووژني . دا ورته  هم په ذهن  کې را ګرځیدل  چې که اوښ او یا آس  په لاس  ورشي  او ولاړ شي اوپه  محاذ کې د سلطان ایوبي  په پښو کې  ور وغورځي خو هر  سوچ  به  چي  ورته پیدا کیده  نو دهغې تر مخه  به تیاره  تیاره  را خپریده  او هر څه  به ئې ورته تیاره  کول . هغه ته په همداسې   حال کې دا سړې  تر لاسه  شو . څرنګه چې هغه جاسوس  و  نو په دې اساس  هغه د فخر المصرې سره  د دوستۍ  او  همدردۍ  خبرې  وکړي اوهغه ئې په دې تر تیب تر علي بن سفیان  پورې  را ورساوه .

اوس دا  جوته شوې وه  چې سوډاني لښکر  به یرغل  او پاڅون کوي  او دا  په  هره  لمحه کې  پیښیداې شي ، علي بن سفیان  فکر کاوه  چې سمدستي  ځایي  قومندانان  دې  لورې ته متوجه کړی  اوهمدا  راز  سلطان ایوبي ته هم خبر ورکړي ،خو د وخت د ضایع کیدو  خطره  وه  ، په همدې وخت کې ورته  پیغام ورسید چې سلطان ایوبي ور غوښتې دې ، هغه حیران  پاته شو  چې سلطان  خو هغه  په محاذ کې پرې  ایښې و .

کله چې  هغه د سلطان  ایوبي سره  وکتل نو سلطان  ورته وویل «ماته  خبر  را رسیدلې و چې  په ساحل باندې د صلیبي جاسوسانو یوه  ډله موجوده ده ، او دهغوې  څخه یو څو دلته هم را غلي .  زما کار نور  په  محاذ باندې  پاې ته رسیدلې و،  هلته می قومنده خپلو نور و  ملګرو ته پریښوه  او  دیخوا ته راغلم . زړه  مې دومره نا ارامه و  چې ما دلته ډیره زیاته  خطره  احساسوله ، اوس دلته  څه خبره ده ؟

علی بن سفیان  ورته  ټوله قصه  واوروله او  ورته ئې وویل  « که چیرې ته غواړې  نو زه د ژبې  د وسلې د استعمال  په واسطه  ددې پاڅون  د تمولو  هڅه کولې  شم او  یا ئې د سلطان  زنګي د کومک  تر  را سیدو پورې ځنډولی شم .  زه به  همدغه خپله  د جاسوسۍ  شبکه  استعمالوم ، زمونږ د فوځ شمیره ډیره کمه ده ، د یرغل  مخه نه شو نیولاې .

سلطان  ایوبي  په  فکر کې ډوب و ، سر ئې ښکته اچولي و  اوعلي بن سفیان  هغه ته کتل ، سلطان   ودرید او وئې ویل «هو  علي ! ته  خپله ژبه اوخپل  جاسوسان  استعمال کړه ، خو د حملې د ځنډولو   له پاره نه ، بلکه دحملي  دکولوله پاره ، سوډانیانو ته حمله کول  په کار دي ، خو د شپې  له اړخه  چې زمونږ  فوځ  په خیمو کې بیده وي »

علي بن سفیان  په ډیره حیرانتیاسره  سلطان  ته وکتل ، سلطان  ورته وویل «  ددې ځاې  ټول  قومندانان  را وبوله، او ته  پخپله هم راشه ،»سلطان   په ډیره  کلکه توګه  علي  ته  دا خبره وکړه  چې « ټولو ته ووایه  چې زما په هکله  ددوې پرته  بل هیچا  ته   دا  مالومه  نه شي  چې  زه د محاذ څخه دلته راغلې یم .  زما دلته  شتون دسوډانیانو څخه پټ  ساتل  ډیر اړین دي . زه  په  ډیر احتیاط  سره  په پټه توګه دلته راغلې یم »

