کور / راپور / د غزني د مقر ولسوالۍ لاريون کونکو د څلورمي ورځي لپاره د کابل – کندهار لار تړلې ده

د غزني د مقر ولسوالۍ لاريون کونکو د څلورمي ورځي لپاره د کابل – کندهار لار تړلې ده

د غزني په مقر ولسوالۍ کي سلګونو لاريون کونکو نن څلورمه ورځ هم د کابل – کندهار لويه لار تړلې ده.

ددوی غوښتنه داده چي د غزني مقر ولسوالۍ دي په ولايت بدله سي اود زابل او پکتيکا ولايت ځيني سيمي دي ددغه نوي ولايت برخي سي.

اعتراض کونکي وايي، د داود خان د حکومت په وخت کي د غزني د مقر ولسوالۍ د ولايت کېدو ژمنه سوې وه، خو تراوسه نه ده عملي سوې.

لاريون کونکي وايي، چي ترهغو به خپل اعتراض ته دوام ورکړي ترڅو چي ددوی غوښتنه نه وي منل سوې.

دوی وايي، دا ددوی مدني، حقوقي او بشري حق دی چي بايد ورکول سي.

د ځينو اعتراض کونکو په خبره، د غزني مقر ولسوالي په هرلحاظ ولايت ته اماده سيمه ده. ددې ولسوالۍ ستراتيژيک موقعيت ، د هوايي ډګر جوړېدل، د ښارګوټو لپاره د ځمکي موجوديت او نور لازمي شيانو شتون ددې زمينه مساعدوي چي دا ولسوالۍ په ولايت بدله سي، چي ژمنه ئې پخوا د داود خان په حکومت کي لا سوې ده.

کارپوهان هم په دې نظر دي چي د مقر ولسوالۍ ولايت کېدل به د غزني او شاوخوا سيمو د امنيت لپاره ګټور تمام سي.