کور / سياسي / د سولی ابعاد

د سولی ابعاد

ليکنه:  سباوون حقیار

د سولې مسله اساسه ده او هر ډول  احساسات د هیواد په داخل او بهر کی راپارولی سي. په رښتیا سره سوله یوه اوږده مبارزه ده چه په اوسني وخت کي ډیره ستونزمنه او پېچلي شویده، او کابو کول یې ساده او اسانه کار نه دی ځکه زمونږ اکثره همسایه هیوادونه تر ډیره بریده کوښښونه کوي چه سوله پداسی ډول راسي چه ددوی ګتی په کښی خوندي پاتي سي او له بلی خوا د ګران هیواد افغانستان په داخل کښی اکثره سیاسون  ځانته د موقف او یا هم د بل په لمسون څرګندونی کوي چه یو ډول نه یو ډول سوله سبوتاژ کړي خو دا باید ومنو چه سوله راتلونکی ده. زه د افغانستان د خاوری د یو ریښتني بچي په صفت، او د سولي د یوه ارمانجن ځوان او ملاتړي په توګه، د هیواد د خواخوږي، د هیواد او خلکو ته د خیر په نیت ځان مسؤل ګڼم او لیکنی می صرف د افغانستان د راتلونکی نسل او ځوانانو عمومی اګاهي ده، په هیڅ ګوند او ټولنی پوري تړاو نلرم. د چا په لمسون نه د چا طرف نسم او نه یی سپکاوې کوم مګر هو حق ته حق وایم. په هر حال، راځو اصلی موضوع ته، سوله تر یوځاي رسیدلی ده، او د ډیرو خلګو سترګی ورته په لاره دي، که څوک وایی موږ سوله غواړو اوبل لور بیا وایی موږ يې نه غواړو نو طبعې خبره ده، چې له سولې د منکر مخالفين په ډير  وي، مګر د افغانستان ملت اوس نه غولیږي او پدی ښه پوی سوي چې هر هغه لور چه د سولۍ مخالفت کوي هغه د قدرت تږي دي. یوه مهمه خبره باید دلته د ولسمشر غني په تړاو په ډاګه کړم چه پدا اوسنئ  دوره کي هغه ۴۵ زره سرتيری چه په شهادت رسیدلی دي، دغو شهیدانو د غني او د هغه د اولادونو لپاره ځانونه ندي قربان کړي، بلکی هغوی د هيواد او ارزښتونو لپاره خپل سرونه نذرانه کړې دي. په هر حال، د سولی په تړاو د طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو بله ناسته د فبروری په ۲۵ نیټه ده. له بلی خوا د امریکا متحده ایالاتو د سعودي عربستان نوم د هغو هیوادونو په لیست کی شامل کړی چه باید د افغانستان د سولی په پروسه کی همکاري وکړي. اوس په کار ده چې د سولی ستر هدف ته د رسیدو په موخه ځني مرحلی په پام کی ونیول سي:

لمړی: د افغانستان سیاسونو ته پکار ده چه د شخصی مخالفتونو، دښمني او ګټو څخه اوس مهال تیر سي او تدبیرانه سولی ته کار وکړی. د امکان تر حده پوري باید مشوری یو د بل سره وکړي ځکه په مشورو کی خیر او برکت دي، او همدارنګه باید کوښښ وسي چه  د اې ایس اې هر فریب او چل مخنوی وکړي. د یاودنی وړ ده چه پاکستان د اغزن تار کارونه نور هم چټک کړی دي ځکه په اوسني وختونو کی د ټولو افغانانو پام د سولی طرف ته دی نو هرڅومره چه کار ژر خلاص سي د پنجاب په ګټه ده، او له بلی خوا پاکستان لمړی هڅې به د سولی په راوستولو کي دا هم وي چه باید ملاشیرمحمد ولسمشری څوکې ته ورسوي، یا یی د موقتی اداری له لاری او یا یی د ټاکنو له لاری. مونږ او تاسی او زمونږ سیاسون باید د پاکستان هر چال، جال او فریب ته متوجی واوسو. که اتمر دی، که کرزی، که عبدالله او که غني زمونږ د هیواد لویه او ستره سرمایه ده، باید درناوي یی وکړو او په ژوندون یی قدر وکړو ځکه زمونږ اکثره افغانان تل په ژوندون د چا قدر ندی کړی او نه یی هم کوي، کله چه وفات سي، بیا نو مرده پرستي شروع کړي.

دوهم: دلته د لویه جرګې مسله ډیره حیاتي ده چه په ترڅ کي باید بین الافغاني ډایلوګ منځته راوړي، او په پای کي یو داسی متحد  او ټول شموله ملی ټیم رامینځته کړي چه هم عام ولس په کښی شتون ولري او هم سیاسیون او افغان حکومت.

دریم: څرنګه چه طالبان هر وخت د اې ایس اې تر فشار لاندي راغلي دي، نو هغه قوماندانان چه د مذاکراتي ټیم اعضاوي دي باید د پاکستان څخه د کورنیو سره قطر او یا هم سعودي عربستان ته انتقال کړي ترڅو اذادانه او بغیر له کوم فشاره خبرو اترو ته دوام ورکړي.

څلورم : د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان آسیايي هیوادونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان نه وروسته هند ته تللی وو، چه ددې څخه داسی معلومیږي چه سعودي هم خپل کوښښونه پیل کړی دي. اړینه ده چه لمړی د سولی ناستې د افغانستان په داخل کي ترسره سي، که د امنتي ګواښونو یو ډول ترس شتون ولري نو ښه به دا وي چه سعودي عربستان په سپیڅلی او د برکت ډکه مکه کي سوله وسی  چه د خیر او د برکت ځاي دي.

پنځم: د سولی د راوستولو لپاره د دنیا ابر قدرته هیوادونه سره د باور او کافي ضمانت سره وروسته باید د سولی شرطونه مخته یوړل سي ترڅو یوه ښایسته پایله او د عقدونو د نه ماتولو تضمین وسي. بله خبره دا چه د امریکا د متحده ایالاتو نظامي اډې تر ډیره بریده کیدای سي چه ښې پایلې ولري، یو خو به مو خپل منځي جنجالونه ژر حل وي، بل به د سیال سره سیال یوو او بل به د پاکستان د وحشت او تروریزم څخه په امن یوو.

سوله غواړي خو په تدبير سره، او تلپاتي سوله

سباوون حقیار