کور / هراړخیز / د درواغو او لاپو يوه لنډه اروايي څيړنه

د درواغو او لاپو يوه لنډه اروايي څيړنه

‏ اکبر کرگر

په ساده ژبه دروغ څه شى دى ؟ يعنې هغه څه چې رښتيا نه دي . يعني هغه څه چې نه واقعيت لري ‏اونه حقيقت . حقيقت دواقعيت سم سيده اخذ دى ۔ يا دواقعيت دقيق پوهاوى دى . ‏
خو دروغ ددې تعريف مخالف جهت دى . لاپي او دروغ هم لکه پير اومريد ۔ دوه ورونه او ‏موازې خطونه داسې دي .

اکبر کرګر
دروغ داخلاقو پورې اړه لري ۔ په اخلاقي سيستمونو کې له ارسطو نه تر ‏نيتچه پورې فضيلت يو مهم اصل دى ۔ په فصيلت کې رښتا ، صداقت ، زړورتيا ، مرسته اولاس ‏نيوي او نار اونور شامل دي ۔ دروغ ددې فضيلت لوي دوښمن دى . ‏
خو اروايي دونيا کې دروغ دانسان دسيورې حيثيت لري دسيورې دمثبت اړخ نه که تېر شو نو په ‏منفي لورې کې دانسان اپوټه اونادرسته څيرې استازيتوب کوي ۔ دوه عمده سر چينې لرې . ‏
دروغ هغه څوک وايي چې يو ارواېې کمښت په خپل روان کې لرې يعنې دناستو کسانو ، دملګرو ‏دوستانو ، چم ګاونډ اونورو کسانو نه چې ورسره رابطه لري ځان کم احساس کړي ۔ نو دروانې ‏اڼډول دجوړېدو له پاره دروغ واې چې ځان له مقابل لور کم را نه ولي .‏
يا دکمښت احساس له منځه يوسي ۔ نو دروغو ته مخه کوي ۔ دروغ ژر رسوا کيږي ۔ بله سر چينه ‏چې له لومړى سره تړاو لري هغه داده چې ځيني کسان په نارسيسيزم اخته وي يعني په ځان عاشق ‏وي دا کاذب عشق له ځانه سره هغه دې ته رابولي چې بايد باټې ووهي ۔ دې باټو اولاپو ته په ‏ښارې چاپيريال کې ښکره ور دروغ اوپهکليواله ساحه کې چې ما اورېدلي دي دروغجن ته لکي ‏دروغجن وايه شي. دماکياول په درسونو کي يو دا هم دى چې له نامشروعو لارو هدف ته ځان ‏رسول دي . خو په نورو اخلاقي سيستمونو کې وايي چې نامشروع لارې دهدف رښتينواله نه توجيه ‏کوي ۔
که خبري لنډي کړو دروغجن انسان ديو لوى وسوسې خاوند هم وي ۔ له نورو ځان کم ‏احساسوي ۔ هغه فکر کوي چې نور خلک احمقان دي اودهغه په دروغو نه پوهيږي ۔ خو په ‏واقعيت کې ددې تصور لرونکي پخپله دعقل په کمښت اخته وي ۔ ‏
خپل نظر راسره شريک کړئ
م ا ۔ک