منظور ولي منظور شو؟

د لراوبر اداره | فبروري 18th, 2019


ليکنه: محمد اکبر کرګر
۱: دپښتنو د ژوند په روان بهير او اوسنې تاريخ کې روانې پيښې هم مخاليفينو او هم موافقينو دواړو خواو ته دحيرانتيا سبب شوي دي. دا پيښې ديو رواني پړسوب ښکارندوى دى. په لږه موده کې په ټولو پښتنو ځوانانو کې ديوه ځلمې سره خولۍ سمبول وگرځيده . دهغه څادر دپښتنو ځوانانو له پاره له امريکا نه تر ماليزيا پورې دستايل نښانه شوه . دخبرو تون يې دتقليد سبب شو .په غونډو او پرلتونو کې دټولو پښتنو په تېره دځوان کول شعارونو کې هغه څه مطرح شول چې چا يې داوريدو تصور نه کاوه . او ان ځينې خو په خپلو پروفايلونو کې دهغه عکس يا تصوير کيښود .
دا ټولي پيښې او دا ټول حرکات څه ساده هغه نه دي اونه خو کوم تصادفي کړنه ده . موږ ددې پيښې اود اوسني جريان دشننې په موخه هڅه کوو يو نيمگړى انځور وړاندې کړو .


يو  ارواه پوه فيلسوف د ټولنيز روان په باب ډېر پيچلى تصوير وړاندې کوي . چې هم باخبري شعور (شعور اگاه ) اوهم ناخبرې شعور (ناخود اگاه ) چې هم شخصي عنصر اوهم ټولنيز عنصر له ځانه سره لري په هغه کې خپله لاس وهنه کوي.
شخصي شعوري برخه دباخبره اوبې واسطې احساس نه جوړه ده چې هم بيروني احساس اوهم له درونې حرکاتو او لمسونو په اثر، هم شخصي عنصر او هم ټولنيز عنصر له ځانه سره لري .

شخصي باخبرې چې داگاهانه او بې واسطې احساس اوله بيروني اودروني محرکاتو ټولگه ده ، مخکيني اغيزې هم له ځانه سره لري اوبيا دانسان باخبرې (شعوري ) سطحې ته ورځي اوپه يوه پيچلى او څو کونجيزه ځاى کې په متحرک اويا سيال حرکت کې سره يو ځاى کيږي .
خو ټولنيزه ځان خبري يا د زماني روح هماغه نړۍ ليد دى چې له باورونو ، عقايدو ،مقرراتو اودهرې ټولني له اصولو يا مشخصو ډلو له انگيرنو څخه جوړيږي .

په شخصي ناخبري شعور کې شخصي تجربي چې هيري شوي وي او يا ځپل شوي اودهغو اغيزې په ځاى پاتي وي،څخه جوړ دى . بالاخره ټولنيز ناخبري شعور له غرايزو اوارثي ډولونو اوپوهيدنو څخه جوړ دى چې هيڅکله فرد ې خبرتيا نه لري اودژوند په اوږدو کې نه تر لاسه کيږي ، بلکې مشخصه وجه يې يوه ډله خلک کورنۍ ،ملت ،نژاد او بشريت دى (۱).

دپښتنو د اوسني اروايي حالت اوپړسوب په باب دا هم صدق کوي چې دسيمي دنورو اولسونو سره په پرتلنه کې ډېرې زياتي ستونزې دردونه اوکامپلکسونه دپښتنو په ټولنيز لا شعور کې پراته دي .

ددې جرقه او او بليدل ټولو خواو ته هم پښتنو ته اوهم دپښتنو دوښمنانو ته له خطر نه ډک جريان دى .

دپرمختگ ، خپلواکې ، فرهنگي ودې ، ارضي تماميت دخپل مرکز نشتون اونور ډېر مسايل اوس دپښتنو دځوان نسل له پاره په يو اروايي پړسوب بدل شوي چې دهغه دعملياتو بهير له درده ډک بريښي .

