کور / راپور / د باليووډ ستورو هم پر پاکستان غوسه ناکه څرګندوني کړي دي

د باليووډ ستورو هم پر پاکستان غوسه ناکه څرګندوني کړي دي

د هند تر ولکې لاندی کشمېر کي پر هندي نيمه پوځيانو بريد د پاکستان پر ضد  د خلګو توند غبرګونونه راپارولي دي.

د سياسي مشرانو ترڅنګ د باليووډ ستورو هم دا بريد په کلکله غندلی دی او د پاکستان پر وړاندي ئې د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

کنګنا رانوت چي د باليووډ يوه فعاله غړې ده وايي”پاکستان نه یواځې زموږ پر ملي امنیت تیری کړی دی، بلکي زموږ سپکاوی ئې هم کړی دی. موږ بايد پرکنده ګامونه پورته کړو، کنه زموږ ځواب نه ورکول به موږ کمزوري وښيي.”

بل خوا د هندۍ سېنما نوموتي شاعر ليکوال جاويد اختر هم دا بريد سخت غندلی دی او پاکستان ته ئې خپل پلان سوی سفر لغوه کړی دی.

نوموړي پر خپل ټويټر ليکلي دي: ” د کراچۍ یوې هنري شورا ما او شبانه عظمي ته د کیفي عظمی په اړه په یوې غونډې کي د گډون بلنه را کړې ده. خو موږ دا بلنه لغوه کړه.”

د هندۍ سېنما بلي ستوري سورا بهاسکر وايي، چی پاکستان ولي ترهګرو ته په خپله خاوره کي پناه ورکوي.

نوموړې وايي: “دا ډېره د شرم او خپګان پېښه وه. جیش محمد په ډېره بیشرمۍ ددې پېښي مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی. دا وحشیان هيڅ عقيده او روح نه لري. دغه ترهگر په پاکستان کي ولي پناهځایونه لري.”

پاکستان په نړيواله کچه په دې پېژندل سوی دی چي د ترهګرو مالي ملاتړ کوي او په خپله خاوره کي ئې ورته خوندي پناه ځايونه جوړ کړي دي.