درې  شپې وروسته …

قاهره د شپې د تیارې په لمن  کې ډوبه  ویده  وه .  یوه  ورځ تر مخه د قاهرې  خلکو و کتل  چې د هغوې  هغه  فوځ چې  دمصر څخه تیارکړل شوې دې د ښاره  بیرون  وځي ، هغوې ته  ویل شوي  چې فوځ  دجنګي  تمریناتو په خاطر د ښاره  بیرون  خیمي ښخوي. فوځ خپلې  خیمی د نیل د دریاب پر غاړه  د شګلوړه  غونډیو او دریاب  تر منځ  و درولې، په  فوځ کې پیاده  هم و او سپاره هم ،  د شپې نیمائې تیره شوې وه  چې د قاهرې اوسیدونکو ته د لرې  څخه د قیامت  په څیر شور او  زوګ  تر غوږو  شو . د اسونود ځغاستي  اوازونه  را تلل ، ویده  خلک را پورته شول . هغوې  داسې ګمارله  چې  فوځ  فوځي تمرینونه  کوي  ، خو دا  زوږ  را نژدې کیده او ډیریده ، خلک دکورنو  بامونو  ته پورته  شول  وئې کتل  چې   اسمان   تک  سور دې ، ځینو  وکتل  چې لرې د نیل ددریاب  څخه د اور شعلي  را پورته کیږي  او د تیاره  شپې  سینه  څیروي او په   وچه  لګیږی ، بیا په  ښار کې د اسونو د ځغاستي اوازونه  واوریدل  شو ، خو د ښار اوسیدونکو ته   تر اوسه نه وه مالوم  چې دا جنګي تمرینات  نه دې بلکه  یو  پوخ  جنګ دې  او هغه اور  چې  لمبې  ئې  خیژي  نو په  هغه کې د سوډانیانودلښکر ډیره  برخه  ژوندۍ  سوځي .

دا دسلطان ایوبي  یو بې نمونې  چال  و . هغه  په دارالحکومت  کي خپل پاته  لږ فوځ د نیل د دریاب په غاړه د شګلوړه   غونډیو  تر منځ په پراخه  سیمه کې  خیمه  میشت کړې و . علي بن سفیان  هم د خپلې  پوهې  مظاهر ه  کړې وه . هغه   سوډاني لښکر ته خپل  کسان  ور واستول  اوپر هغوې کي ئې د پاڅون  اور  نور هم ور تیز کړ . او دهغې د قومندانانو  څخه ئې دا پریکړه واخسته  چې کله  چې د شپې  په تیاره کې د سلطان  فوځ  په  خوب  ویده  وي  نو پر هغوې به سوډاني فوځ حمله وکړي او تر سهاره به  د هغوې  د یوه یوه سپاهي  ژوند  پاې  ته  ور سوي . دوې به دارالحکومت  پرته  له ویرې  قبضه کړي  او د سوډانیانو د فوځ بله برخه  به د روم په   بحیره  کې پروت  ایوبي فوځ باندې د یرغل  له پاره  هغې  لوری  ته  ولاړ شي ،

هغوې دخپلې  پریکړی او  پلان  په مطابق  د سوډاني فوځ یوه برخه  په ډیره پټه توګه  د شپې د روم د بحیرې  د محاذ  په لور   ور  ولیږله .  او بله برخه ئې دنیل د دریاب   پر غاړې  په  خیمه  میشت  فوځ باندې  لکه  دمچیو په څیر ور  و نښتل .

دې  فوځ د سیلاب  په څیر  په یوه میل  پراخه  سیمه کې خپاره فوځ  باندې  ور حمله کړه  او په ډیره  چټکۍ سره  په دې سیمه کې  خپاره واره  شول . یو ناڅاپه  په  خیمو باندې  د اور غشي  او تیل  ور  وشیندل  شو، د کالیو سوځیدلې ټوټې   را  په  وریدو  شوې  ، نیل  هم  اور   اورول   پیل کړل، په خیمو  اور  ولګید  او شعلي  ئې اسمان  ته په رسیدو  شوې . خو په خیمو کې دننه  سوډاني  فوځ ته نه د سلطان د فوځ کوم   سپاهې تر لاسه  شو او نه کومه سپرلۍ، دې فوځ  ته هلته  خالي  خیمې  په لاس   ورغلې، هیڅوک هم د مقابلي  له پاره  را پورته نه شول ، او یو ناڅاپه  اور  هرې خواته  خپور شو. هغوې په دې نه پوهیدل  چې سلطان ایوبي  دشپې  په لمړیو کې  خپل  فوځ  دخیمو څخه ویستلې د شګلوړه غونډیو شاته ئې  په  سنګرونو کې  کښینولې ، او په خیمو کې ئې  د وچو وښو  ډیري   اچولي و، هم یی په خیمو او هم ئې په  وښو   تیل  ور اړولي و . همدا   راز ئې په کشتیو کي هم  کوچنی  منجنیقونه   ایښی  او د شپې له اړخه  ئې  پټو ځایو کې  ځاې  په ځاې کړې و ې .