 دپښتنو دژوند دساتلو سوال اوس ديو باخبره ليدرشيب له خوا مطرح دى . دې ليدرشيپ په سوليدلو رهبرانو يا کلاسيکو مشرانو خط ايستلي او د نوې نسل په رگونو کې يې دويني حرکت توند کړى دى .
۲په ټولنيزو بدلونونو کې اگاهانه اوخپل سري(خودبخودي ) فکتورونه :
يوه هغه پيچلي مساله چې دټولنيزو بهيرونو له پاره دهغو په سمه او باخبره توگه اداره کول اړين گڼل کيږي داده چې په تاريخ کې دخود بخودي يا خپل سره اوباخبره جريانونو ترمنځ تناسب وپيژندل شي .

 خود بخودي دتاريخ د پروسې دعيني تکامل لړۍ ده چې دټولنيز جوړښت دقوانينوسره سم تر سره کيږي . اگاهانه يا شعوري يعني هغه حرکت چې دانسانانو د متشکلې ارادې له مخې تر سره کيږي او دټولنيز تکامل په قوانينو خبرتيا اودپرمختگ جريان دچټکوالي اوبدلون درامنځ ته کيدو سبب کيږي .
په ټولنيزو بدلونونو کې دغه دوه گړنې په تېره د کيڼ اړخو غورځنگونو په ادبياتو کې ډېرې کارول کيږي.

نا اگاهانه حرکتونه يا غورځنگونه هغه دي چې په “خود جوشه” توگه دخلکو دټولنيزو اقتصادي او فرهنگي او ان قومي غوښتنو له مخې دلاوې او اور غورځوونکي په توگه هم را بهر کيږي او دموجوده نظام اوسيستم چې په هره مانا وي دويجاړۍ سبب کيږي .
خو خبري اوگاهانه حرکتونه هغه دي چې يو باخبري لارښود او سالم مشرتوب ولري اوديو څرگند پلاتفارم اوپروگرام له مخې عمل کوي .

 دا عمل اوکړنې هم دوه لوري اوبعدونه لري يو سوله ييزاو بل له قهر اوتشدد نه ډک وي . خو کله نا کله دغه قهر اوتشدد په دواړو حالتونو کې دراپورته شوې غورځنگ په وجود اوبدنه باندې تحميل کيږي.

 ددې دليل دا کيداى شي چې په حاکمو پوړيو کې ويره اوترهه ايجاديږي او دمونتسکيو په قول چې ډار اوترهه داستبداد سبب کيږي .استبداد پخپل ذات کې دتشدد او قهر زيږنده ده . هم يې خپله زيږوي او هم مقابل لورې دې ته هڅوي يا لمسوي چې تشدد ته لاس کړي .

که موږ لږ څه ددې شننې په مقياس دپښتون تحفظ غورځنگ ته وگورو . دا غورځنگ کوم نا خبرې يا نا اگاهانه جريان نه دى . بلکې شعورې اړخ يې په بشپړه توگه پياوړى دى . البته په نا اگاهانه توگه دا شرايط او زمينه په پښتنو سيمو کې له پخوا رامنځ ته شوې او شته شوې چې خلک نا اگاهانه اوخودجوشه عمل ته را وبولي . خوله نيکه مرغه دملي ، سيمه ييزو اونړيوالو مالوماتو او دددوران داوسني حالت نه په درک اوپوهاوي سره لارښود ونکي يا رهبري کوونکي لري . په وينا اوعمل کې يې پوره دقت اوعمل شته . اودخپلې ټولنې په نبض هم ښه پوهيږي .

۳: دښکيلاک يا استعمار موخه اوخصلت :
له بلې خوا ددې له پاره ډير ښه شرح نزول دتور پوستي دالجزاير انقلابي او ازادي غوښتونکي داکتر فرانتس فانون چې په فرانسه کې يې زده کړي کړي وې اوپه الجزاير کې يې کارکاوه ، خبره صدق کوي .

