کور / سياسي / قومي سوداګر؛ د شخصي ګټو په لټه

قومي سوداګر؛ د شخصي ګټو په لټه

ليکنه:عبدالرحیم موسی زی

زمونږ ولس ته لکه د لمر په شان څرګنده شوه چې ملي خاینینو تر پرونه پورې دا کړیدلی ولس او د افغانستان سپیڅلې خاوره خپلو بادرانو په مرسته ټوټې ټوټې کړه او په میلونونو بی ګناه کسانې شهیدان کړل او اوس دوی د واک د ترلاسه کولو په موخه یو د بل تر څنګ ناست دي او یوه ورځ هم د هغه ریښتینو مجاهدو، د کورنیو، ماشومانو، کنډوښځو، د میندو او پلرو پوښتنه چا ونه کړه چې څه حال لرئ، آیا تاسو کور، خواړه اوبه لرئ او کنه؟ د هغوی د ماشومانو لپاره د ژوند نورې آسانتیاوې لکه ښوونځي ته تګ، د لوبې، او د ژوندانه نور فرصتونه خو لا پریږده؟ دغه خاینین د افغانستان د ولس او ددې خاورې دښمنان دي، دوی د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو په موخه نه د دې ولس وینې او نه یې سرښېندنو ته ارزښت ورکوي.

هاخوا، مونږ په ټولنه کې یوشمېر سمبولیک او بې ریښې څېرې شته چې ټوله ورځ د قام له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کوي او پر هغوی تجارت کوي، شخصي ګټې پر هر څه غوره ګڼي او تل په دې هڅه وي چې آن د ځینو پر وینو تجارت وکړي او په ولس کې افتراق، اختلاف او بد مرغیو ته لمن وهي.

په خواشینۍ سره چې دوی تل  شخصي ګټې د ولس له غوښتنو او هیلو پورته ګڼي ځکه د عامو خلکو غوښتنې د دوی د امتیازونو او ګټو سره په ټکر کې وي.

خادم او سوداګر له یو بله توپیر لري، هیڅوک نشي کولای چې پر یوه قام په زور یا د هغوی له عمومي نظر څخه پرته مشري او استازيتوب وکړي.

ولس ډيری وخت له خپلو مشرانو د غوره سیاست او ښې رهبرۍ تمه لري خو؛ بې تجربې، له سیاسته بې خبره، ناپوهه او له معلوماتو لرې مشران د ولس له اعتماد څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

قومي مشر هغه څوک کیدای شي چې په یوه جغرافیوي موقعیت کې اکثره خواخوږي او پلویان ولري، د ولس په زړونو کې د نفرت، کرکې او بې نظمۍ پرځای مینې، ټولنیز عدالت او تدبیر ته لومړيتوب ورکړي.

دې ټولنې کې بیلابیل قومونو اوسیږي، ښه دا ده چې د ټولو قومونو ترمنځ د ورورولۍ فضا حاکمه وي، په ټولو؛ سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو مسایلو کې ټول خلک باید تر یوه چتر لاندې یوځای شي او د نیمګړو چارو د سمون او بشپړولو له پاره د یو بل نظر واوري او ټول هغه غوره نظرونه چې کارنده وي هغه ته باید ارجحیت ورکړل شي.

جوړجاړی، د یو بل نظر ته درناوی او د یو بل ګټو ته احترام هغه موارد دي چې د ژوند په هر ډګر کې یې اړتیا لیدل کیږي.

کامیابه سیاستوال او مشر هغه دی چې د اړتیا پر مهال د تخریب او ځان ښودنې پر ځای یوې ګډې هوکړې ته ورسیږي، چې؛ د ټولو خواوو ګټې په کې نغښتې وي، په سیاست کې د یو طرفه ګټو قضاوت حتماً د یو لوري په زیان تمامیږي چې په راتلونکي کې ښې پایلې نشي لرلی.

زمونږ په ټولنه کې ګڼشمیر بې باوره او شکمن شخصیتونه شته چې غواړي د غیر قانوني لارو په ګټنې خپل ځان پر ټولنه وپلوري، او یا خپل ضعیف افکار په نورو وتپي، خو؛ له  نېکه مرغه باید ووایو چې زمونږ د نوي نسل سیاسي شعور له هغو ډېر لوړ دی کوم چې غواړي په خپل پوچ مغز پر بیوزلو ولسونو ناوړه مشري او سیاست وکړي.

هغه کسان چې د بیت المال په خوړلو، قاچاق، خاورې،ځمکې، تیګې او یا شګې پلورلو او یا نورو مفسدو او غیر قانوني لارو په استفادې د ترلاسه شویو پیسو ساتلو له پاره شخه لونګۍ او ببره ګیره پرېږدي او د جماعت د لومړي صف په لټه وي هغوی سره به هم خامخا یوه ورځ، ولس او یا د دې ولس رښتینی استازی حساب کوي.

ولس د هغو نا لوستو او متزلزله سیاستوالو بېزاره دی  اوهیڅوک نشي کولای چې پر ولس ځان په زور وتپی مګر دا چې په خپله ولس یې وغواړي.

 د ولس په زړه کې د ځای پیدا کولو له پاره معیار ولس ته رښتینی خدمت دی نه دا چې چل، د ولس تیر ویستل او له محرومو خلکو ناوړه استفاده، دې ډول کاواکه سیاستوالو ته عمومي سپارښتنه دا ده چې د شیطاني سیاست پر ځای رحماني سیاست غوره او په خپله ټولنه کې یې پلی کړي.

د آزاد پرمختللي او سوکاله افغانستان په هیله