کور / اقتصادي / د چاپیریال ساتنې لپاره عمده اقدامات

د چاپیریال ساتنې لپاره عمده اقدامات

ليکنه:محمدروښان ښاد

د ژوند د چاپیریال ساتنې لپاره د نفتي توکو کنټرول هغه لومړنۍ کړنه ده چې زموږ په لومړیتوبونو کې باید راشي. دولت ته ښایي د نفتی توکو د واردولو او وېشلو لپاره د څارنې او ارزونې د لازمو مراحلو وروسته جواز ورکړي او هر شرکت، کمپنۍ او تاجر چې په دې برخه کې ناغېړی کوي، نو سملاسي دې ورڅخه جواز واخیستل شي.

هغه معیارونه چې په دې اړه په نظر کې نیول کېږي د خلکو د ژوند ساتنې لپاره باید د دولت د جدي تعهد ښکارندوی وي. د نفتي موادو د واردونکو تر منځ سیالي باید د معینو او رڼو معیارونو پر اساس وشي چې په هغه کې به د ژوند د چاپیریال ساتنې او د وګړو روغتیا ته په ځانګړې توګه پاملرنه کېږي.

په ښارونو کې د ترانسپورت وضعیت باید منسجم شي. په دې برخه کې اوسیدونکي، خصوصي سکټور او دولت یو واضح او قانوني هوکړې ته رسیدلای شي، چې د هغې په اساس هم خدمات وړاندې شي او هم خلکو، دولت او خصوصي سکټور ته د عاید یوه مطمئنه سرچینه برابره شي.

 د منظمو او متمرکزو ښاري خدمتونو د وړاندی کولو لپاره، د مسکن او د ژوند د یوسالم چاپیریال جوړولو لپاره د یو دقیق ماسټرپلان طرح او پليکول باید د حکومت په مهمو لومړیتوبونو کې شامل وي او هغو ته د رسېدو لپاره باید دوامدارې او موثرې هڅې وشي.

د کوڅې او ګذر له سطحې څخه تر کورونو او عامه املاکو پورې د شنه چاپیریال په رامنځته کولو کې د خلکو پراخه ونډه او برخه اخیستنه ډېر زیات اهمیت لري. دا چې پسرلی را په رسېدو دی، نو هم باید خلک او هم حکومت د نویو نیالګیو کرلو او پالنې ته پام وکړي. د ځنګلونو ساتنه او پالنه باید د خلکو په اساسی او ملي وجیبه بدله شي او له ځینو ځانګړو مواردو پرته هېڅ چاته د ځنګلونو د پرې کولو اجازه ور نه کړل شي.

موږ په ملیونونو هکتاره ځمکه لرو چې پخوا ځنګلونه وو، او اوس بیرته درغونې وړدي. حکومت دې د دغوځنګلونو د رغونې لپاره له پرمختللو او علمي لارو څخه کار واخلي چې د هغې په اساس د اوبو د کموالي په وجه داسې تدبیرونه نیول کېږي چې د ځنګلونو او بوټو ریښې په طبیعي ډول قوي شي. البته په دې برخه کې به یو ډول ځنګلونه کښینول شي چې هم له اوسني چاپیریال سره موافق وي او هم یې محصولات د سیمې له بازار موندنې سره همغږي ولري.

افغانستان د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو او بوټو د روزلو یو ستر مرکز دی، مخصوصاً چنار،نمنځو او څېړیو کیدای شي له هغو څخه هم د ژوند د چاپیریال د ښه کېدلو لپاره او هم د بډاینې په رامنځ ته کولو کې ګټه واخیستل شی.

د سیندونو په مسیر  او غاړو کې د ونو کښېنول د سیندونو د غاړو د ټینګښت او د زیانونو د کچې د کموالي لامل ګرځي. د بېلګی په ډول د کابل سیند چې د چاپیریال د ککړتیا یوستر لامل ګرځېدلی، کېدلای شي چې په ډېرې آسانۍ د شنه چاپیریال په یوه لویه سرچینه بدل شي