کور / راپور / طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ د نيولو ادعا کړې ده

طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ د نيولو ادعا کړې ده

طالبان وايي، چي د کندهار معروف ولسوالي ئې نيولې ده، خو افغان چارواکي بيا وايي، چي د ولسوالۍ مرکز ئې له پخواني ځای څخه انتقال کړی دی.

تېره ورځ طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل سوې اعلاميه کي وويل، چي د کندهار د معروف ولسوالۍ مرکز ئې د ټولو اړوندو سيمو سره نيولی دی.

د قاري يوسف په خبره، دا ولسوالي له دوو کلونو راهيسي محاصره وه چي پرون د طالبانو لاس ته ولوېدل.

خو د کندهار ولايتي چارواکي وايي، چي پرون درې بجې ئې د معروف ولسوالۍ مرکز له خوګياڼو سيمي څخه سپينکۍ سيمي ته انتقال کړ.

د چارواکو په خبره، د هوا له لاري دغي ولسوالۍ ته اکمالات څه ناڅه ستونزمن وه، د غرونو له پاسه د امنيتي تهديداتو مشکل وو، نو په همدې اساس ئې د ولسوالۍ مرکز بلي سيمي ته انتقال کړ.

د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وايي: ښاغلی منیب وایي “معروف ولسوالي‌ زموږ په کنټرول کې ده ځيني امنیتي پوستې له خپل مخکني موقعیت څخه تغیر شوی موږ په پلان کې لرو چې په معروف ولسوالی کې ګډ پراخ پوځي عملیات وکړو”.