 ياد شخصيت “دځمکې پر سر دوزخيان”په نوم اثر کې داستعمار کړني اوکردارونو څخه ډېره ښه پرده پورته کړې ده . هغه په دې عقيده دى چې په يوه مستعمره ټولنه کې بومي انسان نه يوازې په اخلاقي لحاظ دبي پامه اوبې توجه موجود په توگه گڼل کيږي ،بلکې هغه دمطلق شر تجسم گڼلى شي . (( هغه مخرب اوورانکاري موجود دى ، چې که هر څوک ورنږدې شي نو له منځه يې وړي ،هغه معيوبوونکي عنصر دى، چې هر هغه څه چې له ښکلا اواخلاقو سره رابطه لري له هغه يې ليرې بولي . هغه دزيان رسوونکو ځواکونو مخزن اودنه سميدو اوجوړيدو او د ړندو ځواکونو ناخبرې وسېله ده)).
همدارنگه داستعمارگرو له ذهنيت نه دفرانتس فانون منطقې پوهاوى په دې ډول دى چې وايي :
” دښکيلاکگرو په نظر بومي وگړي انسان نه دى ، بلکې يو حيوان دى . په مستعمره کي هستوگن کډوال يا ښکيلاکگر د بوميانو په باب د داسى فرد په ژبه خبرې کوي چې دحيواناتو له پاره کارول کيږي . هغه دزيړ پوستو خزنده انسانانو له حرکاتو ، اودبوميانو دخوسا بوي ،يا هغه شوبلي (حشرې) چې يوازې زيږون کوي ،چټلي کوي، هگۍ اچوي دبويناکو افرادو په ايمايي يا داشارو په ژبه پرې خبري کوي . “(۲)
دا د حيرانتيا خبره نه ده چې په مستعمرو کې هستوگن کډوال چې کله له وحشت اوقهر سره مخامخ کيږي دهغو په ذهن کې دوزخ را ژوندي کيږي ،نو بيا بله هيڅ لاره نه لري پرته له دې چې بوميان کليسا ته وسپاري چې اهريمنې روح دهغو له وجوده وباسي . يعني تزکيه ورکړي ، اوتطهير يې کړي . خو هغه چې په بشپړه توگه دکليسا په ځواک ډاډه نه وي .په هماغه حالت کې بوميان دقوانينو په رسيو تړي اوتل چمتو دي چې په ټاکلي ځاى کې دبوميانو دکښينولو له پاره له زور اوقهر نه کار واخلي . په واقعيت کې دهغو گوته تل په ماشه ده. دا ځکه چې له بوميانو ډار لري ، خو هيڅکله په دې حقيقت اعتراف نه کوي .
بل مثال يې دادوارد سعيد فلسطينې پوه خبره ده چې په فرهنگ اوامپرياليزم کې داستعمار په باب وايي :
ادوارد سعيد دکالدر په نوم ديو ليکوال له قوله ليکي : ” په ايرليند کې دسلتي خلکو وژنه دانگلستان د سلطنتي پوځ اودهيواد پالنې ، اوپه سلطنت باندې دعقيدې دښکاره کولو اودقهرمانانه او عادلانه اعمالو معيار او دندې يوه برخه وه چې دانگلستان دنژادي برترې يوه لرغوني ماضي هم ده . ادموند سپنسر په خپل کتاب کې چې په (اوسنيو شيبو کې( ۱۵۹۶) دايرليند تصوير) نوميږي په بې پرواېې سره وايي:
” له کومه ځايه چې ايرلينديان سکايي وحشيان دى ، بايد دروزگار له صفحې ليرې شي” (يعنې ټول دې ووژل شي .) (۳)
اوس گورو پورتنۍ شننه ديو ډول تداعي جوگه هم ده .يعنې يوه خبرتيا را کوي .

له بلې خوا که لږ څه د پښتنو دڅو پيړيو تاريخ ته ځير شو له دې بدترې پيښې او ويناوى رامنځ ته کيږي . له يوې خوا داسيا دلويي وچي د يو عظيم اولس وجود څو ځاېه غوڅ اوپرې شوې دې . لومړې دغربي استعمار له خوا، اوبيا دپاکستاني استعمار له خوا. د شمال مغربي صوبه سرحد ، فاتا قبايلي سيمو يا پوليټيکل ايجنسيو په نوم ويشل شوي دى .