کله  چې سوډاني  فوځ  خیمه ځاې  ته راغي  د سلطان  پټ  فوځ   اور  توغونکي غشي  او د نیل څخه په کشتیو کې ایښې  منجنیقونو  څخه د  اور   ګولئ  توغول  پیل شول ، خیمو اور  واخست  نو  وښو او تیلو هلته د قیامت  ورځ   جوړه کړه ، د سوډانیانو  آسونوبه  خپل پیاده   فوَ‎ځ  تر پښو لاندې کاوه ، د سپاهیانو له پاره ددې اوره وتل  ناشوني  شوې و. دهغوې  چیغود اسمان  پردې  څیرولې  ، دې اور شپه  رڼا ورځ ګرځولې وه ، دسلطان  یوموټې  فوځ  په اورکي سوځیدونکي  سوډانی  فوځ  تر محاصره لاندې و نیوه ، هغه به  چې له اوره  راووت  هغه به د غشو ښکار  ګرځیده ، خو هغه برخه  چې په څنګ  شول  هغوې و تښتیدل .

له بله اړخه د سوډانیانود فوځ  یوه  برخه دسلطان په فوځ  باندې د یرغل  له پاره د محاذ  په لور  روان  و. ایوبي دهغې له پاره  هم  پوره  انتظام کړې و ، هغوې ته  ئې په لاره کې  سنګرونه  نیولي و ،د هغې  مجاهدینوبه د سوډانی فوځ په اخري برخه باندې  ګذار  کاوه  اوپه هغوې کې  ئې   واویلا  ور ګډ وله . دغه  مجاهدینو  چې  سوډانیانو ته  څومره زیان  ور رسولې  شو  هغه ئې   ور رساوه او د سیمې څخه   ئې ځان  په تیاره کې  پټاوه.    

کله به چې سوډاني فوځ  لږ څه بیا  مخته  ولاړ  نو  تر شا به بیاپرې  غلچکی  یرغل  و شو ، دا د برق  په څیر  تیز او ګړندي یرغلونه و  چې  یرغل  کونکي به  د یرغل وروسته  خوندې  ځایو ته ستنیدل . تر سهاره  پورې ددې فوځ  په  اخري برخه باندې نژدې  درې  حملې وشوې. سوډاني سپاهیان  ددې حملو څخه  زړه  بدي  شول . هغوې ته د مقابلې کولو  موقع  په لاس  نه  ورتلله، کله چې ورځ  شوه  نو د هغوې  قومندانانو  په ډیره  ستونزمنه توګه  هغوې په کنترول کې  راوستل ، خو  دشپې له اړخه  د  تللو په وخت کې  یو ځل بیا  پرې هماغه  ډول  غلچکي یرغلونه  پیلیدل ، په بله شپه  په تیاره کې پر هغوې  غشي  هم  وویشتل  شول ، هغوې ته د شپې  په تیاره کې د هغو آسونو د ځغلولو  اوازونه  هم  اوریدل کیده .چې  په دوې باندې به د غلچکي  یرغل وروسته  بیرته خوندې ځایوته تلل .

درې  څلورو اروپائې مورخینو  چې په هغې ډله کې لین پول ، او ولیم  په ځانګړې توګه د یادولو وړ دې  لیکلي دې  چې ددښمن په زیات   شمیر وګړو باندې د شپې د تیارې  یرغلونو او غلچکي  حملی کول د سلطان ایوبي  داسي یو جنګي  مانور   و  چې دهمدې مانور  په واسطه  په راتلونکو وختو کې صلیبیانو ته ډیر زیان  ور ورسید.

په دې توګه سلطان ایوبي   ددښمن  د مخته تګ   رفتار  ډیر  را کم  کړ  او دښمن  ئې مجبور کړ  چي هغوې دې په هغه  ډګر کي  و جنګیږي  چې صلاح الدین  ایوبي ئې په کوم ځاې کې  جنګول غواړ ي  ،هغه د جنګ  لورې د خپل ځان په ګټه و  څرخوه . دغه  تاریخپوهانو  د سلطان  ایوبي د هغه  ځان ځارونکو سپرو  د  بهادرۍ  او  جرأت  ډیره زیاته ستاینه کړې ده . دنن ورځې  یو شمیر   جنګي مبصرین چې د جنګونو اوجګړوپه تاریخ  باندې  نظر لري  دا  نظر  ورکوي  چي د نن  دترپ او خرپ ، غلچکي  او  ګوریلا  عملیاتو  بنسټ  ایښودونکې  پخپله صلاح  الدین  ایوبي دې ، هغه ددې لارې  ددښمن  پلانونه  یو په  بل پسې د ناکامۍ سره مخ کړل ،

