کور / شعر / زما زړه / نظم

زما زړه / نظم

شاعر ؛ حفيظ اللٌه ياد

* —– * —– * —– *

دا زما زړه دې د يو څو زړو يادونو قبر

په ما مينه ياره مانه زما زړه م‍ـه غواړه

* —– * —– * —– *

زما په زړه کښي يـــوه څيري او ټوټې نقشه ده

په دې نقشه کښــــــي له آمو تر آباسينه خاوره

پر دغه خاوره باندي لويه آريانه ليکلـــــــــــــې

هغه نقشه کښـــي دغه خاوره ګل ورينه خاوره

زما په زړه کشي تر ګړز لاندي یو کتاب هم پروت دې

د دې کتاب په پوستين پوش کښـــــــي اوېستا ليکلې

نور باندي نه پوهېږم ياره چـــــــــــي کښي څه ليکلي

په دې خبر یم چــــــــــــــــي له مخه تر عيسی ليکلې

زما په زړه کښـــي يو تصوير دې د يو ښکلي سړي

په سر دستار لري تر شا هــــــــــم يوه سپینه توره

ته به يه نه پېژنې ياره زه يه لـــــــــــــــــــــږ پېژنم

دغــــه ميروايس نيکه دی، ډک دی له قامي غروره

زما په زړه کشــي د ميرويس نيکه له څنګه ولاړ

زما اتل دې زما پير دې احـــــــــــمد شاه نومېږي

چي يه تر لويه هندوســـــــــــــتانه باچاهي کوله

نن يه بچـــــــــي د ژوند له هر يوه معياره لوېږي

زما په زړه کښـــــــــی يو اميد دی د لاهور د زوال

زما په زړه کښي د شېر شاه غوندي ارمان اوسېږي

زما په زړه کښي افغانان دغســــــــي ستړي نه دی

د لمر په شانــــــي مي په زړه کښي پښتانه ځلېږي

زما په زړه کښــــي یو رمبڼ دی د کافر ملګري

له دې کافرَ ســــــــــــره ګوره يوه کافره ښځه

 و دې کافر سړي ته ګــــــــوره دا آمان نومېږي

سريا نومېږې دا کافـــــــــــره دغه ستره ښځه

زما په زړه کښــــــي يو انځور د يو ملنګ شهيد دی

منم تنها دی خو بېخــــــــــــي ګوره د کار سړی دی

دا صمد خان نومېږي مونږ يه خان شهيد بولو اوس

د پښتنو په اتلانو کښـــــــــــــــــي د شمار سړی دی

زما په زړه کښي يو ســړی ګرځي په سره کفن کښي

دا باچا خان دې دا د امن په ارمان کښـــــــــي مړ دی

دا چـــي په لوړ ږغ کښي د خوږ وطن شعرونه وایي

دا ملنګ جان دی په تحرېک پښتونستان کښي مړ دی

زما په زړه کښي څو شعرونه د خوشحال پراته دي

دا راله ښايي چي پښتــــــــو او ننګ و څه ته وايي

او ما په زړه کښي دي تاستلې د ملالــــــــــــي ټپې

هغه ټپو کښــــــــــي بېخي ډېر څه بښتانه ته وایی

زما په زړه کښي يو تصوير دی پکښي درې ملګري

دا يو حاجی صېب ترنګزی دی يو مـرزا علي خان

دا په همت باندي اوچت د صنـــــــــــوبر په شاني

 دا صنوبر حسېن مومند د حد نه زيات پر ما ګران

زما په زړه کښی يوه مستي ده او يو سُر انقلاب

دې انقلاب کښــــي ظلم نور له ژونده کډه وکړي

زما په زړه کښــــــــــــــــي فرمانونه د ترکي بابا

د خپل مزدوره ســـــــره خلګ له جبر ډډه وکړي

زما په زړه کښي څو راګونه د يو ځوان خوندي دي

او څو عکســـــــــونه د شهيد احمد ظاهر پراته دی

يو څو نغمې دي د شوقي عبيد الله جان کندهاري

يو څو يادونه د هغه د لوی هنـــــــــــــــر پراته دي

زما په زړه کښي يو بې ننګه بې پښتو انځور دی

دغه انځــــــــــــــــــور دی د کابل د آريانه ملګرو

دالته پښتون و يو او بل ته تبريکــــــــي ورکوي

نجيب په دار دی په تــــور لاس د پښتانه ملګرو

زما په زړه کښـــي يوه چيغه ده ما ډېر ځوروي

او له دې چيغي ســــــــره شور دی د درنو ډبرو

د فرخندې خـــــــــور آخیري د زنکدن چيغه ده

زما په زړه کښي باران و کړی د تــــــــودو ډبرو

زما په زړه کښی يو يادګار دی د يو ځوان د سنګسار

دا چي سنګار دی دا چـــــي لڅ دی دا مشال نومېږي

او يو تصوير دی د ځوانۍ او د ښـــــايست د معراج

دا چي ښايسته دی دا چـــي ګل دی دا نقيب يادېږی

زما په زړه کښی دا څلور ځوانان چي ناست دي سره

دا يو شهيد مي د بوري ارســــــــــــــــلا خان نومېږي

دا بل د ژوب د مېړنۍ خاوري باتـــــــــور ازمير خان

 يو مي غازي فيض محمد بل شهيد شېر جان نومېږي

زما په زړه کښي بېخي ډېر عکسونه نور هم پراته

چي يه جانانه زه پخپله هم ســــــــــــــم نه پېژنم

دا دي معلـــــومه نا معلــــــــــــومه شهيدان اتلان

او هم د شــــــــــمار ځخه وتلې دردېدلې قيصې

 دغه مـــي زړه وو دا مي زړه دې پکښي بل څه نسته

هم دا يادونه پکښـــــــــــــــــــي ګرځوم د ځانه سره

اوس بې وسي ده ورته ژاړمه په خپل ګرېوان کښی

بيا به توان من ســــــــم بیا بې ياد کم له جهانه سره

دا زما زړه دې د يو څو زړو يادونو قبر

په ما مينه ياره مانه زما زړه م‍ـه غواړه

* —– * —– * —– *