که ټول بهير په دقت اوغور تعقيب شي او وڅيړل شي ددوې داداره کولو او تابع کولو له پاره د يوې داسې وسيلي نه کار اخيستل شوي چې دهغې په لارښوونه کې ((خداې تعالي)) دخيل بولي . خو اصلي حکمران اويا ښکيلاکگر پخپله نعوذبالله د(خداى) رول لوبوي .

 اسلام داسې وسيله گرځيدلي چې نه يوازې ددوى کنترول کوي اويا پښتانه کنترولوي، بلکې ددوى خپلواکې ، مدرن کيدلو او فرهنگي زده کړو په وړاندې يې ديو ديوال حيثيت غوره کړى دى. ددې اولس سنت اودود هوجره او دېره يې په تدريج له منځه وړي .
دهشت گردي يا ترهگرې چې نن ورځ اهمه موضوع ده ، تر هرڅه لومړى په پښتنو وتپل شوه .دا د دې له پاره وه چې د پښتون اولس دجينو سايد يا ډله ييزې وژنې له پاره لاره هواره کړي. نو ترهگري اوهغه هم داسلام، کليمه الله او الله اکبر په مقدسو کليماتو او شعارونو په پرده کې پرې وتپل شوه.

 له دې وراخوا هغه استعمارې سپکاوى او تحقير چې د(فانون) په وينا وو کې را ښکاره کيږي له هغو ډير ناوړه او ډېر بد دپښتنو په ادرس هم ويل شوى او عملي کيږي،چې که دټولو  ياد وشي مقاله غځيږي .

 له هرڅه تر مخه ددوې دملت جوړيدني مخه ډب شوى ،په فرهنگي لحاظ وروسته پاتي او وحشي بلل شوي ، جگړه مار اودهشت گرد بلل شوي او دهر مهذب او متمدنه عمل مخه يې نيول شوي ده .

 دا واقعيتونه ددې سبب شول چې يو ځوان له هاغه ځمکې اوله هاغه کليو چې بايزيد روښان په کې پيدا شوې او بيا فقير ايپي ميرزا عليخان را پورته شوې وو، راپاڅي او په سوله ييزه توگه اودنه تشدد له لاري دخپلو حقوقو مطالبه وکړي او دخپل اولس دژوند دتضمين له پاره اواز پورته کړي . په پايله کې دې ټولو هلو ځلو يو اسطوروي بڼه غوره کړه .

 تاريخ نه تکراريږي خو کله نا کله سترې پيښې دهگل په قوله دوه وارې ظهور کوي يو وار په کميدې توگه اوبل وار په تراژيکه توگه.

 لومړې دانگليس داستعمار په جامه کې اودويم وار داسلام په نوم دپاکستاني يا پنجابي ښکيلاک په جامه کې. اړه به وې چې لږ څه تېرې ماضي ته وروگرځو :

۴: کوم اوڅه ډول اسلام ؟
دپاکستان يو وتلي روښانفکر حسين حقاني چې اوس يې پاکستاني اداره دحقايقو په ويلو محکوموي په خپلو اثارو کې دا واقعيت روښانوي چې پاکستان په لومړي سر کې يو سيکولر هيواد په نوم جوړ شو . خو ډير ژر دځينو ستونزو سره مخامخ شو .

 ددغه ستونزو دهوارې له پاره يې اسلامې توند لارې ته چې جرړې يې په خليج کې وې پناه يوړه اودهغه ترهگرو سره يې رابطه ټينگه کړه .

پاکستانې ايديو لوگانو دهند سره په جگړه کې ماته وخوړه . اودماتې نه وروسته په دې فکر کې شول چې يوه ارزان بيه ځواک پيدا کړي اودتل له پاره دهغو په وسيله سيمه په اور بدله کړي .

په کشمير کې په يوه جنگ کې په سلگونو پښتنو په ځانونو پورې بمونه وتړل او اودهند دزغروال ځواک مخه يې ونيوله .

دا تجربه وروسته جنرالايز يا تعميم شوه او دتل له پاره دپاکستان دستراتيژى برخه شوه چې څنگه وروسته پاتې اولسونه په تورتم کې وساتي او گاونډيان لکه هند او افغانستان پرې نارامه کړي . البته داداستان اوږود دى.  خو پايله يې دا کيږي چې اسلام دېوي ښې او غوښنې وسېلي په توگه کارول کيږي .