هغه په سوډانیانو باندې همدا  طریقه ازمیښت کړه  او یواځې  ددوه  شپو  د غلچکي  عملیاتو په  واسطه ئې د سوډاني فوځ د  جنګ  روحیه  و ځپله ، دهغوې په قیادت کې کو م داسي  دماغ نه و  چې خپل فوځ  سنبال کړي ، له بله  اړخه  په هغې  فوځ کي د علي بن سفیان  د شبکي  غړي هم د سوډانیانو په لباس کې موجود  و ، هغوې به دا افواه  خپروله  چې د عربو  څخه یو ستر لښکر   را روان دې  چې د هغې سره  مقابله  به  سوډانیان  د پوره  هلاکت سره مخ کړي ، هغوې   په هغوې کي  د زړه  بدوالي او د تیښتې  میلان  را پیدا کاوه او په دې هکله ئې پوره  بریاوي  هم په برخه  شوې . فوځ غیر منظم  شو او خپور  شو . هغه  برخلیک  چې د نیل  د دریاب  په غاړه  ورته    ورسید هغه ډیر  عبرت  اخستونکې و …… دا  افواه  غلطې  ثابتې نه شوې  چې د عربو څخه  فوځ  را روان دې ،  په همدې وختو کې د نورالدین  زنګي  فوځ  ، که څه  هم د شمیر له  اړخه  ډیر  نه  و ،  د جنګ  ډګر ته را ورسید .

یو شمیر  تاریخپوهانو د هغوې شمیره د دوه  زره  سواره او دوه زره  پیاده لیکلي دې  او ځینو بیا ددې څخه لږ زیاد  ویلې دي . هر څه  چې و  خود صلاح  الدین  ایوبي لاس  ئې ورکلک  کړ او هغه  هم سمدستي ددې فوځ قیادت  په خپلو  لاسو کې واخست . په داسي حال کې چې د سوډانیانو پنځوس  زره  لښکر د سلطان ایوبي  په اور کې  را نښتي و  او د دښتې   په هر ځاې کې  د مجاهدینو د غلچکي  بریدونو لاندې راتلل  او د پوره  بې نظمۍ سره  مخ و  ، دغه  لږ  کومک  هم د صلاح الدین ایوبي له پاره  ډیرستر ملاتړ و .

سلطان  ایوبي د همدې کومک  په واسطه  او دخپل فوځ  په  توان   کولاې شول  چې سوډانیان  له یوې مخې  قتل عام کړي . خو  هغې د سیاسي  زیرکتیا څخه کار واخست ، د سوډانیانو د  قوماندې  قومندانان ئې و نیول، او هغوې ته ئې دا وویل  چې دهغوې  له پاره د  هلاکت او تباهۍ پرته  نور څه  نه شته . خو هغه نه غواړي  دوي  په مکمله توګه  له منځه  یوسي ، قومندانانو هم  خپل حشر   لیدلې و. اوس هغوې دسلطان د  قهر او غضب  څخه  په ویره کې و. خو سلطان  هغوې  وبښل  او دسزا  د ورکولو پر ځاې ئې د سوډانیانو پاته مات ګوډ  فوځ  په دهقانانو باندې  تبدیل کړ. هغوې ته  ئې ځمکې  ورکړې  او په  کر کیله کي ئې دهغوې سره  ددولت د خزانې څخه بسپنه وکړه . اوبیا ئې هغوې ته  دا  اجازه  هم  ورکړه  چې  دهغوې څخه  چې کوم  خلک  غواړي دوباره په فوځ کی  را ننوځي ، راننوتې  شي.

د سیاسي زیرکتیا  له مخې ئې  سوډانیان  په کار و ګمارل  او د نورالدین  زنګي د رالیږل شوي  فوځ او خپل  فوځ او همدا راز د هغو سوډانیانو څخه  چې غوښتل ئې په  فوځ کی خدمت وکړي  یو منظم  فوځ  جوړ کړ. او پر صلیبیانو  باندې ئې د یرغلونو کولو له پاره  په پلانونو  جوړولو پیل وکړ. هغه علي بن سفیان ته وویل  چې  هغه دې د خپلې جاسوسي  شبکي او د غلچکي عملیاتو  ځان ځارونکي  ډلي  تیارې کړی، د بله اړخه صلیبیانو هم دخپلې  جاسوسۍ  او تخریب  کارۍ  نظام  ټینګول  پیل کړي و .

**(۲۳)
نوربیا…

Copyright Larawbar 2007-2024