کور / #PTM / د هند او پاکستان اوسنی کړکېچ له بلې زاويې!

د هند او پاکستان اوسنی کړکېچ له بلې زاويې!

ليکنه: محمدکریم نوښتګر

سره ددې چې  د هند او پاکستان شخړه  د کشمير پر سر يوه اوږده  شخړه ده ، خو د هند او پاکستان اوسنی کړکېچ ډېر د کشمېر د اوږدې شخړې تابع  نه دی.

پاکستان له  تېرو دوو کلونو راهيسې  د نړيوالو فشارونو سره مخ او ددې تر څنګ نږدې يو کال له داخلي ننګونو په تېره بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ خوځښتونو، غونډو، لاريونونو او په ټول کې د پښتون وېښېدني او په پښتونخوا کې د پاکستان ضد مفکورې پياوړتيا ، د پاکستان فوځي اداره اندېښمنه کړې چې ښايي د پښتون ژغورنې دا سوله ييز خوځښتونه په نږدې راتلونکي کې له تاوتريخوالي په ډکو خوځښتونو واوړي چې بيا به يې د پاکستان حکومت د مهارولو توان نلري.

د پاکستان دواړې پوځي او ملکې ادارې د پښتون ژغورنې خوځښت غوښتونو او پوښتنو ته ځواب نلري چې روان خوځښت قانع او ارام کړي،بلکې د ياد خوځښت د سرلاريو د ګواښنې، نيونې او وژنې له لارې غواړي دا غورځنګ ووېروي او وځپي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ لا پسې لويېږي او پراخېږي.

د پاکستان حکومت اوس په دې باوري شوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ حرکت څومره غڅېږي، هومره يې د مبارزې شکل تغېرېدونکی دی. له بلې خوا په پاکستان کې تر بل هر څه ګرمه موضوع د پښتون ژغورنې غورڅنګ دی او هرې بلې ورځې ته په کور د ننه او بهرنۍ توجه خپلوي.

د دې لپاره چې د پښتون ژغورنې روان غورځنګ نه په کور د ننه او نه بهرنۍ توجه خپله کړي ، نو تحليل داسې دی چې پاکستان د روان غورځنګ بې اهميته کولو  لپاره بله لاره نه درلوده بې له دې چې په هندي کشمير کې د هندي عسکرو په وړاندې بريد چمتو کړي او په دې توګه هند اړ کړي د پاکستان په خاوره د ننه هدفونه په نښه کړي او خبره جنګي حالت ته ولاړه شي.

په دې سره به د خلکو توجه د  پښتون ژغورنې غورځنګ  څخه بلې خواته واړوي او د پاکستان په اړه  وېشلی فکر  د هند پر وړاندې يووالي ته بوخي، د پښتون ژغورنې غورځنګ به په دې ځای کې پيکه او کمزوری کړي. ځکه چې د بهرني يرغل پر وړاندې کورنۍ ستونزې په طبعي ډول له لومړيتوبه وځي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ خبره يواځې د هند او پاکستان د څو ورځو جنګي حالت د خلکو له ياده نه شي وېستلی بلکې داسې اټکل کېږي چې د پاکستان پوځي اداره به بيا مارشلا  او بېړنی حالت اعلانوي او ملکي حکومت به بې واکه کوي. په بېړني حالت کې پوځي اداره کولی شي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د حرکت او نورو خوځښتونو پر وړاندې بنديزونه ولګوي او په دې توګه يې چپ کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر خودجوشه حرکتونه که د څو مياشتو لپاره ساړه شي، بيرته بيا نه شي ګرمېدلی او په دې توګه له منځه ځي.  نو تحليل کېږي چې د پاکستان او هند اوسنی کړکېچ ډېر د کشمير پر سر د شخړې تابع نه بلکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هېرولو ، بې اهميته کولو او له منځه وړلو لپاره  هڅه ده.