خو دا کوم اسلام دى ؟

په واقعيت کې دا کوم منځ مهالې يا معتدل اسلام نه دى . بلکې ددې اسلام ريښو ته خان عبدالولي خان په خپل اثر (رښتيا رښتيا دي ) کې اشاره کوي اودکننگهم دايرې له مخې يې را سپړي چې دلته يوازې يو مثال کفايت کوي چې يادونه يې وکړو :
” دپيرنگيانو دټولي پاليسئ دارومدار صرف په اسلام و ، نو له دې امله دسر جارج کننگهم دا رپوټ په تفصيل را نقلوم چې قام ته پته ولگې چې کافر پيرنگي څنگه په بيلابيلو وسيلو دمسلمانانو ديني مشران اوپه حققت کې درسول اکرم (ص) وارثان اودهغه محراب اومنبر تابعداران دخپل کافرانه غرض له پاره استعمال کړي دي. ” اوڅومره په ارزانه يې استعمال کړي دي.

ولي خان زياتوي :دپيرنگيانو وخت له سره دا هڅه وه چې هغوۍ په هندوستان کې دبيلابيلو فرقو ترمنځ نفاق پيدا کړي . اوله دغه نفاق نه دخپلي فايدې له پاره کار واخلي .

خو په صوبه سرحد يا اوسنۍ پښتونخوا کې ستونزه دا وه چى دغير مسلمانو له غلبي نه نه ويريده. بله داچې پښتانه په خپل ځان دومره ډاډه ول چې دبل چا دغلامۍ تصور يې هم نه کاوه . اوچې کوم قوم دپيرنگي غوندي ظالم ،جابر او اوقوي طاقت سره ډغرې ته تيار وي نو هغه نور چا نه شو ويرولي . خو په دې سيمه کې پيرنگي ملايان له ځانه سره ملگري کړل . چې هغوۍ دروس اوبيا دشوروي اتحاد په خلاف دپيرنگي په حق کې اواز پورته کوي. په همدې لړ کې دپيرنگي ملايانو دافغانستان دنوې ازاد اوخپلواک پاچا پر ضد دسيسي پيل کړې او امان ا الله خان يې له صحنې ليرې کړ .

خو کله چې حالات بدل شول پيرنگي ټول پام اسلام ته واړاوه . اومليانو ته يې زياته پاملرنه وکړه . چې په پښتونخوا ،قبايلي سيمو او ان په افغانستان کې دننه خپل سنگر را ټينگ کړي.

 کننگهم ليکي :” قلي خان ډېر ژر قبايلي ملايانو اوله نورو سره چې ځانونه يې نه ښکاره کول رابطه ټينگه کړه . ځينو سره هغه دحيدراباد په رياست کې دځينو افرادو په وسيله تعلقات جوړ کړل. ”
کننگهم وايي چې دادمليانو سره درابطې کار مونږ خان بهادرقلي خان ته په حواله کړ چې هغه دې ددې سيمي له ملايانو سره په پټه رابطه قايمه کړي . څوک چې په څرگنده دپيرنگي سره تعاون اوملگرتيا ته نه را ووځي.

خبره بالکل روښانه ده چې موږ خو دا هر څه صرف داسلام دخدمت له پاره کوو او صرف داسلام ددوښمنانو په خلاف يوه مورچه قايمول غواړو اوداسلام دښمن خو صرف يو و يعنې بالشويک .

 کننگهم ليکي : ” نو اولنې ملا چې قلي خان برتې کړ نو هغه ملا مروت و چې اول دخاکسارتنظيم سره تعلق و او ل ورته هغه داسلام خدمت ښکاريده . خو دا مهال يې قلي خان په دې ډاډه کړ چې داسلام خدمت اوس صرف د(جهاد) په اعلان کيدى شي چې داسلام د دوښمنانو برخلاف يې پورته کړي…” رښتيا رښتيا دي. (۴)

دکننگهم دايري يادښتونه بيخې زيات دي اوبيا بيا لوستلو او په چاپولو ارزي . په تېره ځوانان بايد دا ارومرو ولولي . په ياده ليکنه اويادښتونو کې د اوسني پاکستاني اسلام جرړي را سپړل شوي اودملايانو جلب اوجذب دېوي مهمې سياسې پروژې په توگه په ستراتيژې کې ورگډ شوي دي چې څرنگه داوسني ادارې اوبيروکراسي دخدمت له پاره چمتو شي.

