کور / #PTM / ترکستان بېټنی: د پاکستان او افغانستان پښتنو ته خواست کوم، چي پوځي چوڼۍ پرېږدئ

ترکستان بېټنی: د پاکستان او افغانستان پښتنو ته خواست کوم، چي پوځي چوڼۍ پرېږدئ

پرون د پښتونخوا په ټانک سيمه کي د بېټني عليخيلو مشرانو او ولسي وګړو د پاکستان د پوځ پر ضد لاريون وکړ.

لاريونوالو ددې غوښتنه کول چي د امن کمېټې د مشر ترکستان بېټني د وراره ظهور بېټني په وژنه تورن کسان دي ونيول سي.

ظهور بېټنی په ټانک سيمه کي چي د پوځ شتون پکي ډېر دی ووژل سو.

د ظهور بېټني اکا او د امن کمېټې مشر ترکستان بېټني لاريونوالو ته وويل، موږ د پاکستان د پوځ سره مرسته کړې ده خو پر هغه سربېره وژل کېږو او پوره شپږ کاله زه خپله بندي سوید  يم.

نوموړي وويل، زه ټولو پښتنو ته خواست او زارۍ کوم چي پوځي چاوڼۍ پرېږدئ، د استخباراتو لمن ايله کړئ. په پوځي کينټونو کي زه کښېنستلی يم، راسئ حال مي وګورئ.

د مظاهرې پر مهال د امن کمیټۍ مشر ترکستان بیټني وویل: ”د پاکستان د پوځ پر سر او د خپلې خاورې او مذهب اسلام په سر مي ۱۳۶ کسان شهیدان کړي دي.د دې باجود ئې زه شپږ کاله زنداني کړم. نن چي ئې څوک وژلی دی دا هم زما وراره ظهور دی.ده هم د پاکستان د فوج سره مرسته کوله.د بریګیډئیر سره زما د قربانو(ډک) کتاب پروت دی.چې زه نه یم محفوظه نو نور به څوک محفوظه وي؟ زه د پاکستان حکومت ته وایم چې د ټانک ضلعه محفوظه کړه او دا څومره کسان مو چې وژل سوي دي دا بس دي. د پاکستان او افغانستان پښتنو ته خواست کوم چې کینټونه(فوځي چاوڼۍ) پریږدئ. په فوجۍ کینټ کې زه کیناستلې یم راسئ حال مې وګورئ.