کور / تازه خبرونه / نامعلومو کسانو پښتنه هنرمنده ووژله

نامعلومو کسانو پښتنه هنرمنده ووژله

د پښتو ډرامو مشهوره ممثله ګلالۍ په پېښور کي د نامعلومو کسانو لخوا تر سختو شکنجو وروسته وژل سوې ده.

حکومت تر اوسه د ګلالۍ د وژني په تور څوک نه دي نيولي او په دې اړه يې غبرګون هم نه دی ښوولی خو په پښتونخوا کي مدني فعالان پر رياست او خفيه ادارو تور لګوي چي د پښتنو د سر سړي او وتلي ښځي نه پريږدي او وژني يې، مدني فعالان د سټېج ممثلي سومبل خان، غزاله جاويد او نورو نومونه يادوي چي په مرموز ډول وژل سويدي.

ګلالۍ واده سوې وه، اوس د دوو مياشتو بچی ترې پاته سو.
د نوموړي د جنازې لمونځ سبا ددې په پلرني ټاټوبي مردان کي ادا کيږي.