 دا يادښتونه او وروستي جريانات روښانه کوي چې دپاکستان دفاشيستي دولت له پاره اتومي وسله دومره موثره نه وه لکه اپيون ، اوپه تېره د غه پاکستاني انگريزي ماډل اسلام . چې په اغيزمنه توگه يې ترې گټه واخيسته . هم يې دپښتنو دکنترول له پاره او هم يې دخپلو اهدافو په خاطر دهغو داستعمال له پاره اوهم دپښتنو دتخدير له پاره ترې کار واخيست . خو دپښتين په غورځنگ سره دا کنگل هم ورور ورو ويلي شو . نور ځوان نسل په دې نه غوليږي چې څوک به يې دکفر اوالحاد په نوم ورټي او محکوم به يې کړي . اويا به يې څوک درا  او د افغانستان د امنيتي ادارو له پاره دخدمت په نوم ورټي اوبد نام کړي . خبره اوس ډېره روښانه ده .
۵: ايا پښتانه تشدد پسنده دي ؟
دشلمې پيړۍ په سر کې ځوان خان عبدالغفار خان پاچا خان اودهغه ملگرو دانگريزي استعمار په وړاندې مبارزه پيل کړه . دهغه لاره دعدم تشدد لاره وه .

 دځينو څيړنو په اساس چې دعدم تشدد مفکوره او باور دپښتنو په ټولنيز تحت الشعور کې دبودايي او ويدې مدنيت څخه را هيسې ځاى نيولي و. يعني ددوې په ټولنيز تحت الشعور کې هډو تشدد او دوسلي کارول ، او ويني تويول نه دې اخښل شوي بلکې تشدد  دهونيانو ، ترکانو ، مغولو ، اوپه خاص ډول د سارايي عربو له خوا او بيا وروسته داستعماري ځواکونو له خوا په پښتنو  وتپل شو . چې نن يو دروغجن او له فريب او دوکې ډک تومت دى.

که لږ څه ځير شو د جواهر لال نهرو دا وينا مساله نوره هم روښانوي :
جواهر لال نهرو په خپل مشهور اثر دهند کشف کې ليکي :
” دهغه ټولو فوق العاده پيښو نه چې په وروستيو وختونو کې په هند کې پيښ شول ،بل هيڅ شى دومره دحيرانتيا وړ نه دى لکه دا چې عبدالغفار خان څنگه وکړاى شول ،هغه خلک چې بې حوصلې اوجگړه مار وو اړ يې کړل چې دسوله ييزو تگ لارو نه په خپلو سياسى فعاليتونو کې کار واخلي . په داسې حال کې چې دا ډول مبارزه دزياتو رنځونو او زغمونو سره ملگرې وه . په واقعيت کې دا ډېر سخت مصيبتونه وو او ترخې خاطرې ترې پاتي دي .

نو په دې اساس ددې سيمي په خلکو کې په نفس باندې حاکميت اولاسبرى په دومره اندازه قوي و چې پښتنو (پټانان ) ان يو قهر اميزه اقدام دحکومتي ځواکونو اونورو مخالفينو په وړاندې ونه کړ .

که په ياد راوړو چې يو پښتانه ته ټوپک له ورور هم گران دى اوپه اسانۍ په قهر راځي . اوتل په دې مشهور وو چې په ډېر لږ تحريک ( لمسونې )سره خپل دوښمن وژني . دغه انظباط اودسپلين چې له دوى وليدل شو ، دمعجزې په څير ېوې پيښې سره شباهت لري . ” (۵)
دځوان پښتين په يوه وينا کې دا خبره لا جوته شوه چې موږ اواز پورته کړ او دخلکو را ټوليدل اوپه دې اوږده مارش کې گډون اوزموږ دمطالبو ملاتړ يوې معجزې ته ورته و.

