کور / راپور / د ارواښاد جنرال عبدالرازق په نوم د یو  دنګ څلي بنیاد کېښودل سو

د ارواښاد جنرال عبدالرازق په نوم د یو  دنګ څلي بنیاد کېښودل سو

نن په کندوز کي د ارواښاد جنرال عبدالرازق په نوم دنومول سوي واټ پرسر د ارواښاد په نوم د یو دنګ څلي دجوړیدو کار پيل سو، ددغه ۱۸ متره دنګ څلي مالي لګښت  دارواښاد  دخپل شخصي بنیاد لخوا ورکول کیږي چي په راتلونکو دوه میاشتو کې به په اساسي او ښکلې بڼه ودان سي.

د یادونې ده چي دغه واټ د کندوز هوايي ډګر ته نږدې موقعیت لري،چي څه موده وړاندې د کندوز دخلکو،ځوانانو او دکندوز ښاروالۍ د مشورتي شورا  لخوا د ارواښاد په نوم نومول سوی وو.

کندوز والي ددغه څلي دبنیاد اېښود پرمهال وویل: ” دا خاوره په  قربانیو ساتل سوې ده، د هغو ټولو جنرالانو، افسرانو او سرتیرو قربانۍ او سرښندنې د ستاینې دي چي د خاورې او هېواد دفاع په لار کي يې ورکړي دي، د دغه دنګ څلي په ودانیدو سره به د ارواښاد جنرال عبدالرازق یاد تل د خلکو په زړونو او ذهنونو کي پاتې سي.”

دولایت رهبري  په همدې مهال په خلکو غږ وکړ چي دهېواد په دې حساسو تاریخي شېبو کي دخپلو ملي ځواکونو سره همکارۍ وکړي او دهغوی سره د معلوماتو په شریکولو د وینې تویدنې او ویجاړۍ مخنیوی وکړي.