 هغه وايي : ” هغه دغونډې گډونوالو ته په وينا کې وايي : دلته که موږ خالي کرسۍ ايښي وي . زموږ شهيدان اومظلومان ورته راغلي دي . دا خلک چې تاسو گورۍ دا هغه دمظلومو شهيدانو ارواح وي دي . هغوئ راغلي دي . ”
په واقعيت کى دا معجزه هم ده اوهم دښکيلاک لاندې خلکو دوجود اوټولنيز روان يو پړسوب هم دى ، چې دهغو له ټولنيز تحت الشعور نه شعورې سطحې ته را پورته کيږي او دمليونونو  اولسونو  اواز په يوه سمفوني کې انعکاس کوي .
کلونه وشول له هغه وخته چې پاکستان جوړ شوې دى پاچا خان تبعيد شو ، نور مشران زندانونو ته ولاړ ل ، پښتانه بي مشره  او بي رهبره شول.

دپښتنو د پخواني ليدرشيپ بقايا يا پاتي شوني چې ډېر سوليدلي او ډېر تطميع شوي و ، دپاکستان هڅه دا وه چې دغه کلاسيکې سياسې ډلې نور د پاچا خان اودهغه لاره له ياده وباسي ، او دخپل ځان غلام يې کړي خو اولس اويا دخلکو مليوني پرگني اودهغو ټولنيز شعور غلامي کله منلي شي نو هغو يو منظور  وزيږاوه او منظور نن ټولو ته منظور دى .

اوس را ځو ددې خبرو پاېلو ته :
• دپښتون تحفظ مومنټ کوم نااگاهانه يا خود جوشه جريان نه دى. بلکې دشعور او خبرتيا زيږنده دى . په دې غورځنگ کې دبايزيد روښان ، دفقير ايپي ، دپاچا خان ارواحوې موجودي دي .
• دا غورځنگ داستعمار له دورانه تر اوسه پورې دپښتنو دازادئ اوخپلواکۍ دروح بيا ځلي ظهور دى.
• ددې جريان ليدرشيپ کوم تصادفي پيښه نه ده بلکې دټولنې داړتيا سره سم ، دتاريخي جبر په ترڅ کې رامنځ ته شوي اودحافط خبره اوس ( قرعه فال ددوې په نوم ) را وتې ده .
• په ټولنه کې دسترو شخصيتونو ظهور دفرمانونو اولار ښوونو له مخې نه تر سره کيږي ،بلکې دشخصيتونو او قهرمانانو ظهور د ملتونو دروح او دهغو دغوښتنو له مخې را منځ ته کيږي چې اوسني جريان يې يوه نمونه ده .
• ددې حرکت په باب دوړاند وينې له پاره لا وخت شته . خو نن دونيا بدله شوې ده . دعربو پسرلي زموږ په وړاندې تېر شو . په سيمه کې ستر بدلونونه رامنځ ته شول . پښتانه هم ديوه ناملت شوې اولس په توگه دمتمدن ژوند حق لري او ددې حق له پاره مبارزه دتاريخ غوښتنه ده . دتاريخ حکم اوغوښتنه په اتومي وسلو هم له منځه نه ځي .
يادښتونه :
۱.ولاديمير والتراوداينيک · يونگ سياست . (ترجمه عليرضا ظيب ) نشر نى · ۱۳۷۹ ص ۳۰
۲.فرانيس فانون . ۰دوزخيان روى زمين · ترجمه علي شريعتي · ص ۵۰
۳.ادوارد سعيد . فرهنگ او امپرياليزم . (اکبر افسري ) ،علم روز · ۱۳۸۲. ص ۳۲۹
۴.عبدالولي خان · رښتيا رښتيا دي . دقومونو اوقبايلو وزارت دنشراتو رياست. کابل .۱۳۶۵کال مخونه ۱۴۵-۱۴۷
۵.جواهر لال نهرو . کشف هند . (ترجمه محمود تفضلي ) جلد دوم . انتشارات امير کبير . تهران : ۱۳۶۱ ص ۶۳۶.

 

Copyright Larawbar 2007-2024